تازه خبرونه
Home / سلایډر / د مرکزي حکومت ستونزې څرنګه اوارېدای شي؟

د مرکزي حکومت ستونزې څرنګه اوارېدای شي؟

دا واقعيت خو اوس له هيچا پټ نه دی چې د افغانستان د مرکزي حکومت د تضعيف لپاره له هر لوري هم بهرني لاسونه را غځېدلي او هم خپله حاکمانو کې ډېره بې کفايتي ده. خو په همدې ترڅ کې بيا د دې پر ځای چې د حکومت مشران د ورپېښو ستونزو د اواري لپاره څه ګامونه واخلي، نورې هم خپلې پښې وهي او د ټول هېواد د هلاکت اسباب چمتو کوي. د دغو ستونزو له جملې لومړی خو په ټول هېواد کې د نا امنيو زياتېدل او بيا له دې سره په لازمي توګه له هېواده د پانګې وتل، د اقتصادي فعاليتونو په ټپه درېدل او د بې روزګارۍ زياتېدل دي.
دغه راز د چارواکو بې کفايتي، فساد، درغلي، ناغيړي او قانون ماتونې د حکومت او نظام ستونزې يو په لسه نورې هم ور زياتې کړې دي. خو تر دې ور هاخوا يو شمېر نور داسې مشکلات هم را پېښ شوي چې د نښو نښانو له مخې مستقيماً د بهرنيانو له لوري طرح او ايجاد شوي دي. دا لکه د بلخ د والي او کندهار د امنيه قوماندان بغاوتونه، په ننګرهار کې د ظاهر قدير، ميرويس ياسيني او حضرت علي مخالفتونه او ځينې هغه قومي، ژبني او سمتي ګوندۍ چې عموماً په سرکاري مأمورينو کې ډېرې ليدل کيږي او حکومت يې عملاً له داخله فلج کړی دی. د بلخ او کندهار د بغاوت تر شا خو غالباً د بهرنيانو پوره لاس دی.
تاسې وګورئ له کومې ورځې چې د ولسمشر غني له خوا د بلخ والي له کاره برطرف شوی، بهرنيان پرله پسې ټينګار کوي چې دا مسأله بايد په سوله ايزه توګه حل شي او له قوې دې کار نه اخيستل کيږي. دا خبرې هغه مهال زياتې شوې کله چې د ځينو باخبرو سرچينو له خولې ولسمشر غني وغوښتل چې بلخ ته له مرکزه څه اندازه پوځ وليږي او هلته بيا په يوه پټکه عطا نور د ولايت له څوکۍ وشړي او پر ځاي يې نوی والي معرفي کړي. له مرکزه يې هم عسکري ځواکونه ځکه ور لېږل چې هلته د شاهين قول اردو مشر قوماندان هم په دې اړه د ولسمشر خبره نه منله او ښايي همدا وجه وه چې ښاغلي عطا نور هم يوه ورځ خپلو خبرو کې دا وويل چې که له پوځي قوې کار واخيستل شو، خامخا به پوځ هم تجزيه کيږي.
په هر صورت د نورو ځواکونو تر لېږلو وروسته هم د بهرنيانو د سپارښتنو له امله حکومت بالکل غلی پاتې شو. له بلې خوا د ټرمپ دفتر، د ناټو مشرانو، په کابل کې د امريکې سفير، د انګلیستان سفير، زلمي خليلزاد او داسې نورو لويو سټو د ګواښونو تر حده ښاغلي عطاء ته سختې خبرې وکړې خو د هغه ور باندې هيڅ چورت هم خټه نه شو. دا ځکه چې دوی په عملي توګه هيڅ نه کول. اوس نو که وضعيت همداسې پاتې شي، ليرې نه ده چې يوه ورځ ښاغلی عطا د شمال د نوي مزعوم دولت «خراسان» د مشرۍ لپاره د يو داسې اتل په بڼه را څرګند شي څوک چې د بهرنيانو هيڅ ډول فشارونو ته نه دی تسليم شوی.
خو دا حقيقت به عام ولس ته نه وي معلوم چې په بلخ کې د بهرنيو ځواکونو اډه خو بې غمه پر خپل حال پاتې ده او ښاغلی عطا هم په اصل کې د يو متحد افغانستان د تجزيې په موخه دومره لوی سړی جوړ کړی شوی دی. کېدای شي همدا نقشه پر لوی کندهار هم تطبيق شي. ښايي هلته هم د اوسني امنيه قوماندان په هڅولو سره د هېواد جنوب لويديځه سيمه د يو نوي هېواد په توګه را ښکاره شي. البته کابل او خواوشا سيمه خو به طبعاً لا يو بل هېواد وي چې د باګرام په شمول به د بهرنيانو څو نورې اډې هم پکې وي.
په دې توګه به زموږ هېواد په دريو مستقلو هېوادونو ووېشل شي خو درې واړه به د امريکې لاس په نامه غلامان خو په خپلو کې د يو بل لپاره ماران او لړمان وي. اټکل دی چې دغه درې واړه هېوادونه به له نورو هېوادو سره هم په اختلاف او تضاد کې وي مثلاً کابل له پاکستان سره، لوی کندهار له ايران او پاکستان سره او خراسان له خپلو شمالي ګاونډيانو سره. غالب ګومان دی چې غربيانو همدا اوس لا زموږ په هېواد کې پر همداسې يوه تګلاره عمل جاري کړی او شونې ده چې په څو کلونو کې خپلو موخو ته ورسيږي.
همدا يو شمېر هغه ستونزې وې چې زموږ مرکزي حکومت وار له مخې لا ورسره لاس ګرېوان دی خو دا چې د حکومت چارواکي به يې د اواري په لړ کې پر څه ډول اقداماتو لاس پورې کړي، يوازې همدوی پورې اړه لري. البته که مشران چارواکي غواړي چې د دې ګردو ستونزو د اواري په باب له خپلو خلکو سلا مشوره واخلي نو پرته له شکه د ملت د غوڅ اکثريت خوښه او مشوره به دا وي چې مسؤلين بايد تر هر څه ړومبی مخالفو وسلوالو سره نېغ په نېغه مذاکرات پيل کړي. يعنې کاملاً بين الافغاني مذاکرات چې تر ممکنه بريډه بهرنيان پکې ناخبره وي. که په دې ډول څه پرمختګ وشو نو هيله ده چې الله تعالی به هم دا ملت د جګړې له کړاوونو خلاص کړي، هم به مرکزي حکومت پياوړی او د هېواد د تجزيې مخه ونيول شي. په دې برخه کې د حکومت په شان وسلوال مخالفين هم پوره مسؤليت لري چې د خپل هېواد او ملت د ژغورلو لپاره د حکمت، معقوليت او ځيرکتيا لاره خپله کړي. نه دا چې د خپلو تېروتنو او بې پروايي له امله يې په نا شعورۍ سره دښمن ته ګټه ورسيږي او د همدوی پر مټ خپلو شيطاني موخو ته ورسيږي.

ليکنه : استاد شهاب نيازی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*