تازه خبرونه
Home / سلایډر / سرې کرښې خو لا ډېرې وختي ماتې دي!

سرې کرښې خو لا ډېرې وختي ماتې دي!

د ارګ يو وياند وايي چې مخالفين په جګړه کې له ټولو سرو کرښو تېر شوي او نور ښايي د سولې هغه چانسونه هم له منځه تللي وي کوم چې تر دې ړومبی هغوی ته ورکړی شوي وو! د نوموړي وياند په دغو څرګندونو کې دوو مهمو موضوعاتو ته اشاره شوې يو دا چې وايي مخالفين له سرو کرښو تېر شوي او بل دا چې هغوی ته به تر دې وروسته د سولې هغه موقع ورنه کړل شي کومه چې پخوا وه. د سرو کرښو په اړه خو ړومبۍ پوښتنه دا مطرح کېدای شي چې په مشخصه توګه هغه کوم افعال دي چې په ترسره کولو سره يې يو جګړه مار لوری له سرو کرښو ور اوړي. ايا په جګړه کې ډېرې خطرناکې او د سترې تبايي والا وسلې استعمالول، لوی توغندي، مور بمونه، کيمياوي وسلې او که نور څه دي کوم چې ان له تېرو اوولسو کلو راهيسې د مظلومو افغانانو پر کورونو استعماليږي.
ايا له کوم ليرې هېواد نه د داسې يرغلګرو لښکرو راوستل دي چې زموږ له خلکو سره نه قومي او کلتوري نزدېوالی لري او نه کومه مذهبي ورورګلوي؟ لکه همدغو چارواکو او سياستوالو چې اوولس کاله پخوا د امريکې او ناټو کفري ځواکونه راوستلي او لا تر اوسه خپل مسلمان هېوادوال ور باندې وژني. او کنه سرې کرښې دا دي چې د عامو خلکو د ټولنې پر مراکزو بريدونه او بمبارۍ وشي لکه پر ودونو، جنازو، جوماتونو او يا دا چې د کوم لښکر له خوا د چا ناموس ته لاس واچول شي، ښځې وتښتول شي او شپه په شپه يې حرم ته بې اجازې ور ننوځي؟
پرته له شکه چې زموږ هېواد کې په سل ګونو ځله دا کرښې ماتې شوې، جنګي لښکرو پر عامو خلکو او ډکو کليو بمبارۍ کړې، توغندي يې ويشتلي، ښځې او ماشومان يې وژلي، پر ودونو، جنازو او جوماتونو بريدونه شوي، ښځې يې له ځانو سره بيولې، په نړيواله کچه لويې خطرناکې وسلې استعمال شوې او لا زياتی دا چې دا هر څه ډېر کامياب او له ترهګرۍ سره په جګړه کې خورا اغېزناک هم بلل شوي دي. ځکه خو سړی نه پوهيږي چې اوس هغه څه شوي چې د ارګ وياند يې د سرو کرښو ماتېدل بولي.
پاتې شول په تېرو اوولسو کلو کې د سولې چانسونه چې دا يې د سرو کرښو تر خبرې هم لا ډېر مبهم دي. ځکه دوی او بهرنيو انډيوالانو خو ېې ان له ړومبۍ ورځې راهيسې لا نارې وهلې چې د ترهګرو تر کاملې خاتمې پورې به پر دوی وژونکي او تباه کونکي بريدونه جاري ساتي او د دوی په هکله به له هيڅ ډول نرمۍ څخه کار وانخلي. البته د سولې د الفاظو تر حده دا واقعيت هر افغان مني چې د حکومت هر مشر د سولې نارې کړې او له مخالفينو يې د سولې ښې ډېرې غوښتنې هم کړې دي.
تر دې چې په سرکاري پانګه يې د سولې شورا په نامه يو ډېر عالي شانه دفتر هم جوړ کړ او رياست يې هم يو داسې لوړ شخصيت ته وسپارلو چې له ډېرو کلونو راهيسې يې له همدې مخالفينو سره عملاً جګړې کولې بلکې د هغوی د مقابل لوري اول نمبر سرکښ سړی ؤ. د سولې پر عالي شورا حکومت په ميليونو ډالر ولګول، زښته ډېر تبليغات يې وکړل او شپه ورځ يې مخالفينو ته ستونه وکړل چې د همدې دفتر له لارې د سولې له بهير سره يو ځای شي.
