تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / تر څو به افغانان په يو او بل نوم وژل کيږي؟

تر څو به افغانان په يو او بل نوم وژل کيږي؟

د تېرې جمعې په شپه امنيتي سرچينو اعلان وکړ چې د ننګرهار ولايت شيرزاد ولسوالۍ په توتو سيمه کې يې د ځانګړو ځواکونو له خوا عمليات ترسره کړي. او د القاعده پنځه کسه غړي يې وژلي دي. د يادې سرچينې په رپوټ کې راغلي وو چې پنځو وژل شويو کې څو چيچنايي، څو ازبکان او د هغوی کوم يو افغان ملګری هم شامل دی. خو بل لور ته بيا له سيمې راغلي عيني شاهدان وايي چې پنځو شهيدانو کې يو کس چيچنايي، يو کس د مدرسې کوم خوګياڼی مدرس او درې کسه نور طالبان وو چې د همدې سيمې اوسېدونکي او عمرونه يې د پنځلسو او شلو کلو تر منځ وو. خلکو ويل چې دوی پنځه واړه دومره ناخبره او ساده خلک وو چې يوه هم ان د القاعده نوم لا نه پېژاند.
خو ځينې نور بيا وايي چې ښايي د چاپې اصلي موخه به هماغه يو کس چيچنايي ؤ چې څه موده مخکې د پاکستاني پوليسو له ويرې د خوګياڼو سيمې ته راغلی او تقريباً د پنځلسو کسو ښځو او ماشومانو پالنه يې پر غاړه وه. خلک وايي د چاپې پر مهال وژل شوي درې کسه طالبان د همدې کلي په جومات کې دېره وو چې د بهرنيو الوتکو له خوا بمبار شول. په دې توګه د يوه چيچنيايي لپاره څلور کسه نور بې وزله افغانان چې په علم او ديندارۍ مشهور وو، هم ووژل شول.
خو واقعيت دا دی چې زموږ په هېواد کې دا يوازنۍ پېښه نه ده چې د افغان ځانګړو ځواکونو، ګډو قواؤ، غوح ملاتړ او داسې نورو هغو لښکرو له خوا مظلومانه ډول په شهادت رسول کيږي چې د قوماندې اصلي مرکزونه يې واشنګټن او بروکسل کې دي. افغان مسلمان ملت دغه ټول واقعيتونه په رڼو سترګو ويني او ډېر ښه پوهيږي چې له تېرو شپاړسو کلو راهيسې د هېواد په کليو او بانډو کې څه روان دي. په دغه موده کې د هېواد لر و بر وپلټل شو او په ګوټ ګوټ کې هر چېرته چې د جومات امام، د مدرسې استاد، حافظ او يا مطلقاً ديندار او ملتزم کس وليدل شو، د طالب، القاعده، ترهګر او داسې نورو القابو په پلمه يا ووژل شو، يا تر ګوانتانامو، باګرام او څرخي زندانو ورسول شو او يا دا چې د بهرنيانو د کورنيو او سيمه ايزو بړېڅو له خوا تبعيد او سخت وځورول شو.
البته دا هم يو څرګند حقيقت دی چې د امريکايانو د يرغل راهيسې په ټول هېواد کې يوازې همدغه دينداره طبقه تر بريد لاندې نيول شوې نه دا چې کوم بل اخلاقي مجرم، فاحش، غل، درغلي کونکي، ناولی او ظالم دې نيول شوي او محاکمه شوی وي.
له بده مرغه په هېواد کې د ملي وحدت حکومت له قيام سره سم په لومړيو ورځو کې بهرنيو ځواکونو ته په ښکاره اجازه ورکړی شوه چې د افغانانو پر کورونو چاپې ووهي، شپني عمليات ترسره کړي او د خلکو پلتنې وکړي. خو کله چې د بهرنيو ځواکونو په شمېر کې کموالی راغی نو بيا سمدلاسه د افغان ځانګړو ځواکونو شمېر زيات کړی شو او دنده ورکړی شوه چې له بهرنيانو سره اوږه پر اوږه په تورو شپو کې د هغو افغانانو پر کورونو هوايي بمبارۍ وکړي، د شپنيو عملياتو په ترڅ کې يې د کورو دروازې والوزوي، د حرم تقدس يې تر پښو لاندې او بيا يې له ښځو او ماشومانو سره يو ځای تر بړستنو لاندې بې رحمۍ سره ووژني.
خو په همدې حال کې بيا د افغان ولس همدغه ناورين، ناوسي او بدمرغۍ د هغو رسنيو له خوا چې د الله تعالی او زموږ د بې دينه دښمنانو له خوا پر موږ تپل شوې، د افغان ولس په نجات او برياليتوب سره تعبيريږي.
تاسې وينئ څومره هغه راډيوګانې، ټي وي چينلونه، ورځپاڼې او نورې ټولنيزې شبکې دي چې شپه ورځ د افغانانو له وژنې، کور ورانولو او شړلو د هېواد سوکالي، بريا او نېکمرغۍ جوړوي. څومره کرايي ليکوالان، خبريالان او چارواکي دي چې خپل مظلوم وژل شوي هېوادوال د پنجابيانو، عربانو، چيچنايانو، ازبکانو او داسې نورو په نومونو يادوي، وژني يې، ځوروي يې، کورونه يې ور خرابوي او شړي يې خو نوم د بل چا ور باندې ږدي. دا هغه ستره بدبختي او هلاکت دی چې زموږ د در په دره هېواد ټول ملت ورسره مخ دی.
دغه راز همدې ته ورته حالت پر هغو خلکو هم تپل شوی چې څه نا څه له حکومت سره تړاو لري. هغه که د حکومت تنخا خواره معلمان دي، ملکي مأمورين دي او که ټوپک پر اوږه امنيتي منسوبين. په دې شمېر به يوازې لوی خدای جل جلاله ښه پوهيږي چې د هېواد په لروبر کې څومره سرکاري استادان او معلمان په دې پلمه ووژل شول چې د کفر استادان دي، څومره ملکي مأمورين په دې ګومان چې ښايي جاسوسان وي او څومره هغه اربکيان او پوليس چې نه يې بهرنيان چېرته ليدلي او نه يې په څرګنده د هغوی ملګرتيا کړې وه.
دريغه چې د يو پاخه سړک جوړولو پر ګناه څومره کاريګر ووژل شول، د يو مکتب او روغتون څومره خټماران او نجاران. افسوس دا څومره لويه کم بختي ده چې پر دې ملت باندې تحميل شوې او څومره بد شامت چې په دې ګرده بدمرغۍ کې بيا همدغه خپل مشران دخيل دي کوم چې زموږ رهبران، قوماندانان، مخور او منتخب اشخاص ګڼل کيږي. يقيناً تر ټولو ستره ناروا همدا ده چې خپله يو بل سره وژنو خو پردي خوشالوو. خورا تأسف دی چې تر څو به مو دا بده ورځ روانه وي. تر څو به يو د بل په خبره نه پوهېږو، تر څو به يو بل نه زغمو او تر څو به د يو بل تبا کولو ارمانجن يو؟!

ليکنه: عبدالکريم مصلح

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*