تازه خبرونه

فاتح

سکندر له ډېر قوت او ډېر لښکر سره ښار ته راغی له خلکو سره یې څو ځله زورور جنګونه وکړل.
له دواړه خواوو نه ډېر خلک ووژل شول، ډېرې وینې تویې شوې، ډېرې ککرۍ تر پښو لاندې شوې، وروسته له ډېرو جګړو هغه د مړو په سرونو پښې کېښودې او د لوی فاتح په حیث ښار ته ننوت.
دی ډېر په قهر و، ده غوښتل چې ښار لوټ کړي او قتل عام جوړ کړي؛ مګر داکار ده ونه شو کړای؛ ځکه چې په ښار کې یو پټ قوت موجود و، چې ده ورسره مقابله نشوه کولای، دی چې ښار ته ننوت په يوې ډېرې ښکلې پېغلې یې سترګې ونښتې او په يوځل لیدو یې زړه بایلود.
څوک چې بې زړه شي هغه بیا جنګ او جګړه نشي کولای؛ ځکه ده هم له خپل ټول قوت او قدرت سره ځان دغې پېغلې ته وسپاره.
دغه لوی فاتح چې د عشق او مینې په پنجو کې ګېر شو، بل راز شو او د خپلې معشوقې د خوښۍ لپاره یې د ښار د خلکو خدمت ته ملا وتړله.
دغه وخت دا معلومه شوه چې دی فاتح نه وو فاتح بل څوک وو.
دی په دې نه پوهېده چې په ډېر زور او قوت خپل ځان يوه قوت او قدرت ته سپاري چې له سلطان او شهنشاه نه د خلکو خدمتګار جوړوي.
په رښتی چې د عشق مقام ته رسېدل، هم څه اسان کار نه دی او د ښکلا په دربار کې پادشاهان هم په تعظیم او احترام سره ټيټوي.
هلته محمود د ایاز تابع دی او سکندر هم په یوه نظر بل راز کيږي او قهر او غضب خپل ځای مینې او محبت ته پرېږدي.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*