تازه خبرونه
Home / سیاست / تر څو به وژل کيږو؟!!

تر څو به وژل کيږو؟!!

افغانستان د خپل حساس او ستراتيژيک موقعیت له امله تل د جګړو ډګر پاتې شوی، مقدوني سکندر هم پر افغانستان بلوسېدلی، چنګيز هم د خپلو سفیرانو د غچ اخیستلو لپاره پر خوارزمشاهي سترواکۍ حملې وکړې او ان تر افغانستانه تېر شو، انګریزانو هم د هند په نیمه لویه وچه واکمني درلوده، نو د ناپيلون (فرانسوي) او بيا د روسانو د مخنیوي لپاره یې زمونږ پر هېواد یرغلونه کول. همداراز سرو شورویاو تودو اوبو ته د رسېدا په موخه زمونږ په ټاټوبي تېری وکړ. او له هغوی وروسته صلیبیانو د امریکا په سرخېلۍ د القاعده او ترهګرۍ د امحاء لپاره په پاکه افغاني خاوره نظامي تجاوز وکړ. افغانانو ټول یرغلونه په شا وتمبول، هېواد یې ترې پاک کړ.
هو! روسانو چې یرغل وکړ، په لږ وخت کې مات ښکر له دې خاورې ووتل، خو د دوی بړېڅو چې کوم اور بل کړی هغه لا بليږي او د سون توکي یې افغانان دي او همدا خونکار اور دی چې اوس امریکا او ملګري يې د ګاونډيانو په ګډون تازه کوي، مړه کېدو ته یې نه پريږدي، بلکې هر وخت تېل پرې پاشي. امریکایانو چې چېرته خپل بدمرغه او منحوس قدمونه ايښي، هغه خاوره یې د هماغې خاورې د بچیانو په وینو رنګ کړې ده، هغه ولسونه یې له بدمرغیو او بدبختیو سره مخ کړې، زمونږ په ټاټوبي کې بل شوي اور په لکونو افغانان لولپه کړل. د دې بدمرغه اور (جګړې) اشخاص بدلیږي رابدلیږي؛ خو ستړي کیږي نه او د هېواد وګړي په يو نوم او بل نوم وژل کیږی، نو دا پته نه لږيږي چې تر څو به وژل کيږو؟ د جګړې ټول اړخونه د وژلو او قتلولو لپاره شرعي او قانوني دلائل وړاندې کوي او خپلو کړو وړو ته قانوني بڼه ورکوي، اما دې ته سوچ نه کوي چې د چا د ګټو او منافعو لپاره جنګيږو او تر څو به وژل کيږو؟
د افغانستان د ناورین او غمیزې په اړه ټولې جګړه مارې خواوې مسؤلیت لري چې د دې د ختمېدا لپاره ګامونه واخلي، د افغانستان دولت، طالبان او هغه اشخاص چې په جګړه کې سهیم نه دي، دنده او مسؤلیت لري چې د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره عملي اقدام وکړي او د دې جګړې بدرنګه لمن ورټوله کړي.
دا هېواد په جګړو سره نه نیول کيږي او نه ساتل کيږي، که نيول کېدای او ساتل کېدای، سرو شورویانو به ساتلی و، له هغوی وروسته صلیبیانو به ساتلی وو. همدارنګه جنګ جګړه بدمرغي زېږوي، سوله او سوکالي، امن او ارامي نه راولي. نو دا مفکوره (د ژوند تر پایه جګړه کول) له ذهنه وېستل پکار دي، د بهرنیو د وژل کېدو سلنه صفر ده، همداراز ګاونډيان هم په جګړه کې نه وژل کيږي، نو مونږ ولې او تر څو به وژل کيږو؟!!
د جګړې ټولو اړخونو ته لازمه ده، چې: د پردیو په اشارو او وینا د افغان ولس له وژلو لاس واخلي، ملت دې پريږدي نور دې يې په وینو کې نه لمبوي دا غیور ملت دې پرېږدي چې د سولې لپاره راپورته شي د سولې بیرغ پورته کړي، د هېواد په لر و بر، سمه او غر يې ورپوي، د ټرمپ او ټرمپخیلو جنګي شعار خپ او سوله او ورورولي قایمه کړي. زمونږ سوله پردیو راڅخه یرغمل کړې ده، ټرمپ له سولې بې زاره دی، د ده په قانون کې سوله نشته په جګړې ترکیز کوي؛ ځکه چې امریکایان او نور صلیبیان په جګړه کې نه وژل کيږي، افغانان د جنګ خوراک دي، افغانان چې له هرې خوا څخه وژل کيږي، دی پرې خوښيږي، نو مونږ به تر څو وژل کيږو؟
لیکنه: عبدالرؤف خپلواک

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*