خو دوی به د سولې بهير سره داسې يو ځای کېدل غوښتل چې هر مخالف وسلوال دې له يادې شورا سره څه اړيکه جوړوي او بله ورځ دې له خپل ټوپک سره راځي، د دې دفتر مشرانو ته دې سپاري او خپله چپن، لونګۍ او دوه سوه نغد ډالر دې ترلاسه کوي. نور نو جوړ نظام او منتخب حکومت دی، نه به د بهرنيو يرغلګرو په هکله څه وايي او نه به د اساسي قانون پر موادو څه نيوکې وړاندې کوي. بلکې دلته چې هر څه روان دي او او يا د حکومت او بهرنيانو له لوري هر څومره فساد او نارواوې ترسره کيږي، پر يوه شي به هم تندی نه بړوسوي.
همدا د سولې هغه چانسونه ؤ چې دا مهال يې د ارګ ښاغلی وياند له وخته تېر بولي. خو ايا دا به څوک ورسره ومني چې ټول افغانان دې پر همدې خبرو قناعت وکړي. ايا ټول ملت ته دوکه ورکول شوني دي او ايا رښتيا هم سوله همدې ته ويل کيږي؟ همدارنګه د سولې په برخه کې د حکومت يوه بله ناغيړي دا ده چې دوی له تېرو اوولسو کلو راهيسې له پاکستانه سوله غواړي. مثلاً کله وايي له طالبانو ړومبی لا پاکستان سره سوله کول په کار دي، کله وايي پاکستان دې وسلوال طالبان له حکومت سره مذاکراتو ته حاضر او چمتو کړي او کله پر طالبانو يو مخ کرښه راباسي او د جګړې اصلي لوری پاکستاني جنرالان يادوي. دا ټولې خبرې په حقيقت کې لور په لوټه تېره کول دي.
مطلب دا چې طالبان به څرنګه دا ومني چې د خپل هېواد په دومره ستره معامله کې يې پاکستاني واکمن وکالت وکړي يا دا چې دوی خپل ځان او حيثيت دومره کمزوری کړي چې آخر يې ټول ملت د پاکستان نوکران او مزدوران وبولي. په داسې حال کې چې هغوی له امريکې او ناټو سره مقابلې ته پر ډګر ولاړ دي او ټولې نړۍ يې قربانۍ هم وليدلې.
په دې اساس نو اوس وخت راغلی چې د جګړې دواړه لوري واقعیتونه ومني، په خارجيانو هيڅ حساب ونه کړي او خپله د هېواد ملي ستونزو د اواري لپاره ملا وتړي. په ځانګړې توګه حکومت دې هيڅکله په دې تمه نه اوسي چې بهرني ځواکونه به يې وژغورلی شي. ځکه هيڅ بهرنی ځواک نه شي کولی چې د همېشه لپاره خپل لاس پوځي رژيم پر دېرش ميليونه وګړو ګمارلی او هغوی ټول برمته وساتي. بلکې حتماً به آخر هم وضعيت پر يو داسې پاټک تم کيږي چې ټوله نړيواله ټولنه د افغانانو د خپلواکۍ او خپل برخليک ټاکلو حق ته غاړه کيږدي او دا مظلوم ملت پريږدي چې خپلو کې سره کيني او ټول خپل منځي حسابونه په خپله خوښه سره خلاص کړي. ځکه خو د افغانانو تر منځ نه د سرو کرښو ټاکل معقول دي او نه د سولې لارې تړل او د پرديو په خبره خپل هډ او وزر ماتول.

ليکنه: عبدالکريم مصلح

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*