تازه خبرونه
Home / ټولنیزموضوعات / د مشرانو همت

د مشرانو همت

ډېر ملوکان په ډېر دولت کې هسې په ځان ستړي ناست وي چې د ځان خلاصي په دعا غواړي اما نه بویه چې کم همتي کېږي. زمیری له خپل کاره نه جاروزي، څه شو که زنځیرونه یې په غاړه کې پراته وي، هم دغه زنځيرونه د دېو * لويي ده ولې په ګيدو کې څوک زنځيرونه نه اچوي چې لويې چارې غواړي، د لويو غمونو پروا دې نه کا.
هر څوک چې یې پيداکړي دي د يوه کار لپاره دي. د سړي په لاس کې هیڅ نشته، يوه چې په ډېرو کې ونمنځي خاص يې کا، د علم دمصلحت لپاره وي، چې په هغه کار د پروردګار له لوریه * مامور دی؛ خو پردی په ختیار په همت بوهی، چې په همت کې سستي بې همتي دې نه کا. که هر څو کار، ګران ورپېښ شي، پرې دې همت و کا. که ډېرې حادرثې واقعې پرې راشي. زړه دې قوي لري وار دې خطا نه کا.
د ده خو همت بویه مشکل به خدای جل جلاله اسانوي. که واړه ملک و مال یې په يوه ورځ د سیلاب په مخ لاړ شي، زړه دې لر بر نه کا. په زړه دې دا وايي: چا هغه چې راکړي وو، هغه یې راڅخه رانیوه که یې راکوي بیا به یې کا، دا هومره ملوکان څه شول، د دېو ملک خزانې څه شوې خو وار و، په هر چا تېر شو، په ما به هم تېرېده، د چا تملق، چاپلوسي دې نه کا، چې کم همت یادیږي.
په (پت او همت) کې مرګ ښه دی، نه په بې همتي، کم ننګي کې ژوندون که تمام عالم هم د ده په کمی شي پروا د دې د هیچا نه کا، خپل هوډ همت دې له لاس نه اچوي.
د همت له تالاش دې پخپل کار کې هيچرې سستي، کاهلي ونه کا. د سلیمان غوندې سړي هم وته له لاسه لاړه وه، بیا ورغل، که تنها پاته وي اختیار دې تر جهان تېروي، څو یې سر وي هومره دې یې شور و شر وي.
سر چې وڅنډي ځوانان څه زمري څه هاتیان
سر ګیا ورته ښکاريږي چې همت لری هوډيان
سر دې ځي همت دې نه ځي تل دې څوک نه وي په جهان
ځان ساته نشي له مرګه که هر څو ساتي خپل ځان
دېو = دوی
لوریه = لورۍ
د خوشحال خان خټک رحمه الله له دستارنامې څخه.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*