تازه خبرونه
Home / تازه خبر / فراه: د طالبانو برید کې ۵ ایټالوي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

فراه: د طالبانو برید کې ۵ ایټالوي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

طالب نیوز – (۱۳۹۶/۱۰/۲۳): طالبانو خبر ورکړی، چې فراه ولایت کې یې پر ایټالوي عسکرو برید کړی، چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالب ویاند رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې: دوې ورځې وړاندې د طالبانو مسلحو افرادو د فراه ولایت د مرکز اړوند هوایي اډه باندي توغندیز برید ترسره کړی و، چې له امله یې ایټالوي عسکرو ته تلفات اوښتي وو.
هغه ویلي: د برید پر مهال ۳ توغندي په اډه کې دننه د میشتو یرغلګرو ځواکونو په مرکزونو لګیدلي، چې د کره معلوماتو له مخې پکې یو تن ایټالوی عسکر ځای پر ځای وژل شوی او ۴ نور ژوبل شوي دي.
طالبانو که څه هم د برید په اړه له دې پرته نور معلومات نه دي ورکړي؛ خو یو شمیر باخبرو سرچینو طالب نیوز ته تائید کړې، چې دغه برید وړمه ورځ ترسره شوی دی.
ایټالوي ځواکونو او د فراه ولایتي چارواکو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې؛ خو د ولایتي شورا غړیو د برید تائید کړی دی.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*