تازه خبرونه
Home / تازه خبر / د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ خبرو کومه نتیجه نه ده ورکړې

د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ خبرو کومه نتیجه نه ده ورکړې

د بهرنیو چارو وزارت وايي: د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغان او پاکستاني پلاوي ترمنځ خبرو کومه نتیجه نه ده ورکړې.
د ياد وزارت ویاند احمد شکیف مستغني وايي: هغه خبرې چې افغان لوري ته زیات ارزښت لري، کوم پرمختګ پکې نه دی شوی او پاکستاني لوري تراوسه د افغان حکومت غوښتنو ته څرګند ځواب نه دی ویلی.
له دې خبرو دوه اونۍ وړاندې اسلام اباد او کابل د سولې او یووالي د «عمل ګډ پلان» په چوکاټ کې درې ناستې وشوې، چې وروستۍ ناسته یې وړمه ورځ د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د بهرنیو چارو د مرستیالانو له منځه ترسره شوه.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو ویاند محمد فیصل وايي: د دواړو لورو ترمنځ په ځينو مواردو موافقې شوې؛ خو ځينې مسئلې لا پاتې دي، چې کار ته اړتیا لري.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزی وايي: اسلام اباد د افغانستان په ډېره ستونزو کې لاس لري او کېدای شي خبرې دومره ژر هم نتیجه ورنکړي.
زلمی احساس

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*