تازه خبرونه
Home / ټولنیزموضوعات / ماشومان

ماشومان

موږ ناست وو، ماشومان زموږ تر څنګه نژدې په لوبو مشغول ول.
کله به یو له بله سره په هسې خبره ونښتل، چیغې به جګې شوې، ژړا انګولا به وه، کله به د خندا شور او زوږ دومره اوچت شو، چې په عذاب به یې کړو.
یوه به، چې د بل د لوبو شیان ګډوډ کړل، هغه به په قهر شو، کنځلې به یې کولې او هر څه به یې ویل.
زموږ پام نه و، یو راپاڅېده د بل مخ یې شوکارې کړ، د هغه پر مخ به وینې روانې شوې او له مستۍ نه جنګ جوړ شو.
موږ ویل: خیر دی واړه دي، نه پوهیږي.
هو! ماشومان واړه دي، خو دومره واړه نه لکه موږ چې د لوی خدای جل جلاله په حضور کې کوچنیان یو. د ماشومانو پوهه له موږ نه لږه ده، خو زموږ پوهه د هغوی په پرتله ډیره لږه ده. زموږ لوبې هم د وړو غوندې دي، زموږ خندا او ژړا هماغسې ده. ماشومان پوهېږي، چې دوی واړه دي، خو موږ په خپل کوچنیتوب هم نه پوهېږو. په رښتیا چې موږ له ماشومانو نه واړه یو او زموږ خدای ډیر لوی دی.
موږ باید ډیر خوشحاله اوسو، ځکه چې خوشحالي د ماشومانو مال دی.
(الفت)
………………………………………………………………………………………………
کابل مجله، ۱۳۲۶ کال، ۶ ګڼه، د پښتۍ دویم مخ.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*