تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / اعلی سرقوماندان به د ملکي وژنو څه ځواب وايي؟

اعلی سرقوماندان به د ملکي وژنو څه ځواب وايي؟

لويديځې او کورنۍ رسنۍ په يوه خوله لګيا دي، وايي ترهګر هيڅ مذهب نه لري، بې ګناه ملکي وګړي وژني او فقط د انسانانو له وژنې او وينو بهولو خوند اخلي. خو له بلې خوا هر هغه څوک چې د هېواد له وضعيت او حالاتو لږ هم ځان باخبر ساتي، په باوري توګه پوهيږي چې ورته عمل د هغو کسانو له لاسه هم پېښيږي څوک چې ځانونه د هېواد مسؤل مدافعيڼ بولي او د خلکو د سر و مال، ديني او ملي ارزښتونو او ځمکنۍ بشپړتيا ساتنه خپله ملي ذمه واري. د هېواد هغه امنيتي ځواکونه چې مياشتنۍ تنخا لري، منظم روزل شوي او د ډېرو لوړو شخصيتونو او تجربه کارو جنرالانو تر قوماندې لانډې کار کوي.
سربېره پر دې داسې بهرني ماهر او مسلکي سلاکاران يې استادان دي چې په نړيواله کچه د نوم نښان څښتنان دي. بيا دا هر څه يو خوا، که وګورئ چې اعلی سرقومانداني يې د يو ډېر نامتو او د خلکو له خوا ټاکل شوي ولسمشر ډاکټر اشرف غني په لاس کې ده، نو هيڅکله به مو زړه وانخلي چې همداسې يو لښکر دې له سرو ګوره ګانو سره اوږه پر اوږه د نيمې شپې په ترږميو کې د يو ساده پياده اطرافي افغان پر کور ور ننوځي، د کلا دروزاه يې په بمونو اړوي او د ښځو- ماشومانو په شمول د کورنۍ واړه او غټ ټوټه ټوټه الوځوي. لکه چې د تېرې پنجشنبې په شپه د خوست په علي شير ولسوالۍ کې همداسې يوه پېښه منځ ته راغله. دا د سمې نيمې شپه کاميابه چاپه وه چې د ځانګړو ځواکونو له خوا ترسره شوه خو هوايي ملاتړ يې بيا د هغو د بهرنيانو د غوڅ ملاتړ امريکايي ملګرو پر غاړه وو چې د يوې کورنۍ اووه کسان يې ځای پر ځای مظلومانه په شهادت ورسول. په دوی کې پنځه کسان سکني وروڼه او دوه د هغوی ورېرونه وو چې خامکي زلموټي ښکارېدل.
معلومه نه ده چې د يادې کورنۍ ټول نارينه کسان په څه وجه له څېرمې ترهګر بلل شوي ځکه دا د هېواد له عرفه مخافت دی چې په زياترو کورنيو کې يو کس وسلوال طالب، بل د حکومت کوم تنخا خور او نور د ژوند او ګوزران بېلابېلو ډګرونو کې پر فعاليت بوخت وي. مطلب دا چې دا به ډېره نادره وي چې د يوې کورنۍ اووه کسان دې ټول وسلوال مخالفين او د حکومت پر خلاف مورچه کې ناست وي.
په هر صورت افغان ولس عيني شاهد دی چې له تېرو شپاړسو کلو راهيسې د هېواد په لروبر کې په سل ګونو دا ډول ناخوالې منځ ته راغلې. بيا چا په «وۍ خطا وشوه» او چا په ځان ناګوله اچولو سره خپلې غاړې خلاصې کړې دي. يعنې له بده مرغه په هېواد کې دومره پراخه جګړه روانه ده چې پرته له کوم جنګي فعاليته هم لس و شل بيخي پکې معلوم نه دي. دلته ډېرې داسې بمبارۍ وشوې چې د مخالفو وسلوالو پر ځای يې خپله د حکومت اربکيان، اردو او پوليس ووژل او ډېرې داسې چاودنې چې د بهرنيانو او کورنيو سرکاري افرادو پر ځای عام مسلکي هېوادوال يا خپله د همدوی افراد يا خواخوږي پکې ووژل شول. خلکو ولیدل چې د روان اخ و ډب په ترڅ کې يو وخت کوم هاوان او توغندی پر کور ور سيخ شوی، کله پر جومات، بازار او لوبغالي.
همداسې يې د بهرنيو دوستانو هوايي بمبارۍ هم در واخلئ او همداسې هغه چاودنې هم چې کله هدف ته نه وي رسېدلي، کله هدف د ګڼې ګوڼې حالت کې پر مخه ور شي او کله نورې نورې ستونزې ور پېښې وي. دا ځکه چې په هېواد کې جګړه روانه ده او په جګړه کې هيڅکله حلوا نه وېشل کيږي بلکې جګړه خو ټوله غم، ناورين او هر اړخيزه تبايي ده. اوس نو که سړی اسلامي تاريخ او د اسلام سپېڅلې لارښوونې په نظر کې ونيسي په ډاګه معلوميږي چې جګړه که هر څومره پراخه وي بايد چې عام وګړي پکې تلف نه شي او که فرضاً داسې کومه پېښه منځ ته راشي هم ، مسؤل ډله به يې ضامن او ذمه واره وي. لکه چې يو ځل د رسول الله صلی الله عليه وسلم په مجاهدينو کې چا همداسې يو کس په بد ګومان سره وواژه خو بيا يې د مسلمانانو له بيت المال نه ديت ورکړی شو او رسول الله صلی الله عليه وسلم په ډاګه له دغه شان وژنو برائت اعلان کړ.
له بده مرغه اوس د يو ويشتمې پېړۍ په متمدنو جګړو کې چې وايي نړيوال کنوانسيون يې لاسليک کړی او هر څه د ملګرو ملتو په اړوندو منشوراتو کې راغلي، بيا هم په زرګونو ملکي افراد په خورا ظلم او وحشت وژل کيږي او څوک يې په کيسه کې هم نه وي. د هېواد همدغه شان ورځنيو ناخوالو ته په کتو چې تل يې د هېواد په ګوټ ګوټ کې يو شمېر کورنۍ د وير په چوتره کېنولې وي، د ولسمشر دا خبرې چې د پوځ د اعلی سرقوماندان په توګه د هېوادوالو د سرو مال او ديني- ملي ارزښتونو دفاع ته هوډمن دی، سختې د حيرانۍ وړ دي. ايا ولسمشر به کومه ورځ دا محاسبه کړې وي چې تر لاس لاندې لښکريانو يې پرون څومره بې ګناه انسانان ووژل او نن يې څو ته ورسول؟ زموږ يقين دی چې ولسمشر او نور اړوند چارواکي هيڅکله د روانو ناحقه وژنو د توجيه لپاره څه دليل او عذر نه لري. خو دنيا د ازميښت ځای دی او هغه ورځ راتلونکې ده چې دوی به يو له بله بېزاري اعلانوي خو يو به هم ونه ژغورل شي.

ليکنه: استاد شهاب نيازی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*