تازه خبرونه
Home / تازه خبر / یوه میاشت وروسته بیا اسلام اباد کې د پښتنو احتجاج ترسره کیږي

یوه میاشت وروسته بیا اسلام اباد کې د پښتنو احتجاج ترسره کیږي

الب نیوز – (۱۳۹۶/۱۰/۲۲): له تیرو لسو ورځو راهیسې په اسلام اباد کې د مرکزي حکومت پر وړاندې د پښتون قوم زرګونو سړیو او ښځو لاریون پیل کړی و، چې تیره ورځ پای ته ورسېده؛ خو د لاریون (پرلت) مشرانو او تنظیمونکو وویل، چې دوی به یوه میاشت وروسته یو ځل بیا راټولیږي.
دغه لاریون چې د نقیب الله مسید د وژونکو د محاکمې د غوښتنې له پاره پیل شوی و، په دې وروستیو کې یې د یو انقلاب بڼه غوره کړه؛ خو مظاهرات هغه وخت پای ته ورسېدل، کله چې د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي وویل: د لاریون کوونکو ټولې پنځه غوښتنې مني او اړوندو ادارو ته يې د دوی د غوښتنو د پوره کولو امر وکړ.
خو د احتجاج ځینې مشرانو بیا وویل: د پاکستاني واکمنو ژمنو ته به یوه میاشت انتظار وکړي او که غوښتنې په عملي توګه و نه منل شوې، بیا به په احتجاج لاس پورې کړي.
کراچۍ کې د وژل شوي نقیب الله مسید د وژونکو نیول، بې محاکمې د پښتنو د وژلو قضیو د څېړنې لپاره د کمیسیون جوړول، په قبایلي سیمو کې د خښ شویو ماینونو پاکول او د قبایلو د ځورولو بندښت د لاریون کوونکو له مهمو غوښتنو څخه وو، چې پاکستاني حکومت یې د عملي کولو او حلولو ژمنه وکړه.
باید وویل شي، چې دغه لاریون د جنورۍ پر ۲۵مه نېټه د پښتونخوا له ډېره اسماعیل خان سیمې پېل شوی و، چې د ولسمشر غني په ګډون یې ګڼو افغان چارواکو او په بهر کې میشتو سفیرانو او چارواکو ملاتړ وکړ؛ خو پاکستاني رسنیو په دغه خبر غوږ نه ګراوه.
زلمی احساس

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*