تازه خبرونه
Home / تازه خبر / کرنې وزارت په ۳۱ ولایتونو کې ۴۹۰۰ باغونه جوړ کړي

کرنې وزارت په ۳۱ ولایتونو کې ۴۹۰۰ باغونه جوړ کړي

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۱/۳): د کرنې وزارت چارواکي وايي، چې سږ کال یې د هېواد په ګوټ ګوټ کې زرګونه پروژې پلي کړې، چې یو له دغو د نویو باغونو جوړول، د ونو کېنول او د زړو باغونو بیا رغول شامل دي.
د یاد وزارت ویاند رسنیو ته وویل: د کرنې او مالدارۍ وزارت په روان ۱۳۹۶ لمریز کال کې د بڼوالۍ د سکټور د پراختیا او ملاتړ په هدف ۴۹۰۰ هکتاره باغونه جوړ کړي دي.
اکبر رستمي وویل: یاد ۴۹۰۰ باغونه په ۳۱ ولایتونو کې جوړ او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي، چې ورسره به د وچو او تازه میوو په تولیداتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.
هغه وویل: « د بېلابېلو مېوو لرونکو ونو دغه بڼونه په ۳۱ ولایتونو کې د کرنې او مالدارۍ وزارت په مالي ملاتړ، د ۲۷ میلیونو افغانیو په لګښت جوړ شوي .
په ورته وخت کې د کرنې وزارت یاد چارواکي وویل: د دغو باغونو په جوړولو سره په هېواد کې د د میوو د باغونو شمېر دری سوه اته شپېته زره «۳۶۸۰۰۰» ته ورسېده، چې ټوله یې شاوخوا ۵۰ هکتاره ځمکه نیولې ده.
د ویلو وړ ده، چې د وروستیو څلورو لسیزو جنګونو د افغانستان د باغونونو او میوه لرونکو ونو په کچه کې ډیر کموالی راوستی، چې په اړه یې بیلا بیلو ادارو او د چاپيریال ساتنې موسسو ته هم اندېښنې راولاړې شوې وې؛ خو حکومت وايي، چې د ځانګړي پلان له مخې نوي باغونه جوړوي.
عظمت بیټنی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*