تازه خبرونه
Home / تازه خبر / کونړ: طالبانو یو صحي کلینک جوړ کړی

کونړ: طالبانو یو صحي کلینک جوړ کړی

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۱/۱): له کونړ ولایته په خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي، چې طالبانو په یاد ولایت کې یو صحي کلینک جوړ کړی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو سره په خبرو کې وویل: « د طالبانو د صحت کميسيون له لوري د قومي مشرانو په همکارئ د کونړ ولايت په شيګل ولسوالۍ کې يو لوی کلينک فعال شو».
ده وویل: دغه کلينک د يادې ولسوالۍ په شلطن سيمه کې جوړ او تېره ورځ ګټې اخيستنې ته وسپارل شو، چې له امله به یې د سیمې خلک له ځينو روغتیايي خدماتو څخه برخمن شي.
هغه وویل: ډیر ژر به په دې کلينک کې یو شمیر مجرب او د پراخي کاري سابقې درلودونکي ډاکټران هم په کار وګمارل شي، چې ورسره به د سیمې د اوسیدونکو روغتیايي ستونزې په بشپړه توګه حل شي.
بل لور ته د طالبانو له لوري رسنیو ته په استول شویو انځورونو کې ښکاري، چې د کلینک پرانیسته یو شمیر قومي مشرانو کړې او کلینک ته ځینې ناروغان هم د درمنلې په موخه ورغلي دي.
طالبان دا اقدام په داسې مهال کوي، چې د کونړ ولسونو په لسګونه ځله د بریښنا، پوهنې او پراختیايي پروژو د تطبیق ترڅنګ له حکومت غوښتي، چې مجهز روغتونونه هم ورته جوړ کړي.
سمسور بریال

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*