تازه خبرونه
Home / تازه خبر / په امریکا کې ځان وژنه ١٠ سلنه زیاته شوې

په امریکا کې ځان وژنه ١٠ سلنه زیاته شوې

طالب نیوز – (۱۳۹۶/۱۰/۲۳): یوه نوې څیړنه ښيي، چې امریکا کې ورځ تر بلې د ځان وژنې په پېښو کې زیاتوالی راځي او د ځان وژنې لس سلنه نورې هم زیاتې شوې دي.
د کلمبیا پوهنتون د روغتیايي مرکز څیړونکو په یوې مقالې کې ویلي، چې دې وروستیو کې د فلمي او هنري ډګر سترو ستورو ځان وژنه کړې، چې منفي اثر یې د امریکا پر ټولې ټولنې شوې او له امله یې د ځان وژنو په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.
د څیړنې له مخې: له ١٩٩٩ نه تر ٢٠١٥ پورې کال پورې باید د ځان وژنې شمیره تر ۱۶۷۴۹ نه وای زیاته شوې؛ خو برعکس، تر یادې مودې پورې د ځان وژنو شمیر ١٨٦٩٠ کسانو ته ورسید، چې د څيړنې مطابق ٩،٨٥ سلنه زیاتوالی ښيي.
په ورته وخت کې د کلمبیا پوهنتون د روغتیايي مرکز څیړونکو خبر ورکړی، چې د ډیری ځان وژونکو عمر په منځني سن کې وي، چې ځان وژنه وکړي.
دوی ویلي: د ځان وژنې په ډولونو کې زندۍ ډیره شوې، چې ۳۲ سلنه زیاتوالی پکې لیدل کیږي؛ خو د ځان وژنې په نورو لارو چارو او طریقو کې یوازې ۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
تر اوسه امریکايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو یو شمیر بهرني کارپوهان بیا دغه څیړنه پر ځای بولي او اندېښنه څرګندوني، که امریکا کې د ځان وژنې سلنه همداسې پورته ځي؛ نو ښايي بدې پایلې ولري.
سمسور بریال

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*