تازه خبرونه
Home / تازه خبر / له تورخم نه ۸۰ کانټینره میوه بیرته راګرځول شوې

له تورخم نه ۸۰ کانټینره میوه بیرته راګرځول شوې

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۱/۲): د سوداګرۍ خونې مسؤلین وایي د پاکستاني چارواکو د بیلا بیلو پلمو له امله لسګونه کانټینره میوه بیرته راګرځول شوې ده.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي پرون ناوخته رسنیو ته وویل: « د پاکستاني چارواکو د بېلا بېلو پلمو له امله د افغانستان ۸۰ کانټینره تازه مېوه له تورخم بندر څخه بېرته جلال اباد ته راستنه شوې ده».
ده وویل: له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په تورخم کې د تازه مېوو کانټینرونه بند وو او پاکستان د تلو اجازه نه ورکوله، چې دغو ناغېړیو افغان حکومت اړ کړ؛ څو یاد کانټینرونه بیرته جلال اباد ته ولېږدوي.
نوموړی وايي: اوس مهال پاکستان یاد هېواد ته د تازه او وچې مېوې د صادراتو په برخه کې یو پېچلی سیسټم جوړ کړی، چې له مخې یې باید د مېوو د تېرو ۵ کلونو د تولیداتو د کیفیت او روغتیايي خوندیتوب په اړه بشپړ معلومات موجود وي.
د سوداګرۍ خونې مرستیال زیاتوي: د پاکستان دغې چارې افغان سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اړولی او دغه زیان ورته هر وخت رسیږي، چې له امله یې د هغوی په کاروبار او راکړه ورکړه بد اغېز شوی دی.
الکوزی وایي: « له دې امله افغان سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان رسېږي او په کار ده چې افغان حکومت هم دغه ستونزه ژر تر ژر هواره او یا له ګاونډي هېواد (پاکستان) سره ورته چلند وکړي.
پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو افغان سوداګرو هر وخت د پاکستاني چارواکو له ناغېړۍ، بد چلند او فساد شکایت کړی.
اسد سوري

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*