تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / د بې ثباتۍ لوی موارد کوم دي؟

د بې ثباتۍ لوی موارد کوم دي؟

د حکومت لويديځ حليفان همېشه همدا غورې لاپې کوي چې دوی افغانستان کې د ثبات او ټېکاو لپاره هلې ځلې او ګردو هغو عواملو سره مقابله او سخته جګړه کوي چې د ګډوډۍ او بې ثباتۍ لامل ګرځي. دا خبرې دوی له تېرو شپاړسو کلو راهيسې پرله پسې تکراروي خو زموږ په سياستوالو کې ډېر لږ اشخاص داسې دي چې هغوی ته ځواب ورکړي يا يې وپوښتي چې ښه نو دا څه ډول د ثبات ټينګښت دی چې که څوک د هېواد په ډېرو ليرې اطرافي سيمو کې پر کومه امنيتي پوسته او مأموريت غرض او تېری کوي نو د کروز توغنديو، (B-52) بې پيلوټه الوتکو او ځانګړو ځواکونو سره يې مقابله کيږي خو بل لور ته بيا حکومت په خپل لاس د دوو ټاکنيزو ټيمونو تر منځ سم په نيمه ويشي، د هېواد دويمه درجه لوی ښار او ولايت والي او د بل همداسې لوی ښار او ولايت امنيه قوماندان بغاوت او خپلسري ته هڅوي او د مخنيوي يا تنبيه کولو په اړه يې نه يوازې دا چې د مرکزي حکومت هيڅ مرسته نه کوي لا زياتی دا چې لاس او پښې يې هم تړي. بهرنيان په دې هکله له دومره مهارت او چالاکي کار اخلي چې ظاهراً وايي افغانستان کې بايد ټولې شخړې د خبرو له لارې حل شي ځکه دا هېواد تر دې زيات د جنګ جګړو زور او حوصله نه لري.
خو په حقيقت کې يې نيټ او اراده دا وي چې دې ډول بغاوتونو ته نور زورواکي هم ولمسوي او دا ډاډ ورکړي چې که هر والي او قوماندان په خپل ولايت او سيمه کې خپلسري اعلانوي نو تر څو چې له بهرنيو يرغلګرو ځواکونو سره مخالفت ونه لري، بالکل دې بې غمه اوسي او هيڅکله دې دا وېره نه کوي چې د کابل له خوا به له پوځي مقاومت سره مخ شي. دا واقعيټ د بلخ او کندهار د واکمنو په اوسني بغاوت کې هر سړی په ډاګه ليدلی او محسوسولی شي او که همدا وضعيت تر څه مودې پورې دوام وکړي، ډېر احتمال دی چې نورو ولاياتو کې هم ورته حالات را منځ ته او ګڼ نور زورواکي هم يو په بل پسې د استقلال او خپلسرۍ اعلانونه وکړي. اوس دې نو هوښياران خپله دا اندازه ولګوي چې امريکايان او نور ملګري يې زموږ هېواد کې د امنيت او ثبات لپاره څرنګه مبارزه کوي او دا کوم ډول ثبات دی چې دوی يې زموږ لپاره غوښتونکي دي. د دوی له دغې تګلارې خو معلوميږي چې له ثبات نه يې مقصد زموږ هېواد کې د خپلو نظامي اډو خونديتوب او ثبات دی.
په دې مانا چې که د دوی پوځي اډو ته څه خطر او ګواښ نه متوجه کيږي او د خپلسرۍ شوقيان د دوی مخالفت نه کوي نو د دوی په وينا بيا د ترهګرۍ خطر نشته. بيا نو که يو موټی افغانستان پر لسو برخو وېشل کيږي هم د دوی پرې څه پروا. ښکاره ده چې د بهرنيانو ټولې هلې ځلې، جګړې او مالي لګښتونه ګرد سره د همدې مقصد لپاره دي او يوازې د خپلو همدې موخو ترسره کولو لپاره درې لکه افغان عسکرو ته وسلې او پیسې ورکوي. دوی غواړي ټول افغان پوځ يوازې هغو کسانو او ډلو سره وجنګيږي څوک چې په هېواد کې د بهرنيو اډو د شتون مخالفت کوي، نه دا چې په واقعي توګه خپل هېواد کې د امنيت ټينګولو، ثبات راوستلو، نظام خوندي کولو، ځمکنۍ بشپړتيا او ملي وحدت تأمينولو او همداسې نورو سترو ملي ګټو له مخالفينو سره جګړه وکړي.
په دې اساس دا وخت د ټول افغان چارواکو، سياستوالو او مخورو ملي ذمه واري ده چې د خپل هېواد د بې ثباتۍ ګرد سره عوامل وپېژني او د خاتمې لپاره يې يو بل ته د مرستې او همکارۍ لاسونه سره ورکړي. دغه راز دوی بايد دې حقيقت ته هم متوجه وي چې د ځينو زورواکو له خوا د بشپړو ولاياتو، ښارونو او بندرونو قبضه کول او هلته د خپل شخصي حکومت اعلانول په يقيني او عملي ډول د هېواد تجزيه کول دي چې د هيچا له خوا بايد هيڅکله ونه زغمل شي. ځکه په داسې حال کې چې هېواد عملاً پر دريو برخو وېشل شوي وي بيا نو هغه کومه مجبوري ده چې زموږ د پوځ عسکر د وړو کليو او پوستو د ساتنې لپاره هم خپلې وينې تويوي او هم نور خلک وژني. دا له دې امله هم چې په غټه کچه د هېواد تجزيه کېدل د ګرد افغان ولس لپاره تر هر څه ډېر مهم دي او تر څو پورې چې په هېواد کې د بېلتون نښې نښانې موجودې وي حالات به همدغه شان بحراني او بدمرغي به نوره هم د ناورين پر خوا روانه وي.
مطلب دا چې زموږ لومړيتوب د هېواد ملي وحدت، ځمکنۍ بشپړتيا او د متحد نظام ساتل دي خو بهرنيانو ته زموږ دغه ترجيحات يوه روپۍ ارزښت هم نه لري بلکې د هغوی لپاره تر هر څه ډېره مهمه دا ده چې افغانانو کې د خپل منځي بې باوريو په ايجادولو سره د خپلو نظامي اډو ساتنه او خونديتوب باوري کړي.
د همدغو دلايلو، شواهدو او نښانو پر مټ ډېره ښه ثابته شوه چې زموږ هېواد کې د بې ثباتۍ ايجادولو اصلي عامليڼ بهرنيان دي. نو حکومت ته هم لازمه ده چې له يوه لوري خارجيانو سره د ډيپلوماسۍ له لارې دومره پر مخ ولاړ شي چې په سمه توګه د بې ثباتۍ لوی موارد ور په ګوته او هغوی قانع کړي چې زموږ لوړ ملي منافع زموږ له نظره تعريف کړی شي. خو بل خوا بيا وسلوالو مخالفينو سره هم پټ په پټه دومره خبرې تبادله کړي چې په سخته کې د افغان حکومت لپاره هم د بچاو کوم درک معلوم وي. همدا موخه د چارواکو له خوا هېوادوالو سره د سلا مشورو او همغږۍ له لارې ډېره ښه ترلاسه کېدای شي. ځکه عام بې تنخا کسان د بې ثباتۍ اصلي عوامل ډېر ښه په ګوته کولی شي.

ليکنه: عبدالکريم مصلح

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*