تازه خبرونه
Home / تازه خبر / په هلمند کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

په هلمند کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره ورځ د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د مرکز اړوند سیدانو سیمه کې وسله والو طالبانو کندهار ته پر غزیدلي سړک د امنیتي عسکرو په یوه امنیتي پوسته برید ترسره کړ، چې مرګ ژوبله یې وراړولې.
وسله والو طالبانو په برید کې له ډول ډول سپکو، درنو او لیزري وسلو څخه کار اخیستی، چې په پایله کې یې پوسته په بشپړه توګه د دوی لاس ته لوېدلې.
طالب ویاند قاري يوسف احمدي وايي: په برید کې کوم طالب جنګیالي ته زیان نه دی اوښتی او د پوستې نیولو سربېره یې په پوسته کې مېشت ۶ تنه عسکر وژلي، پاتې نور یې تښتیدلي او د پوستې څخه یې ځینې مهمات، لکه: ثقیل، ټوپک او غټه مخابره هم له ځانه سره وړي دي.
ياده دې وي چې وړمه ورځ وسله والو طالبانو د نوموړي ولایت د نادعلي او مارجې ولسوالیو له منځه د عبادالله قلف په سیمه کې په عسکرو، پولیسو او سیمه ایزو ملیشو د ماین په واسطه برید ترسره کړ،چې په برید کې یې د ياد ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر او د همدې ولایت د والي نږدې ملګری (ګُلی) مرګوني ټپيان شول.
زلمی احساس

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*