تازه خبرونه
Home / سلایډر / جګړه خو هره ورځ وير او ماتم دی

جګړه خو هره ورځ وير او ماتم دی

پرون يک شنبه د دلوې اتمه د حکومت له خوا په کابل، کندهار او جلال اباد کې د څو پرله پسې خونړيو چاودنو او خورا زياتې مرګ ژوبلې له امله په ټول هېواد کې ماتم اعلان شوی دی. يادې پېښې رښتيا هم ډېرې خواشينونکې او زړه بوږنونکې وې ځکه چې لسګونو هغو هېوادوالو ته يې هم مرګ ژوبله واړوله چې په جګړه کې هيڅکله ښکېل نه ؤ. حقيقت دا دی چې دا ډول چاودنې او بريدونه که له يوې خوا د اسلام له سپېڅلو لارښوونو سره هيڅ سمون نه لري. له بلې خوا هغه لوري هم خپلې موخې ته نه شي رسولی کوم چې ظاهراً د هېواد خپلواکي غواړي.
په دې مانا چې نه په اسلام کې د قتل عام اجازه شته او نه د خپلو هېوادوالو په وژلو د بهرنيو ځواکونو څه چورت خرابيږي بلکې هغوی خو تل په دې هڅه او تلوسه کې دي چې په هر ممکن تدبير سره وي، د افغانانو تر منځ تاوتريخوالی زيات کړي، د يو بل په لاس يې د وژنې ننداره وکړي او داسې شرايط او وضعيت منځ ته راوړي چې جګړه دوامداره او د سولې امکانات يو مخ له منځه يووړل شي.
د همدغو دلايلو پر مټ ويلی شو چې د دې جګړې د خاتمې لپاره بايد حتماً ټول ملت لاس په کار شي ځکه يوازې د ملت رښتينې اراده کولی شي چې د جګړې ښکېل لوري سولې او روغې جوړې ته اړباسي او بالآخره خپل هېواد او ملت ته نجات ورکړي. له دې امله د چارواکو او سياستوالو له لوري په ځينو خاصو ورځو کې د ماتم اعلانول د افغانانو موجوده ستونزې نه شي اوارولی. دا له دې امله چې دلته جګړه روانه ده او په جګړه کې حلواګانې نه وېشل کيږي بلکې جګړه خو هره ورځ وير او ماتم دی، جګړه هېواد ته بدمرغۍ او ناخوالې راوړی، مرګونه او ژوبلې لري، کونډې، بورې او يتيمان زياتوي، بې وزلي، متازي، بې روزګاري، بداخلاقي، جرايم او جهالت زياتوي او حتمي پايله يې موږ ته سراسر تاوان او يرغلګرو ته ټوله ګټه ګټه ده.
پر دې بناء دا هم د چارواکو او سياستوالو مسؤليت او ذمه واري ده چې د ماتم اعلانولو پر ځای د روانې جګړې د عواملو پر ختمولو فکر وکړي. کنه د جګړې د دوام په صورت کې به د دوی دا ويرونه او ماتمونه هم بې ارزښته شي ځکه نن که سل مړه دي سبا به يو نيم او بله ورځ به دوه سوه وي تر دې چې ښايي يوه ورځ د اشرافو او واکمنې ډلې ډېر نازولي هم سرونه پکې وخوري. بيا به نو دوی پر کومه ورځ غم او پر کومه جشن او ښادي اعلانوي.
مطلب دا چې دغه جګړه ځکه هره ورځ غم او ټوله وير او ماتم ده چې که د حکومت په لاس هره ورځ څلور پنځه شلې طالبان، داعشيان او د هغوی دوستان، خپلوان او د کورنۍ غړي وژل کيږي، نيول کيږي، کورونه او مينې يې نړيږي او له خپل کور کلي پر کوچېدو مجبوريږي نو دا خو هم غم او خواشيني ده. لږ خو دې چارواکي هغو ارقامو ته هم فکر وکړي چې هره ورځ په نړيوالو رسنيو کې خپله د دوی له خولې اعلانيږي. لږ خو دې هغه آرشيفونه هم وګوري چې د سرکاري رسنيو له خوا د تېرو شپاړسو کلو په موده کې خپاره شوي او بيا دې پر خپل لاس جمع او ضرب کړي چې تر اوسه يې څو ميليونه طالبان وژلي او څو يې ژوندي را ګیر کړي دي.
