تازه خبرونه
Home / سرمقاله / د نوي حکومت راتلونکي مسؤلیتونه

د نوي حکومت راتلونکي مسؤلیتونه

بالاخره له څومیاشتو ناندریو او شخړو وروسته  د ولسمشریزو ټاکنو دواړو نوماندانو  دملي یووالي حکومت پرجوړیدو په خپل منځ کې هوکړه وکړه اوموافقې ته ورسیدل.

د ا کار چې کیدونکی وو او بالاخره دادې وشو باید ډیر له مخه پر خپل وخت شوی وای؛ ځکه که په خپل وخت ترسره شوی وای نو نه به ولس له دومره امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ sarmaqal23کیدی او نه به دافغانانو حیثیت ته دومره صدمه رسیده ، خو اوس چې وشو بیاهم غنیمت او فرصت دی باید په خپل وخت تري استفاده وشي او افغان سیاست وال په راتلونکي کې له دغه ډول بي ګټې شخړو او اختلافونو څخه عبرت واخلي اوځان وساتي.

نوی حکومت چې ادعالري د افغان ولس د رأیو ممثل حکومت دی باید په عملي ډول د ولس دارمانونو لپاره کار وکړي.

نوی حکومت باید ترهرڅه له مخه له افغانستان څخه  د بهرنیو یرغلګرو قواو دوتلو پروسې ته دلومړیتوب حق ورکړي او دهیواد په ټولو ملي تصامیمو کې د ولس په غوښتنو اومشورو متکي او هغوی ته درناوی ولري .

همداډول نوی حکومت باید دخپلو کاري پروګرامونو په سرکې په هیواد کې دجګړې ختمولوته داولیت حق ورکړي،او د يو ګتور اوپراخ بین الافغاني تفاهم له پاره لاري چاري په مخلصانه توګه ولټوي،  ځکه چې له جګړې سره  دهر رازترقی او پرمختګ کار ناممکن دی.

اونوی حکومت باید د حقیقي سولې دټینګښت لپاره داسې یو میکانزم غوره کړي  چې له مخې یې دجګړې وجوهات او اسباب له منځه یو وړل شي ، همداراز دغه میکانیزم د عام ولسي مشارکت په وسیله  د ولس او حکومت ترمنځ د راغلیو فاصلو په له منځه وړلوکي عملي طرحي ایجادکړي.

مالي فساد چې د ټولنې د یوه نا علاجه رنځ په توګه يې د ټولنې د هرډول ترقي او پرمختګ مخه ډب کړې باید نوی حکومت تربل هرڅه له مخه  د دغه رنځ د جرړو ایستلو لپاره کار وکړي؛ ځکه  د دغه رنځ له موجودیت سره دهيڅ ډول مهم او موثرفعالیت امکان ناشونی دی ، باید نوی حکومت  د کار اهل کارته سپارلو د معیار له مخې خپل ملي مسؤلیت ترسره کړي.

څرنګه چې تعلیم د ټولني د فلاح ، بهبود او بریالیتوب اساس ګڼل کیږي باید نوی حکومت د تعلیم او تربیې په برخه کې جدي توجه ولري ، د لوړو زده کړو په سیسټم کې د مثبتو اصلاحاتو او تعدیلاتو په راوستلوسره ټولې هغه نیمګړتیاوي پوره کړي چې دهیواد تحصیل کرده قشر یې له ستونزه سره مخ کړی ، په تیره دکانکور په سیسټم کې موجود مشکلات باید د فني او اکادیمیکو کدرونو په زریعه له منځه یوسي.

داچې تیرې۳۶ کلنې جګړې په هیواد کې ټول اقتصادي زیربنايي بنسټونه سخت متضرر کړي ،باید د هغو درغولو او بیرته په پښودرولو لپاره نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړي ، د ګټورو اقتصادي پلانونو په عملي کولو سره افغان ولس نور د فقراو بیکارۍ له مشکلاتو وژغوري.

افغانستان د طبیعي زیرمو له کبله د نړي د شتمنو هیوادونو په جمله او ردیف کې شمیرل کیږي ، باید له دغې طبیعي شتمنۍ  څخه د سالمې او ښه استفادې لپاره  د مسلکي کار پوهانو په مټ ګټور پلانونه ایجاد شي ، دعینک د مسو داستخراج په ټپه دریدلې پروژه باید په جدي توګه تعقیب او دنورو کانونو د استخراج پروسه باید د داخلي متخصیصینو تر نظارت لاندې پر مخ یو وړل شي.

نوی حکومت مسؤلیت لري چې تر هرڅه له مخه پرخپل ځان دولس له منځه تللی باور بیرته ترلاسه کړي ، په تیرو څوکلونوکې چې پرهیواد مو فاجعه زیږوونکی وضعیت مسلط دی اساسي علت یې  دحکومت او اولس ترمنځ هغه بیلتون دی چې د مختلفو وجوهاتو له امله ایجاد شوی ، راتلونکی حکومت که ریښتیاهم  د ولس لپاره د سوکالي او ترقي خیال ولري باید له ولس سره د مفاهمت او مشورې له مخې خپل ټول مهم پروګرامونه  طرح  او عملي کړي .

هرحکومت  د خپلې  سیاسي  او اداري بقاء لپاره    ملي او بین المللي حمایت ته اړتیا لري  ،  افغان نوی حکومت هم   باید په  خپلو راتلونکو  پروګرامونو کې دغه اصل ته  په پاملرنه سره   لومړی  ملي حمایت او ولسي ملاتړ د ځان او په تعقیب یې د خپل ولس دمصالحواومنافعو په نظرکې نیولو سره د نړیوال حمایت دجلبولو کوښښ وکړي .

په  افغانستان کې د تیرې  ۳۶ کلنې  جګړې له کبله   زمونږ د هیواد او ګاونډیانو ترمنځ  هم کافي  مشکلات منځته راغلی  ، باید په راتلونکي کې د دغه ډول مشکلاتو دمخنیوي لپاره  نوی حکومت  نوې معقوله  تګلاره ولري ، ترڅومو دهغې په ترڅ کې هم  د هیواد ځمکنی تمامیت  وساتل شي  او هم  مو ګاونډیان  له مونږ څخه  دخطر احساس ونه کړي .

او په اخیرکې  نوی حکومت  باید  دهیواد دهراړ خیزې بیا رغونې لپاره پر نویو ابتکاراتو او نوښتونو بناء نوي  کاري  پلانونه جوړ او دهغو په عملي کولوسره  افغانستان یوځلی بیا دخپلو  سیمه ییزو سیالانو په لیکه کې ودروي .

والسلام علیکم ورحةالله وبرکاته………….

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*