تازه خبرونه
Home / تازه خبر / هلمند: دریو نفوذي عسکرو خپل ۱۵ ملګري وژلي

هلمند: دریو نفوذي عسکرو خپل ۱۵ ملګري وژلي

طالب نیوز – (۱۳۹۶/۱۰/۲۳): راپورونه وايي، چې هلمند ولایت کې دریو نفوذي عسکرو خپل پنځلس تنه ملګري وژلي دي.
ویل کیږي، چې: دغه پېښه په ګرشک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې، چې ځینې سرچینې پکې د ۱۵ کسانو د وژنې خبر ورکوي؛ خو طالبان او ولایتي چارواکي دغه شمیره بیا ۱۶ ښيي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي بیا رسنیو ته ویلي، چې: پرون غرمه ‍۱۲ بجې د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ مرکز ته څیرمه د ترابي هوټل په سیمه کې د اربکیانو په یوه مهم مرکز کې د طالبانو ۳ تنه نفوذي کسانو په خپلو ملګرو «سرتیرو» ډزې کړې او د یو تن قوماندان په ګډون یې ۱۶ تنه وژلي دي.
ده ویلي: له برید وروسته نفوذي وسلوال بیرته له طالبانو سره یوځای شوي او د پوستې ټول پوځي وسایل او وسلې یې هم طالبانو ته ور وړې دي.
د هلمند امنیتی چاوراکو دغه پېښه تائید کړې؛ خو په دې اړه یې ډير څه نه دي ویلي.
بل لور ته تیره شپه د ناوې ولسوالۍ اړوند سرخدوز سیمه کې هم د محلي پولیسو په دریو پوستو بریدونه شوي، چې دریو واړو پوستو سقوط کړی او پکې میشت کسان وژل شوي دي.
عظمت بیټنی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*