تازه خبرونه
Home / تازه خبر / مجاهد: بلخ کې محلي پولیسو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

مجاهد: بلخ کې محلي پولیسو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۱/۲): طالب ویاند ادعا کوي، چې بلخ ولایت کې له طالبانو سره د جګړې پر مهال ګڼ شمیر محلي پولیس (اربکیان) وژل شوي دي.
ذبیح الله مجاهد وايي: د منصوري عملیاتو په لړ کې تیره شپه د طالبانو ځانګړې قطعې د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې د پولیسو په پوستې چاپه وهلې، چې پکې میشت ټول عسکر یې وژلي دي.
هغه وویل: د شولګرې ولسوالۍ په بوزبای سیمه کې د اربکیانو په پوستې د تکتیکي برید په نتیجه کې چې، له یو ساعت یې ډیر دوام کړی، ۱۸ تنه اربکیان وژل شوي دي.
ده وویل: دغه برید چې پوسته کې دننه د نفوذي تن د معلوماتو پر بنسټ ترسره شوی، پر مهال یې پوسته په ټولیزه توګه نیول شوې او د قوماندان حمیدالله په ګډون پکې ۱۸ تنه محلي پولیس وژل شوي دي.
ذبیح لله مجاهد وایي: له نښتې وروسته ۱۸ میله سپکه او درنه وسله او ګڼ شمیر مهمات هم د طالبانو لاس ته لویدلي دي.
د بلخ والي منیر فرهاد د پولیسو د دومره لوړو تلفاتو  په تړاو د طالبانو څرګندونې ردوي او ناسمې یې بولي؛ خو د جګړې رامنځ ته کېدل تائیدوي.
سمسور بریال

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*