دغه راز لږ خو دې هغه بې وزلي هم په شمار کې راولي چې د دوی د نړيوالو دوستانو د مور بمونو، توغنديو، شپنيو عملياتو او چاپو وهلو په ترڅ کې وژل شوي او معيوب شوي دي. ايا څوک ويلی شي چې هغوی د دې هېواد بچيان او افغانان نه دي؟ ايا څوک ويلی شي چې د حکومت او بهرنيو انډيوالانو په لاس يې شپه په شپه تر بړستنو لاندې د لس ګونو زره ښځو، ماشومانو، رنځورانو او ځوانانو وژل قانوني خو د طالبانو په لاس په دفترونوو هوټلونو، سرکونو او چوڼۍ ګانو کې وژنې ناروا، ظلم او وحشت ګڼل کيږي؟
دا هم په نظر کې نيول په کار دي چې د طالب جګړه مقدسه يا سروپه ناروا خو د امريکې ( (B-52الوتکو د بمباريو په زور ارګ ته راوستل شويو جنابانو جګړه به له کومه روا او قانوني وي. حال دا چې طالب هم يو افغان ؤ چې په زور يا په رضا خو د کابل ارګ يې قبضه کړی ؤ. ښه نو چې اوسنيو چارواکو د هغه حکومت ونه مانه او د راپرځولو لپاره يې د نړۍ ټول کافران هېواد ته راوبلل، جګړه يې ورسره پيل او د دوی د ملګرو په وژلو او نيولو يې لاس پور کړ چې لا هم دا لړۍ روانه او شپاړس کاله وروسته يې هم ټرمپ او نور اشرباڼي غوريږي چې طالب به له منځه وړو او افغانستان ته به سوله راولو، ايا نو دا ممکنه او معقوله ده؟
دا جګړه که هر څنګه وي خو روانه ده او ګرد افغان ملت يې ډېره ګرانه بيه پرې کوي. خو دا به هيڅکله په دې هوډ ختمه نه شي چې يو لوری د بل لوري له منځه وړل غواړي، لکه چې د تېرو شپاړسو کلو جنګ جګړو دا حقيقت هر چا ته د لمر په شان روښانه کړ. بلکې واقعيت دا دی چې دا جګړه به د يو بل زغملو، منلو او خبرو اورېدلو په نتيجه کې پای ته رسيږي. دغه راز د هېواد هغه چارواکي چې خپل ځانونه د دې هېواد او خلکو پر وړاندې مسؤل بولي، دا ذمه واري هم لري چې خپل در په دره هېواد کې د سولې د ټينګښت او د مظلوم افغان ولس د ژغورلو لپاره خپله لاس په کار شي، خپله نوښت وکړي او هيڅکله په دې موضوع کې د ټرمپ او نورو بهرنيانو سلا مشورو، غورو لاپو او پلانونو ته غوږ ونه نيسي.
چارواکو ته لازمه ده او دا يې اخلاقي فريضه هم ده چې که د خپلې واکمنۍ له دعوې سره سره نه امنيت راوستلی شي او نه د استعفا کولو جرئت لري، چې لږ تر لږه مخالفينو سره د سولې لپاره خو رښتينې هڅې وکړي، واقعيتونه ومني او نور پر خپلو مظلومو خلکو تر دې زياتې ملنډې ونه وهي او سترګو ته يې د خاورو پاشلو هڅه ونه کړي. دوی بايد وپوهيږي چې د ماتمونو اعلانول نه کفايت کوي او نه ټول ملت غولولی شي، ځکه چې دروغ،دروغ او رښتيا، رښتيا دي.

ليکنه: استاد شهاب نيازی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*