تازه خبرونه
Home / سلایډر / امريکايان زموږ د ښې راتلونکې په هڅه کې!

امريکايان زموږ د ښې راتلونکې په هڅه کې!

تېره ورځ د امريکې د بهرنيو چارو وزير افغان چارواکو سره په کتنه کې يو ځل بيا خپله دا ژمنه تکرار کړه چې امريکا به د خپلو افغاني ملګرو تر څنګ ولاړه وي او ټينګار يې وکړ چې امريکايان د افغانانو د يوې ښې راتلونکې لپاره هلې ځلې کوي.
په دې کې شک نشته چې امريکايان او نور لويديځ چارواکي له تېرو شپاړسو کلو راهيسې تل همدا نارې وهي چې دوی افغانستان کې په ډېره سمه تګلاره روان دي، دوی د افغانانو خير او ښېګڼه غواړي، د پرمختګ او سوکالي لپاره يې هڅه هاند کوي او د دوی له دښمنانو سره په جګړه کې له سر و ماله تېر دي. خو ايا د دوی دغه دعوې او زموږ په هېواد کې موجود واقعيتونه به څه نا څه سره نزدې وي او کنه دا به هسې د خولې خبرې او تش بيانونه، چل او ټګماري وي.
د امريکايانو د دغو ادعاؤ د دروغ او رښتيا معلومولو لپاره اړينه ده چې د خپل هېواد تېر شپاړس کلن عمر ته يو ځغلنده نظر واچوو. وبه ګورو چې د افغانستان خلکو په دغه موده کې څه ترلاسه کړي او له څومره سوکالۍ او پرمختګه برخمن شوي دي. د مثال په ډول په دې لړ کې د بنيادي موضوعاتو له جملې د يو عادل، منظم او قانوني حکومت قيام دی. تاسې خو لږ شېبه د افغانستان د هغه حکومت اوږده، ساره، شکل او چوکاټ ته فکر وکړئ چې دا تر کومې اندازې کره او معیاري نظام دی. انتخابات يې وګورئ، ملي شورا، کابينه او دواړه واکمن مشران يې. ايا په ګرده نړۍ کې دا ډول حکومت څوک را په ګوته کولی شي؟ دغه راز قانونيت او تسلط يې وګورئ، عدالت، نظم او د مسؤلينو صلاحيت او کفايت يې وڅېړئ. البته په دې برخه کې به ښايي هغه نړيوالې سروې ګانې بالکل کافي وي چې دا حکومت يې په نړۍ کې لومړی او دويم نمبر فاسد نظام بللی.
دغه راز په همدې موده کې د هېواد امنيتي وضعيت ته پام وکړئ چې همدې شپاړس کلن پېر کې يې پرمختګ کړی که پر شا تګ. دا سره له دې چې د امريکې او ناټو يو نيم لک پوځ او لس ګونه زره نورو قراردادي عسکرو د دوی په وينا يوازې د دې لپاره ځان ستړی او ستومانه کړ چې افغانستان کې امنيت او ثبات راولي. خو دا چاره بالکل سرچپه شوه ځکه د را تګ پر مهال خو دوی ويل چې دلته القاعده يوه ترهګره ډله فعاله ده چې دوی يې نابودۍ پسې راغلي خو اوس خپله همدغه امريکايان په وازه خوله نارې وهي چې افغانستان کې بېلابېل تروريستي سازمانونه فعاليت کوي. له دې واقعيته خو دا راوځي چې که بهرني ځواکونه څو کاله نور هم دلته پاتې شي، ښايي نورې ډلې هم ايجاد شي.
په همدې ترتيب که د هېواد اقتصاد وګورو نو بيا هم ټوله دنيا نارې وهي چې د افغانستان په سلو کې اتيا فيصده وګړي د فقر تر کچې لاندې ژوند کوي. بې روزګاري ته خو د هر سړي پام دی چې نور نو خلک د تن د جامو د پلورلو ته نزدې دي. د ښځو پر خلاف تاوتريخوالی چې بهرنيان په اوله ورځ لا ډېر ورته خپه ؤ، هم د کمېدو پر ځای نور هم زيات او له کنټروله وتلی دی. تر دې چې کوم ارقام خپله د دوی په رسنيو کې خپريږي، يو په لسه زياتوالی ښيي.
