تازه خبرونه
Home / سرمقاله / افغانستان له کومو سترو ننګونو سره مخ دی ؟

افغانستان له کومو سترو ننګونو سره مخ دی ؟

د دې پوښتني په لوستلو سره کیدای شي د لوستونکو ذهن ته ګڼ ځوابونه راشي ، څوک به اوسنۍ ټاکنیزه لانجه ستره ستونزه بولي ، څوک به کمزوری اقتصاد ، څوک به بې سوادي ، څوک به جګړه ، څوک به خارجي یرغلونه ، څوک به د پردیو لاسوهني ، څوک به قومي او ژبنیز توپیرونه او داسي نور هغه ستونزي شميري چې حل کول یې یا خو ناممکن ګڼي او یا هم ګران . واقعیت هم دغه دي چې دا ډول ستونزي یوه هم ترهغو نشی له منځه تللای ترڅو چې یې اصلي لامل په ګوته شوی او بیا حل شوی نه وي .sarmaqal21

 زموږ په اند د پورتنۍ پوښتني ساده او آسانه ځواب به دا وي چې پنځه دیرش کلنه جګړه پای ته رسول د افغانستان د هر وګړي لپاره تر ټولو ستره ننګونه  ده.

 که څه هم  افغانستان له ګڼو ننګونو سره لاس او ګریوان دی . لکه چې مخکي یې یادونه وشوه ، خو په اصل کې دا ټولي ناخوالي له همدې یوې ستري ستونزي (جګړې) نه راټوکیدلي دي. چې دايې یو بنسټیز لامل ګڼل کيږي .

جګړه هغه څه دي چې د یو هیواد سَتُونِي نظام له منځه وړي ، اقتصاد کمزوری کوي . جهالت را منځ ته کوي ، د پردیو لاسوهنو ته لاره هواروي ، قومي او نژادي شخړي را زیږوي بالاخره هرڅه د صفر له درجې نه هم ټیټوي.

نو که چیري د دې اصلي ستونزي جرړه ونه ایستلای شي ، هرو مرو به ټولې ناخوالې او مشکلات ورسره ژوندي پاتي وي ښکاره خبره ده چې دایوه ډیره ستره ننګونه ده، د یو جګړیز جهت ، یو جګړیز نظام  او متحاربو کړیو له پاره د ۳۵کلنې جګړي ختمول که څه هم ډیرستونزمن اوګران دی، خو ناشونی نه دی . ګران به له دې امله وي چې د پردیو ګټي د افغانانو په جګړو کې خوندي دي اوپردې به هیڅ کله اجازه ورنه کړي چې دګټوپروړاندې یې څوک ودریږي .

خودغه کار ناشونی ځکه نه دی چې که یوځل په افغانانو کې د خپلو ملي ګټو احساس په ریښتینه توګه را ژوندی شي نو دا ستره ننګونه به ډېره په آسانۍ سره له مینځه یوسي . په ملي شعور سره به موږ وکولای شو چې پر ټولو مشکلات بریمند سو .

 د نړۍ په تاریخ کې که وکتل شی دا ثابته شوي ، چې هر قوم ، هرملت چې ترخپلو نژادي ، ناسمو ایډیالوژیکو ، ګوندیزو او یا نورو شخصي ګټو وړاندي یې خپلي مشترکي ملي ګټي په پام کي نیولي نه وي ، هغوی تل د ستونزو او ناخوالو ښکار شوي دي . مګر هغه ولس چې ملي ګټي او ملي نوامیس یې ترهرڅه مقدم کړي ؛ هغوی پر هرډول کورنیو اوبهرنیو مشکلاتو بری موندلی دی .

په زړه پورې خو لا دا هم ده چې خپلو ملي ګټو ته د احترام او ساتلو په پایله کې یو ولس نه یوازي دا چې له تلپاتو ستونزو ژغورل شوی وي ، بلکي هر قوم ، هر ټبر ، هر حزب او هري ډلي ته د دې زمینه هم برابره شوي وي چې د خپلو ایډیالوژیکو او شخصي ګټو ساتنه په ښه ډول وکړای شي، اوبالعکس چیرته چې یوازې شخصي ګټې په نظر کې نیول شوي وي، نو هلته بیا نه دملي اونه هم دشخصي ګټې تامین اوخوندي شوي وي . داځکه چې په هر هیواد کې چې یوه ډله د خپلو نظریاتواومنافعو د تحمیل لپاره هڅي او کوښښونه کوي ؛ ضرور یې په وړاندي بله ډله مقاومت کوي، او نظریات یې تردیده وي، چې له همدي نه بلا شخړي را زیږي او په نتیجه کې یې هم ملي او هم شخصي ګټې له لاسه وځي او هرڅه ورانیږي.  په دې وروستیو درو لسیزو کې په افغانستان کې موږ د دا ډول پیښو عیني شاهدان اوسیدلي یو.

