تازه خبرونه
Home / تازه خبر / دولتي ځواکونه هره ورځ د کابل مهمې لویې لارې تړي

دولتي ځواکونه هره ورځ د کابل مهمې لویې لارې تړي

طالب نیوز – د کابل ښار ګڼ شمیر اوسیدونکي وایي، چې هره ورځ امنیتي ځواکونه د ښار مهمې لویې لارې تړي، چې دوی یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
که څه هم د کابل ښاریانو د ښار له امنیتي او ټولنیز وضعیت څخه هر وخت شکایتونه کړي؛ خو دغه شکایتونه یې ځکه اوس ډیر شوي، چې د کابل ښار ډېرې لارې د پوځیانو لخوا تړل کیږي او ملکي نقلیه وسایطو ته اجازه نه ورکول کېږي چې ورځنې تېر شي.
کابل میشتي ځوان حفیظ مرادي رسنیو ته وویل: اوس مهال د کابل ښار پوځي بڼه غوره کړې، اکثره مهمې لارې او سړکونه یې پوځیانو تړلي وي او حکومت په دې اړه ولس ته کوم وضاحت نه کوي، چې له امله یې د ولسونو اندېښنې زیاتې شوې؛ ځکه هغوی هره ورځ له سختو ستونزو سره مخ کیږي.
ځینو نورو کسانو بیا وویل، چې د لارو د بندښت له امله ترې ورځني کارونه پاتې، د لسو دقیقو لاره د پلي تګ په دوران د نیم ساعت لاره شي، ناروغان په وخت روغتون ته نشو رسولی او کاروبار هم را نه پاتې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د کابل په زړه کې پر انټرکانټیننټال هوټل، د کابل ښار په ۱۱۱ فرقې او صدارت څلولارې ته څیرمه په عسکرو خونړي بریدونه وشول، چې هغوی ته پکې درانه تلفات واوښتل.
بل لور ته د کابل ګارنیزون سرپرست افضل امان وايي: امنیتي ځواکونو د ښاري نظم د ټينګښت او لا ښه امنیت په خاطر ځینې لارې تړلې وي، چې وخت پر وخت خلاصیږي.
سهیل احمد

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*