تازه خبرونه
Home / ټولنیزموضوعات / چې ورسېږم، نو دمه به کوم

چې ورسېږم، نو دمه به کوم

هيڅ پروا نشته، که زه دغو اوچتو سرونو ته، چې ختل غواړم، ونه رسېږم. که زما نا ازمایلی قوت ما ته جواب راکړي، یا د غره اچتو سرونو ته، له رسېدو نه مخکې، سخت توپان ما له تلو څخه منع کړي، په هر صورت کې زه دغه ځای ته ورسېږم او که نه، مګر زه جد و جهد کوم، ځان به ستړی کړم؛ ځکه چې ما ته د ژوند خوند په دې کې دی.
چې زه ورسېږم، نو دمه به کوم. هو! سره د دغه ټول محنت او کوښښه، چې زه یې کوم، که د بریالیتوب خوشحالي زما په نصیبت نشي، نو نه دې شيږ
که زما لاس ته هغه مېوه رانشي، چې زما سیالانو ته، په جد و جهد سره راغلې ده، نو څه؟ که هر څو د منزل مقصود نښه هم زما په نظر نه راځي، مګر بیا هم په دې خیال سره مسرور یم، چې ورسېږم، نو دمه به کوم.
که زما لاس، زما د مطلب په حصول ونه لګي، نو، نه صحیح!… څه اندېښنه ده؟
که زما لار، تیارو او کنډو کپر کې تېره شوې ده… څه وشو؟
که زه د ژوندانه له ډېرو خوږو لمحو څخه محروم اوسم!…
ځکه چې په دې ارزو کې ماته پوره خوند او مزه حاصله ده، چې ورسېږم، نو دمه به کوم.
د استاذ قیام الدین خادم له نوي ژوندون څخه.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*