تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / په جګړه کې د سولې پلټنه!

په جګړه کې د سولې پلټنه!

د کابل تر څو پرله پسې خونړيو چاودنو وروسته کله چې امريکايي ولسمشر ټرمپ وسلوالو طالبانو سره د خبرو اترو دروازه تړلې وبلله، سمدلاسه يې د کابل چارواکو هم خبره بدرګه او دا يې پرې زياته کړه چې له مخالفينو به غچ اخلي او تر دې وروسته به سوله د جګړې له ميدانه ترلاسه کوي! د خورا تأسف ځای دی چې له تېرو شپاړسو کلو دوامداره جګړې وروسته هم زموږ حاکمان د جګړې د لا تودولو ګواښونه کوي.
افسوس دی په همدې ډېر اوږد مهال کې هم په دوی کې داسې څوک ونه موندل شو چې لږ د خپلو ناروا کړنو په باب سر په زنګانه کيږدي او ځان سره دا محاسبه وکړي چې څرنګه د ميليونو بې وزله افغانانو تر وژلو، نيولو، ځورولو، شړلو او کور ورانولو وروسته هم په هېواد کې هغه جمهوريت او ديموکراسي قايمه نه شوه چې د پرنګيانو د خوښۍ وړ وګرځي. له همدومره جد و جهد سره سره يې د هغوی له خوا کوم شابسی ونه ګټلو او نه يې دا ترې واورېدل چې افغانستان کې د څومره نېک چارو او با صلاحيته اشخاصو حکومت دی. البته فقط د جګړې پر مخ بيول او افغان وژنه يوازنی هغه شی دی چې وخت پر وخت د ناټو د مشرانو او سپينې ماڼۍ د واکمنو له لوري دوی ته پرې آفرين او شابسی ورکول کيږي. نور خو د دوی کم بختانو ټول اعمال و کردار همېشه په نړيواله کچه غندل کيږي.
د مثال په ډول ټولې رسنۍ او د لويديځ مختلفې تحقيقي ادارې په ټينګار سره وايي چې په هېواد کې د نشه يانو شمېر له درې ميليونو هم ور اوښتی، بې روزګاري بې حده زياته، اخلاقي جرايم انتها ته رسېدلي د ښځو پر خلاف تاوتريخوالی، قومي او ژبني تعصبات، نا امني، شوکمارۍ، رشوتونه او د غټانو چارواکو له خوا قانوني سرغړونې تر حسابه تېرې دي. اوس دا دی اوولسم کال روان دی چې دوی زموږ له هېواده د تروريزم جرړې ختموي، يو داسې نظام راولي چې نه مذهبي تعصبات پکې وي، نه د ښځو پر خلاف تاوتريخوالی، نه مخدرات، نه بې سوادي، نه بې وزلي، نه رسنيو او د بيان ازادي ته ستونزې وي، نه بهرنيو مؤسساتو او د ديموکراسۍ فعالانو ته څوک په بده سترګه ګوري، نه ښځې په کورو کې را ايسارې وي او بالآخره د دوی په وينا ټول هېواد له توند لارو او افراطي مسلمانانو پاک او بې غمه شوی وي.
نه پوهېږو چې له تېرو شپاړسو کلو راهيسې به په دې هکله څه پرمختګ شوی وي او که د هرې ورځې په تېرېدو سره د هېواد وضعيت نور هم خرابيږي؟ چارواکي خو شپه ورځ لګيا دي ملت سره غوړې غوړې ژمنې کوي. کله وايي اوس ګرد نړيوال د پاکستان په ټګۍ پوهېدلي نو ډېر ژر به نوموړی هېواد له سختې انزوا سره مخ، بالکل شل و شوټ او بشپړ له منځه ولاړ شي چې فقط په همدې کې د افغانانو ډېره ستره کاميابي ده. کله وايي وسلوال مخالفين نور له حکومت او بهرنيو ځواکونو سره د مقابلې وس نه لري او همدا وجه ده چې کابل ته يې را مخه کړې او ځانونه الوځوي. کله وايي د ټرمپ نوې پاليسي افغانستان کې د سولې چانسونه را منځ ته کړي ځکه خو تر ټولو زيات همدا اوس د سولې لپاره ډېره ښه موقع په لاس راغلې او کله وايي نور د سولې وخت تېر شوی او موږ بايد تر لس ګونو کلونو د جګړې لپاره چمتووالی ولرو!
د خدای پار دی نه پوهېږو چې د هېواد مشران ولې دومره فکر نه کوي چې له تېرو شپاړسو کلو راهيسې يې د يهود او نصاراؤ د خوښۍ لپاره د خپلو بې وزلو هېوادوالو په وينو تويولو سره څه ترلاسه کړل؟ ايا له امريکې او ناټو سره د امنيتي تړون پر مټ يې هېواد کې امنيت او ثبات راوست؟ ايا نظام يې پر خپلو پښو ودراوو؟ ايا څه اقتصادي پرمختګ يې وکړی شو او ايا هېواد يې له تجزيې وژغورلی شو؟ هغه تجزيه چې همدا اوس يې يو زړی په بلخ او بل کندهار کې اېښودل شوی او همدغه ژمن خارجيان يې پالنه او مالياري کوي. ايا داسې نه ده چې د همدغو بهرنيانو تر سيوري لاندې او د همدې منتخب حکومت په واکمنۍ کې به يو متحد افغانستان پر کابل، خراسان او لوی کندهار دريو هېوادو وېشل کيږي او بيا به درې واړه خپلو کې سره چاړه او غوښه خو د بهرنيانو پر وړاندې لاس په نامه نوکران وي.
نه پوهېږو زموږ چارواکي له چا انتقام اخلي، نور لا څومره خلک وژني او د جګړې په ډګر کې څه ډول سوله ترلاسه کوي؟ ايا دوی او خارجي دوستانو يې په خپلو سترګو ونه ليدل چې د تېرور شپاړسو کلو په اوږده جګړه کې د يو نيم لک بهرنيو ځواکونو پر مټ هم دا سوله د جګړې په ميدان کې چا ونه ګټله نو ايا دا به شونې وي چې اوس يې غني او ټرمپ ترلاسه او بيا هېواد راته ګل و ګلزار کړي؟ نه پوهېږو اوس ټرمپ د کوم دليل پر اساس دعوا کوي چې کوم مقصد يې اسلافو نه دی ترلاسه کړی، اوس به يې دی وګټي، افغانانو سره به تل ملګرتيا کوي او په ګېډه به يې مړوي؟ ښه نو په داسې حال کې چې موږ او ګرده نړۍ په رڼو سترګو وينو چې د هېواد وضعيت مو په هر اړخيزه توګه ورځ تر بلې مخ پر خرابي او تبايي روان دی، دا به شونې وي چې په جوماتو او ختمو کې د ولسمشر په جذباتي نارو سورو دې څوک باور وکړي؟ ايا لا به هم کوم افغان په دې تمه وي چې ولسمشر يې د جګړې په ډګر کې ورته سوله راوړي؟

ليکنه: ډاکټر محمد اسحاق شينواری

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*