تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / ښکيلو خوا کې يو هم دا جګړه نشي ګټلی

ښکيلو خوا کې يو هم دا جګړه نشي ګټلی

د اسلام په تاریخ کې د اُحد غزا ډېره مشهوره ده، چې د هجرت په دریم کال د مکې مکرمې د مشرکانو او د محمد صلی الله علیه وسلم ترمنځ پېښه شوې ده، په دې غزا کې لومړی مسلمانان بریالي شول، مشرکانو ميدان پرېښود، وتښتېدل. مسلمانانو د غنیمت مالونو راټولول پيل کړ اوکوم غیشي ويشتونکي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په يوه کنډو کې کينولي وو، له هغوی څخه هم ډېر کنډو پرېښود او د غنیمت جمع کولو لپاره مېدان ته راښکته شول، نو د مشرکانو یو ټولي پر هغه کنډو یرغل وروړ، هغه صحابه کرام یې شهیدان کړل او د جنګ مېدان ته راغلل په مسلمانانو یې سختې حملې شروع کړې، چې خواوشا اویا مسلمانانو په کې شهیدان شول. رسول اکرم صلی الله علیه وسلم هم په کې ټپي شو؛ خو وروسته مشرکانو مېدان پرېښود او لاړل. تر ټولو ښه مدبر او منتظم حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم له خپلو صحابه کرامو سره تر حمراء الاسد نومي ځایه پورې په مشکرانو پسې ورغی، نو په اصل کې مسلمانانو مېدان وګټلو.
نو بناءً ويلی شوی چې په لومړي سر کې هم مسلمانانو بری وګاټه او په پای کې یې هم دښمن تعقیب کړ او په ټولو غزاګانو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم بری په برخه شوی، کله یې هم ماتې نه ده خوړلې.
هو! د جنګونو ګټل او بایلل طبعي خبره ده، چې يوه ډله به جګړه ګټي او بله به يې بایلي، داسې نه وي چې دواړه یې وګټي، اما داسې پېښيږي چې يوه ډله هم خپله هدف ته ونه رسیږي، جګړه یا اوږده شي او یا بې نتیجې پای ته ورسیږي.
نږدې څلويښت کاله کيږي چې زمونږ په هېواد کې جګړه روانه ده، چې شورویان په کې مات شول، کمونستانو هم ګونډې په کې ووهلي، مجاهدینو بریا ترلاسه کړه؛ خو د ښه سنجش نه کولو له امله یې اسلامي حکومت جوړ نه شو کړای، يا په بل عبارت د خپلمنځي جګړو اور بل او د اسلامي حکومت قیام سراب شو، جګړې داسې چټکې او خونړۍ شوې، چې اوسنۍ جګړه یې هم اوس تسلسل دی. امریکا او ملګرو یې په دې جګړه باندې په میلیونونو ډالره لګښت وکړ؛ خو بریا یې تر ګوتو نه کړه او نه به یې تر ګوتو کړي. که ټرمپ په جګړه هر څومره ترکیز هم وکړي. هغه جګړه اوږدول غواړي او ختمول یې نه غواړي؛ ځکه په دې جګړه سره یې په ټوله اسلامي نړۍ کې وېره خپره کړې، د اسلامي نړۍ ټول ډارن حاکمان یې ويرولي، تر خپل اغیز لاندې یې راوستلي. د اسلامي نړۍ د جابرو او ظالمو واکمنانو خلاف ولسونه آه هم نشي کولی، که حق او پر ځای شکایت او ګیله هم کوي د تروریست او ترهګر په نوم به یا وژل کيږي او که نه قید کیږي به.
که امریکا او اشرباڼي یې هر څومره هلې ځلې وکړې، په افغانستان کې جګړه نشي ګتلی؛ ځکه دا يوه اُوږده جګړه ده نه شووریانو وګټله او نه کمونستانو، نه مجاهدین خپل هدف ته ورسېدل او نه طالبان چا پرېښودل، بلکې د دوی طالبانو خلاف په ناحقه دسیسې جوړې شوې، د ترهګرې پالنه او خپرونه ورته پلمه شوه، اشر ورته جوړ شو او د هغوی نظام یې سقوط کړ؛ خو بریا یې تر لاسه نه کړه، ډېر صلیبیان په افغانستان کې ووژل شول او ډېر ټپيان او لیوني شول، اما ګټات یې سراب شو.
همدارنګه طالبان هم اوسنیو حالاتو ته په کتو سره دا جګړه نشي ګټلی؛ ځکه اوسني حالات د طالبانو د ظهور او د اسلامي امارت د جوړېدو مهال سره ډېر توپير لري، نو طالبانو ته لازمه ده چې له خپلو معقولو او ګټورو شرطونو او وړاندیزونو سره د سولې د مذاکراتو لاره ونیسی، یعنی خپل داسې معقول شرطونه حکومت ته وړاندې کوي، چې افغان او ټول مسلمانان یې تر شا ودریږي، همدا اوس یې وخت دی؛ ځکه چې د کابل له بریدونو وروسته ټرمپ له طالبانو سره سوله رد کړه، ورسره جوخت د کابل واکمنانو هم د ټرمپ خبره بدرګه کړه. نو دا ښه ترې جوته شوه چې د سولې کيلي له ټرمپ سره ده، د کابل واکمنان د سولې کولو حق نه لري. د یو عباسي خلیفه په اړه شاعر ويلي:
خلیفة فی القفسبین وصیف وبُغاء یقول ما قالا مثل ببغاء
خلیفه د وصیف او بغاء په وړاندې په قفس کې پروت (بندي) دی، هغه مسکین د توتي غوندې هغه څه وايي څه چې وصیف او بغاء ويلي دي.
آه! د کابل واکمنانو! خپل میلمنو ته مو ووایاست میلمستیا مو ډېره اوږده شوه، مونږ ته مو کوم نېک ارمغان رانه وړ، بس یوازې، قتلونه، کينې او حسدونه، فتنې او بېلتونونه مو راته ډالۍ کړل، وروڼه قومونه مو په دښمنۍ سره ککړ کړل. ولسمشر مو ډېر راته ټيټ کړ، چې یو والي له خپلې څوکۍ نشي کوزولی. همداشان نورو چارواکو ته هم د عزل (لرې) کېدو امر نشي کولی، بې باوره شوي وزیر تر ټولو د کلیدي وزارت چارې پر مخ وړي او په بهر نړۍ کې د افغانستان استازیتوب کوي.
یاده جګړه دولت هم نشي ګټلی؛ ځکه دولت خپلواک نه دی، د پردیو له مرستو پرته یوه میاشت هم نشي چلېدلی. ولې بهرنیانو (اشغالګرو) د افغانستان لپاره داسې څه نه دي کړي چې د جګړې په حالت کې له حکومت سره مرسته وکړي، بلکې د روغې په حالت کې هم تر ډېره نشي پاتې کېدای. زیاتره لوړ پوړي چارو کې له لویدیځه راغلي، د افغانستان بودیجه بېرته هلته لېږدولې د اکثرو کورنۍ هم په بهر کې میشتې دي، نو بېرته به د (کل شی ءً یرجع الی أصله) په اساس هلته ورځي او هېواد به پرېږدي. الله دې نه کوي وطن به مو په ملوک الطوائفي بدلیږي.
دا جګړه ګټل محال او ناشونی دی، باید ذیدخل افغانان د سولې لمن ونیسي او هېواد له قتلونو، وژنو، چور چپاول او تالان څخه وژغوري.
لیکنه: عبدالرؤف خپلواک

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*