 نو که چیري پر یو مشترک محور چې هغه ملي ګټي دي ؛ ټول ولسونه سره راټول شي . د یوبل روا اوجایز نظریات چې له ملي ګټو سره په تصادم کې نه وي ؛ وزغمل شي ؛ کیدای شي ترجګړي لا هم سترو ننګونو ته د حل لاره پیدا شي .

  ددې تجربې ژوندی مثال دمالیزیا پخوانی مشر مهاتیر محمد چې په نړۍ کې د یو اسلامي مفکر په نامه پیژندل شوی دي داسي بیانوي:  مالیزیا داسي یو هیواد دی چې د مختلفو ادیانو پیروان پکي ژوند کوي . لکه : ۱مسلمان ۲ عیسایان ۳ بودایان او داسي نور … د تاریخ په اوږدو کې زموږ ټولنه له همدي امله له سترو کړاوونو سره مخ وه. خو موږ له ډېرو هلوځلو وروسته بالاخر په دې وتوانیدو چې ټولو نامسلمانو وګړو ته د خپلو حقوقو په ورکولو سره یوه مالیزیايي اسلامي ټولنه رامنځ ته کړو . یعني د نورو ادیانو پیروان مو په دې قانع کړل چې د مسلمانانو په څنګ کې د سولي ژوند وکړي . او مالیزیا د یوې مسلماني ټولني او اسلامي هیواد په نوم تسلیم کړي . اوس هم په مالیزیا کې په اکثره مواردو کې اسلامي پریکړي حاکمیت لري . اګرچه په کلي ډول د اسلامي احکامو تطبیق نه وي . ولي درناوی او په اکثرو قضایاوو کې یې تنفیذ جوت وی .  

  افغانستان چې سل سلنه  یوه مسلمانه ټولنه ده ، ټول وګړي یې مسلمانان دي دومره ستر اختلافات هم شته والی نلري ، مسئول او په واک کې ناست متحارب لوري کولای شي چې په لږ زغم او تحمل سره ځان او خپل ملت له سترو ستونزو وژغوري او دا واقعا یو اسلامي او بشري مسئولیت دی چې دوی ته راجع دی. دوی به د پوښتني په ورځ هرو مرو پوښتل کیږي .

والسلام علیکم ورحمةالله وبرکاته ………………

comments

One comment

  1. ماشاالله لیکوال صیب لیکنه خودی ډیره خه لیکنه کړی الله تعالی دی په قلم برکت واچوه لیکوال صیب خبری ډیری خوسرئی یودی هغه داده چی اول زموږ ګران ولس په داسی خا وره کی وسیدلی چی هغه داسی پاکه خاوره ده چی خاص دمسلمانانو په وینه باندی دکفاروڅخه اذاده سوی ده چی ټولی نړی ته ښاره معلومه ده چی څوواره دکفارو لخواڅخه یرغل سوی دی هغه یرغل وروسته دکفاروپه ډیری سختی ماتی سره دکفاروڅخه اذاد سوی دی اوبیرته افغان مظلوم ولس ته ددنیاکفار په انطزاپاتسوی اودبیلابیلو لارو ئی روپی مصرف کړی کوشش ئی کړی چی افغان مظلوم ولس پر قرار کینه نی هم داسی لاس وهنی ډیر داسی ملکونه کوی چی په ملنونوډالر مصرفوی هغه ځکه ددوی ګټی په خطر کی دی زموږ ګران هیواد وال ددنیاوالودچم خم سره ډیرنااشنادی هغه ځکه زموږټول هیوادوال په زړواوخلوکی دالیوی دلی چی ګل مرجان ئی نه منی ګل مرجان بیچاره خپله ابو اخیستی له ابوڅخه ځان نسی کښائ البته رازم خپل اصلی مطلب ته زه خپله ټول کش ماکش دیرغلګرو بوکه هغه وغواړی دصباح دلمر لیوی دومخکی دافغانستان حل جوړیږی بیاهم زه په الله قسم کوم چی ټول مشکیل دی یرغلګروجوړکړی په کش ماکش کی هم دوی ډیری ګټی ونی دنیاوالو په ملیارډومرستی له افغانستان سره وکړی دامرستی ټولی څسوی دامرستی افغانانوته ورکول سوی نه دامرستی ټولی یرغلګرو ووړی کدامرستی افغانانوته ورکول سوی وائی اوس به افغانستان دمری دوه چنده جوړسوی وائی د افغانانو بیچاره ګانوپه سترګو کی زهرورشندلی سترګی ئی ورپټی کړی اوس ئی دګل مرجان اواشرف غنی خبره رامختی کړی کله وائی یوئی نه منی کله وائی بل ئی نه منی ټولوافغانانوته معلومه ده چی ښه شپاپ انتخابات وسول ټولوافغانانو رائی ورکړی مللی متحد کسانو ټولی رائی وشمیرلی اوس ئی ولی نه منی

خپله تبصره ولیکې

. *

*