تازه خبرونه
Home / تازه خبر / وزیرستاني کډوال: په تشه بلنه خپلو سیمو ته نه ستنیږو

وزیرستاني کډوال: په تشه بلنه خپلو سیمو ته نه ستنیږو

طالب نیوز – (۱۳۹۶/۱۰/۲۲): هغه وزیرستاني کډوال چې د پاکستاني ځواکونو له ضرب عضب عملیاتو وروسته یې خپلې سیمې پرېښودې او افغانستان ته راغلل، وايي، چې د پاکستاني حکومت په تشو بلنو خپلو سیمو ته نه ستنیږي.
یاد کډوال، چې اوس مهال د خوست په ګلان کیمپ او ځینو نورو سیمو کې اوسیږي، وایي: دوی یوازې د پاکستاني حکومت په اعلان او تشه بلنه خپلو سیمو ته نه ستنېږي او که چېرې د پاکستان حکومت يې خپل ولس بولي؛ نو د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې سره دې د دری اړخیز تفاهم له لارې دوی ته د تګ زمینه مساعده کړي.
د کډوالو یو تن مشر ملک سلیمان شاه وزیر وویل: « د پاکستان په یو اړخیزې بلنې کې دوی خپل خیر نه ویني؛ ځکه له دوی څخه د مهاجرت ټول امتیازات اخیستل کیږي او په خپلو سیمو کې مو هم د امنیت او د ژوندانه د لومړنیو ضروري اسانتیاو برابرولو تضمین نشته».
پاکستاني چارواکو د وزیرستاني کډوالو د غوښتنو او څرګندونو په ځواب کې څه نه دي ویلي؛ خو افغان چارواکي یادې غوښتنې پر ځای او د کډوالو خپل حق بولي.
باید وویل شي، چې: د ۲۰۱۴ میلادي په لومړیو کې د وزیرستانیو کډوالو زرګونه کورنۍ په خوست، پکتیا او پکتیکا کې مېشتې شوې، چې ځينې کورنۍ په څو پړاونو کې بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوې؛ خو ډیری یې لا هم په خوست کې پاتې دي.
سمسور بریال

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*