تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / وچکالي د هېواد لپاره يو بل ناورين

وچکالي د هېواد لپاره يو بل ناورين

داسې ښکاري چې د افغانانو د ژوند او ګوزران برخه نوره هم په خوارېدو ده. ځکه د واورو او بارانونو په دې روان موسم کې خو اسمان او ځمکه دواړه ډېر وچ او بې نمه معلوميږي او د راتلونکې لپاره د الله تعالی رحمت ته اسره شته خو که خپلو افعالو ته وکتل شي نو خدای خبر چې څه به راپېښيږي. په هر صورت خو که د ژمي او پسرلي پاتې ورځې هم دغه شان وچې او سپېرې تېرې شي نو يقيناً چې ټول هېواد ته به له اټکله پورته ډېر زيانونه ورسيږي. وچکالۍ يو عام آفت او زيانونه يې فوق العاده هر اړخيز دي. ځکه له امله يې سربېره پر انسانانو ګردو نورو حيواناتو لکه د خلکو اهلي څلور بولو او مرغانو ته هم ډېر تاوان رسيږي. بيا به نه غله دانه وي، نه مېوه او نه سابه، واښه او نور شنيلي. تر دې چې د سارايي ګياؤ له وچېدو او کمېدو سره فوراً د مالدارو ګلې، رمې او پادې هم د لوږې له لاسه مري او بيا د هېواد اوږده- ساره کې د غوښو او لبنياتو کاختي هم منځ ته راځي.
له بلې خوا زموږ د خپلې نيمګړتيا له کبله معمولي وچکالي هم په ټول هېواد کې يو لوی ناورين منځ ته راوړي. يعنې د هغو اوبو د سمبالښت په برخه کې زموږ نيمګړتيا چې ټول عمر زموږ له هېواده بهر وځي او ګاونډيان مو په مړه خېټه استفاده ترې کوي. له بده مرغه موږ د خپلو هغو لسو سيندونو له اوبو ډېره کمه ګټه ترلاسه کوو کوم چې پاکستان، ايران، ازبکستان او ترکمنستان ته بهيږي. مطلب دا چې که موږ د خپلو خوړونو او سيندونو د پاسه بندونه لرلی او د نهرونو په واسطه يې ډېرو کروندو ته اوبه رسېدلې وای، بيا به خامخا پر موږ د وچکالۍ اغېز هم لږ وای. خو څرنګه چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې زياتره کروندې مستقیماً د باران په اوبو خړوبيږي، له همدې امله د وچکالۍ اغېز هم فوري وي.
دغه راز د څارويو روزنې دود مو هم هماغه پخوانی دی چې هر سړی د خپل وس په اندازه څو سره مال ساتي نو هر کله چې معمولي تنګسه راځي سمدلاسه يې بازار ته بيايي او په يوه ورځ خان ترې خلاصوي. په دې توګه له ټول هېواده د مالداري سټه ووځي او ټول خلک د حيواني توليداتو له سخت کمبود سره مخ شي. خو که چېرې په هېواد کې د څارويو لپاره د لويو او منظمو فارمونو دود وای نو مالکانو به يې په هر قيمت د هغوی د ساتنې او پالنې بوج اخيستی او تر ممکنه حده به يې خپل کار و بار نه وای خراب کړی.
په دې اساس بيا هم د سرکاري چاروکو مسؤليت دی چې هم د بندونو، ذخيرو او نهرونو په برخه کې تر خپله وسه پاملرنه وکړي او هم د ژورو کوهيانو انتظام. همدارنګه د څارويو ساتنې په برخه کې هم لازمه ده چې حکومت په نوې بڼه د فارمونو جوړولو تابيا ونيسي څو عام خلک هم دې لور ته متوجه او ځينې شتمن کسان د څارويو د ساتنې او روزنې برخه کې هم پانګونه وکړي.
معلومه ده چې په داسې صورتونو کې به د وچکالۍ اغېز تر يو بريده را کنټرول شي. که څه هم په دې کې شک نشته چې د وچکالۍ زيانونه دومره ډېر او هر اړخيز دي چې تلافي يې بالکل ناشونې ده. التبه زموږ هېواد کې د دې يو بل لامل دا هم دی چې موږ د انرژي په توليډ کې هم ډېر شاته يو، کنه بيا به مو د سعودي عربستان په څېر د ګاز، تيلو او برېښنا په زور د ځمکې له تله اوبه راوېستې، خپل باغونه او کښتونه به مو خړوبول او د خپل هېواد سمسورتيا به مو ساتله. خو موږ دغه ځواک هم نه لرو، امنيت او نظم هم نشته بلکې يوازې د الله تعالی درګاه ده چې بايد لاسونه ورته پورته او د زړه له اخلاصه دعاګانې او زارۍ وکړو. لکه چې زموږ زياتره عام دينداره اشخاص ګردسره په همدې فکر او نظر دي چې د افغانانو په هېواد کې روان اخ و ډب، يو پر بل ظلمونه او ناروا مرګ ژوبله هم د بهرنيو کفري ځواکونو د شتون لامل ده هم د وچکالۍ، ناروغيو، بې وزلۍ او داسې نورو مصائبو او پرېشانيو.
په دې بناء راځئ لږ خو دې موضوع ته هم پام وکړو او د هغو چارو ترسره کولو ته په اخلاص ملا وتړو چې د الله تعالی د خوښۍ باعث ګرځي. لکه دا چې تر هر څه لومړی خو د روانو ظلمونو مخه ونيسو ځکه زموږ ديني لارښوونې هم سپارښتنه کوي چې که د ځمکې پر مخلوقاتو رحم او زړه سوی وشي نو د اسمان له لوري به هم رحم پرې وشي او روزي به يې پراخه شي. بل دا چې پر تولو هېوادوالو لازمه ده څو د باران غوښتو لپاره لمونځونه وکړي او صدقې وباسي. هيله ده الله عزوجل پر موږ رحم وکړي او له رحمت نه ډکو بارانونو لړۍ پيل شي.

ليکنه: ډاکټر محمد اسحاق شينواری

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*