په همدې توګه يو بل هغه شی چې بهرنيانو يې افغانستان کې نوم نښان ختمول غوښتل، نشيي توکي وو چې اوس د هغوی د هلو ځلو له برکته ټول هېواد داسې ترې ډک شوی چې د امريکايي اډو تر څنګ هم بنګ او کوکنار کرل کيږي او دا هم په خپله خوله وايي چې د نړۍ درې نوي سلنه مخدرات همدلته توليديږي او د معتادينو شمېر هم له درې ميليونو زيات بولي.
په دې حساب نو ثابته شوه چې که د افغانانو نړیوال دوستان لږه موده نور هم دلته پاتې وي. د مخدراتو درې نوي سلنه به هم ډېر زر پوره سلو او د معتادينو به لس ميليونو ته ورسيږي او کېدای شي د افغانستان له ښې راتلونکي يې موخه همدا وي چې کله ټول افغانان نشيان او پوډريان شي نو خپل ليونتوب کې به ډوب او له هر ډوله غم او پرېشانۍ به خلاص وي.
پاتې شول رشوتونه، درغلۍ او نور اخلاقي مفاسد چې اوس يې له سره څوک په کيسه کې نه دي ځکه دلته دومره غټ غټ مصيبتونه را روان دي چې دې ډول کوچنيو خبرو ته له سره څوک وزګار نه دي. غټې پېښې لکه دا موجوده خونړۍ جنګونه، لويې چاودنې، پر کليو او کورونو د لس ټني بمونو غورځول، لوی لوی توغندي ګوزارول، پر ودونو، جنازو، جوماتونو او داسې نورو تجمعاتو بريدونه کول او سل ګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړول. په همدې ډول لويې سياسي لانجې مثلاً د هېواد لپاره د ټاکنو په نتيجه کې دوه مساوي مشران درول، کابينه پر دوو برابرو برخو وېشل، بلخ او کندهار کې بېلابېل خپلسري حکومتونه منځ ته راوړل چې راتلونکو څو کلو کې يو د خراسان په نامه د شمال نوی هېواد او بل د لوی کندهار په نامه جنوب لويديځو سيمو کې مستقل حکومت تشکيل شي. بيا نو څه پروا لري که ورو ورو نور ولايتونه هم د خپلواکۍ جنډه پورته او بالآخره ټول هېواد خپلواک خپلواک شي. دا به د افغانانو لپاره لا ډېره ښه راتلونکې وي!
مطلب دا چې لکه اوس چې افغان ولسمشر خپل يو والي او امنيه قوماندان له کاره نه شي ګوښه کولی، څه موده وروسته به د ولسوالانو د نصب او عزل واک هم نه لري او په دې توګه به افغانستان کې د امريکايانو د مرستو پر مټ بشپړه ازادي، خپلسري، ولسواکي او خپلواکي قايمه شي.
سربېره پر دې امريکايان د هغو افغانانو د ښې راتلونکې لپاره هم ځانګړي اقدامات کوي څوک چې تر کلونو د هغوی له ځواکونو سره همکار پاتې شوي. وايي چې دا ډول کسان لس ګونو زرو ته رسيږی خو اوس چې په کور ناست دي، غواړي چې امريکې ته د کوچېدو ويزه ترلاسه کړي خو د معلوماتو له مخې تر اوسه ايله درې څلورو زرو کسانو ته په امريکا کې پنا ورکړی شوې. خو ښايي چې همداسې به خپل ملګري افغانان کرار کرار ور غواړي څو هماغلته د هغوی د کورونو او مالونو خدمت هم وشي او افغاني دوستان يې هم له يوې ښې راتلونکې برخمن شي. د هېواد او خلکو لپاره که همدا ښه راتلونکې نه وي نور به څه وي؟

ليکنه: عبدالکريم مصلح

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*