تازه خبرونه
Home / تازه خبر / وزیري: په تېرو ۲۰ ورځو کې مو په سلګونه وسله وال وژلي

وزیري: په تېرو ۲۰ ورځو کې مو په سلګونه وسله وال وژلي

د دفاع وزارت وياند وايي: په تېرو شلو ورځو کې یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له وسله والو مخالفینو څخه د وروستیو خونړیو بریدونو غچ اخيستی.
د ياد وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي: د وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پراخه هوايي او ځمکني عملیات پيل کړي او لا هم روان دي، چې په سلګونو تنه وسله والو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.
له دې وړاندې به په هېواد کې په ژمي کې د جګړې کچه راټيټېده او په اوړي کې به یې زور اخیست؛ خو اوس په دې سړه هوا کې جګړه ډېره توده شوې ده.
وزیري وویل: د جګړې په ډګر کې د ژمنیو عملیاتو اغېز او تاثیر له ورایه څرګندیږي او د جګړې په ډګر کې د وسله والو مخالفینو فعالیتونه په سلو کې تر پنځوس یا شپېته سلنو پورې راکم شوي دي.
په همدې حال کې د فرانسې خبري اژانس په واشنګټن کې د ترهګرۍ د څېړنې د یو مرکز په حواله وايي: د روان زیږدیز کال د جنوري په میاشت کې د ۴۷۲ بریدونو مسؤلیت یوازې وسله والو طالبانو اخیستی، چې دا شمېره ډېره لوړه ده.
دولت وزیري زیاته کړه: دوی له دې مخکې ژمني عملیات پیل کړي و؛ خو د وروستیو تروریستي بریدونو له امله یې نور هم چټک کړي او په وروستیو ۲۰ ورځو کې یې له وسله والو څخه د وروستیو خونړیو بریدونو غچ اخیستی، څنګه چې ولسمشر اشرف غني د غچ خبره کړې وه.
وزیري د وروستۍ مرګ ژوبلې په اړه داسې وویل: د هېواد په شمالي ولایتونو کې مو په تېرو دریو اونیو کې لسګونه وسله وال، چې ځينې بهرنیان پکې شامل و، په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې ووژل. همداراز په تېرو دوو اونیو کې مو په غزني ولایت کې ۲۴۴ وسله وال مخالفین وژلي، په لسګونه تنه ټپيان او په لسګونو موټرونه، موټر سایکلونه او وسلې مو ترې نیولې دي.
سمسور بریال

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*