تازه خبرونه
Home / تازه خبر / د انټرکانټيننټال هوټل برید کې د کام اير شرکت کارکوونکي ورک شوي

د انټرکانټيننټال هوټل برید کې د کام اير شرکت کارکوونکي ورک شوي

تېره ورځ د انټرکانيټننټال هوټل باندې یو ځل بیا برید وشو، چې ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله، او ځينې تر اوسه ورک دي.
په يادو کسانو کې ځينې د کام ايز خصوصي شرکت پيلوټان او کارکوونکي هم شامل دي، چې يا ورته مرګ ژوبله اوښته او ځينې تر اوسه ورک دي.
د ياد شرکت جنرال ډایریکټر صمد عثمان رسنیو ته وویل: زمونږ ۴۰ تنه په هوټل کې و، چې له برید وروسته ځينې ژوندې دي او ۹ تنه نور بیا ورک دي، عدلي طب تشخیص کړي او رسمي معلومات یې هم نه دی راکړی.
د رويټرز خبري اژانس په یو راپور کې وايي: چې په وژل شوو کې زیات کسان د کام ایر خصوصي هوايي شرکت پيلوټان او کارکونکي دي.
همداراز د عامې روغتیا وزارت وايي چې د پېښې له ځایه ۲۲ جسدونه عدلي طب ته لېږدول شوي دي.
د ياد وزارت ویاند وحید مجروح رسنیو سره په خبرو کې وویل: ۲۲ جسدونه دوی ته رسیدلي، چې ۱۱ بهرنیان، ۸ یې نارینه، څلور ښځې دي، همداراز پنځه د ځانمرګو جسدونه او پاتې ۷ افغانان دي.
ياده دې وي، چې برید د يکشنبې په شپه او هم د یکشنبې په ورځ د پنځه تنو وسله والو طالبانو لخوا ترسره شو او د عیني شاهدانو په وینا چې د ورځې تر ۱:۳۰ بجو ډزې روانې وې، چې د هوټل په ځينو برخو کې اور لږېدلی و او د پېښې زیاتره قربانیان سوځېدلي دي.
زلمی احساس

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*