تازه خبرونه
Home / تازه خبر / پلخمري :کې افغان عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

پلخمري :کې افغان عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د امنیتي چارواکو له خوا د عملیاتو د پرمختګ خبرونه ورکول کيږي؛ خو د وسله والو طالبانو له خوا بیا عسکرو ته د مالي او ځاني زیان اوښتو خبرونه ورکول کيږي.
د طالبانو له خوا په یو خپور شوي خبر کې راغلي، چې: د مرکز اړوند د ډنډ شهاب الدین خالازيي سیمه کې امنیتي سرتیرو د دوی په مرکزونو بریدونه وکړل؛ خو د دوی له مقاومت سره مخ شول، چې سختې نښتې رامنځ ته شوې.
د وسله والو طالبانو یو تن ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: چې جګړه روانه ده او په جګړه کې د افغان عسکرو ۳ ټانګونه ويجاړ شول او همداراز ۶ تنه عسکر ووژل شول او ۸ تنه نور ټپيان شول.
همداراز مجاهد زیاته کړه: چې له تېرې ورځې راهیسې یې د امنیتي سرتیرو ۳ بریدونه په شا تمبولي، هیڅ پرمختګ یې نه دی کړی او یوازې بې دفاع ولسي خلکو ته یې زیان اړولی دی.
سمسور بریال

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*