تازه خبرونه
Home / تازه خبر / د فراه په مرکز کې د امنیت امر ګلبهار مجاهد وژل شوی

د فراه په مرکز کې د امنیت امر ګلبهار مجاهد وژل شوی

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۱/۲): د فراه ولایتي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په مرکز فراه ښار کې د امنیت امر وژل شوی دی.
دوی وايي: د امنیت امر ګلبهار مجاهد پرون له وسلوالو طالبانو سره په مخامخ نښته کې وژل شوی او ترڅنګ یې یو شمیر افغان سرتیرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، چې کره شمیره یې د چارواکو له لوري څرګنده شوې نه ده.
بل لور ته طالبانو د یوې خبرپاڼې پر اساس د ګلبهار مجاهد وژنه د دوی کار بللی دی او ویلي یې دي، چې: د فراه ولایت د مرکز فراه ښار اړوند د دیزدي په سیمه کې بیګاه ماخوستن ۱۱ بجې د پولیسو په پوسته وسلوال برید ترسره شو، چې په ترڅ کې یې پوسته په ټولیزه توګه فتح او پکې میشت ۳ تنه پولیس ووژل شول او جسدونه یې په پوسته کې پاتې شول.
خبرپاڼې کښلي: کله چې سیمې ته کومکي ډله راورسېده؛ نو د طالبانو له سختو بریدونو سره مخ شول، چې له امله یې ۷ تنو پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته.
خبر زیاته کړې، چې: جګړه کې د امنیت امر ګلبهار او د هغه دری ساتونکي پولیس د ماین ښکار شوي او ځای پر ځای وژل شوي.
طالبانو ویلي، چې: نښتو کې څو میله وسله هم د دوی لاس ته ورغلې ده.
عظمت بیټنی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*