تازه خبرونه
Home / تازه خبر / سیاسیون له ټاکنو پرته د ملي یووالي حکومت دوام نه مني

سیاسیون له ټاکنو پرته د ملي یووالي حکومت دوام نه مني

طالب نیوز – په دې وروستیو کې ویل کیږي، چې افغان حکومت د واک غځولو په لټه کې دی او په همدې خاطر غواړي، چې د قیادي شورا تر چتر لاندې د سیاسي ګوندونو ملاتړ ترلاسه کړي؛ خو د بیلا بیلو ډلو مشران او سیاسیون وايي، چې له ټاکنو پرته د ملي یووالي حکومت دوام نه مني او په دې اړه یوه پریکړه هم د منلو وړ نه ده.
وړمه ورځ رسنیو خبر ورکړ، چې: ولسمشر غني په همدې خاطر له عبدرب رسول سیاف، ګلبدین حکمتیار، فضل هادي مسلميار، محمد محقق او کریم خلیلي سره لیدلي؛ خو د حزب اسلامي غړی امین کریم بیا وايي: له انتخاباتو پرته د ملي یووالي حکومت د کاري مودې غځولو له طرحې سره مخالف دی او له انتخاباتو پرته د اوسني حکومت د واک دوام هیڅوک نه مني.
پخوانی چارواکی او د چارو شنونکی شهزاده مسعود بیا وایي: له انتخاباتو پرته د اوسني حکومت دوام د ستونزو د زیاتېدو په معنا ده.
بل لور ته د ارګ ویاند هغه اوازې ردوي، چې ګواکې د ملي یووالي حکومت د انتخاباتو پرځای د قیادي شورا په جوړېدو سره غواړي د کار دوره یې تمدید کړي.
شاه حسین مرتضوي وايي: د قیادي شورا د جوړېدو پرېکړه نه ده شوې او ولسمشر نه غواړي، چې د اساسي قانون پر خلاف یوه ورځ هم له ټاکلې مودې وروسته په خپله څوکۍ پاتې شي.
نوموړی زیاتوي: د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو ترسره کېدل حتمي دي او هېڅ بدیل یې نشته.
سهیل احمد

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*