تازه خبرونه
Home / سرمقاله / د کابل وروستۍ نا امني او دهیواد بې ثباتي د چا په دستور سره کیږي؟

د کابل وروستۍ نا امني او دهیواد بې ثباتي د چا په دستور سره کیږي؟

له کله چې د جمهوري ریاست د کاندیدانو ترمنځ د انتخاباتو د نتائجو په سر اختلافات رامنځته شوي ورسره یو ځای په کابل او دهیواد په بیلابیلو ښارونو کې ناامنیو هم زور اخیستی .

د دغو نا امنیو او جنايي حوادثو له جملې څخه یوه هم د پغمان وحشتناکه پیښه وه چې د ټول ولس پر احساساتو يي خورابد اثر وکړ او دهیواد په ګوټ ګوټ کې يې په وړاندې غبرګونونه را sarmaqala22 fوپاریدل.

که څه هم چې اوس مهال د دغې وحشتناکي حادثي عاملان نیول شوي او دقانون منګولو ته هم سپارل شوي ، خوبیاهم دهغې د منفي اثراتو ډیري اغیزي د خلګو پر اذهانو پرتې دي  او له دې خبرې په ډار اوبیره کې دي چې ورته پیښې د هیواد په نورو سیمو کې تکرارنشي.

ګډ وډي او نا امنۍ د اداري اختلال محصول وي ، په کوم هیواد کې چې اداري سیسټم او نظام مختل وي هلته د دغه ډول جنايي پیښو او حوادثو را منځته کیدل حتمي وي.

که خدای مکړه نورهم د هیواد روان سیاسي کړکیچ همداسې دوام پیداکوي ښايي مونږ تر دې هم دناوړه پیښو شاهدان و اوسو.

دا چې له یوې خوا روان کال له افغانستان څخه د یرغلګرو ځواکونو دوتلو کال دی او له بلې خوا له دې سره همزمان د انتخاباتي فریقینو ترمنځ داخلي اختلافاتو او ناندریو زور اخیستی دا په حقیقت کښې د دې خبرې نماینده ګي او څرګندونه کوي چې افغانان په اوسني وخت کې له بهرني موجودیت پرته په خپل منځ کې د مشترک سوله ییز ژوند اویا مشترک سیاسي نظام جوړولو صلاحیت او قابلیت نه لري.

د خارجي قوتونو تروتلو له مخه دافغانانو ترمنځ خپل منځي اختلافات او یو دبل په مقابل کې جبهه ګیري هغه منفي عوامل دی چې نورهم د خارجي قوتونو له لوري د افغانستان د اشغال د اوږدیدو لامل ګرځي.

که د افغانانو ترمنځ داخلي سیاسي اختلافات د هرملحوظ پر اساس وي دهغو ګټه دافغانستان دښمنانو او خارجي لوریوته رسیږي .

خارجي مغرض اوافغان دښمنه حلقات او لوري له دغو اختلافاتو څخه بهره برداري او سوء استفاده کوي اوپر داسې مهالونو په افغانستان کې په داسې کارونو لاس پوري کوي چې هغه د دې هیواد دبي امني او مشکلاتو باعث وګرځي.

همدا راز په هیواد کې د یوه افغان شموله ملي مقتدر حکومت  له نشتوالي څخه یوشمیر فرصت طلبه مافیايي بانډونه  دخپلوخارجي دوستانو اوانډیوالانو په دستور د چورچپاول ، لاري شکونو، او د هیواد د تجارانو اونورو عامو خلګو په ویرولو او تهدید ولو لاس پوري کوي ، چې دا هرڅه بیرته د افغانانو په تاوان ، د هغوئ د امن په تاوان  او دهغوی د تجارت او اقتصاد په تاوان په مجموع کې دهغوي داجتماعي ژونددټولو اړخونو په تاوان تمامیږي .

په حقیقت کې د دغو ټولو مشکلاتو عمده سبب او لامل دیوه  منل شوي ملي مقتدر نظام  عدم موجودیت دی ، اودغه ستونزه خپله  افغانانو رامنځته کړې  چې هغوی  دخپلو داخلي اختلافاتو له وجې  یوه سیاسي توافق ته سره نه رسیږي .

که مو هیواد په دا سې حالت کې نورهم دوام پیداکوي ، خدای ناخواسته  افغانان به نورهم تر دې له بدو پیښو سره مخ کیږي ، د دغه ډول جنايي پیښو  لمن به  له کابل نه نورو ولایاتو ته پراخیږي ، کلیو ته به پراخیږي  او افغانان به دهغو له کبله یو دبل پرخلاف انتقامي عکس العملونوته  مجبوریږي ، چې دابه بیا پرسیاسي اختلافاتو سربیره نور هم د تفرق او غټو فتنو سبب کیږي .

د دې لپاره  چې هم مو خپل هیواد له تباهي ژغورلی وي او هم مو ولس ته له دغسي فتنو او مشکلاتو څخه نجات ورکړی وي  په کار ده  چې  خپل سیاسي فعالیتونه  د یوه  سوله اییز مفاهمتي  پلان پراساس عیار او له دې لارې خپل مطلوب هدف ترلاسه کړو.

نه مو هیواد دنورې تباهي توان لري اونه مو په ولس کې  نور د داخلي جګړو سیک پاتې دي ، راځې چې نور دشخړو،جګړو،تصادماتو،سیاسي اوهرډول اختلافاتو نه لاس واخلو، دشخصي ګټو پر ځای، ملي سترو او لوړو منافعو ته مخه کړو په صادقانه اومخلصانه ډول یو دبل په مقابل کې دورورولۍ او افغاني میني پراساس دلوی زغم، حوصلي،تحمل،تنازل اوکمپرومایز نه کار واخلود خپل  ویران هیواد  دآبادي او خپل  جګړه ځپلي ولس  د هوسايي لپاره مټې راونغاړو او په رښتني خدمت سره خپل ولس نور ددغه ناخوالو او کړاونو را باسو ، یو څه يې دهوسا ژوندانه له وسایلو برخه من کړو . والسلام علیکم ورحةالله وبرکاته………….

 

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*