تازه خبرونه
Home / تازه خبر / کوهستاني: د اداري فساد اړوند ۵۴۰ مورده مو بررسي کړي

کوهستاني: د اداري فساد اړوند ۵۴۰ مورده مو بررسي کړي

د کورنیو چارو د وزارت د تفتیش عمومي ریاست وايي: په تېرو شپږو میاشتو کې یې د اداري فساد مربوط ۵۴۰ مورده بررسي کړي، چې ۱۲۵ دوسیې، د ۴ جنرالانو په ګډون یې لویې څارنوالۍ ته لېږلې دي.
د ياد وزارت د تفتیش عمومي رئیس ضیا کوهستاني تېره ورځ یوې خبرې ناستې ته وویل: له یادو دوسیو پرته ۱۵۸ تنه تورن کسان یې هم لویې څارنوالۍ ته د تحقیق لپاره استولي دي.
کوهستاني وویل: ۵۴۰ مورده مو بررسي کړي، چې له دې ډلې څخه ۱۲۵ دوسیې چې ۴ تنه جنرالان هم پکې شامل دي، ۹۰ تنه لوړ رتبه افسرانو، ۵۲ د ساتنمندانو او ۶ د ملکي مامورینو دوسیې دي.
نوموړي وویل: د يادو دوسیو، چې موږ لویې څارنوالۍ ته استولې، موضوع ګانې له صلاحیتونو څخه بده استفاده، رشوت، اختلاس او منفي مظاهر دي.
کوهستاني زیاته کړه: ۱۳۰ تنه نور یې د قانون او د عسکرۍ د اصولو د نه مراعتولو په وجه د توصیې، اخطار او تبدیلۍ لپاره دغه وزارت ته وړاندې کړي، چې له منظورۍ وروسته به خپله جزا وویني.
دی وايي: د ۱۴۱ میلیونه افغانیو او څه د پاسه ۱۱۸۰۰۰ ډالرو دوسیې چې د ياد وزارت په تړونونو کې اختلاص شوی و، پوره او څارنوالۍ ته یې سپارلې. او ۹۹ معتمدین او ۱۳ شرکتونه چې باقي وو، ۴۴۵۷۶۰۰۰ افغانۍ ترلاسه شوې او د دولت خزانې ته سپارل شوې دي.
زلمی احساس

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*