تازه خبرونه
Home / پیغامونه / دنېکمرغه لوي اختر د را رسيدو په مناسبت دملامحمد عمر مجاهد دمبارکۍ پيغام

دنېکمرغه لوي اختر د را رسيدو په مناسبت دملامحمد عمر مجاهد دمبارکۍ پيغام

بسم الله الرحمن الرحيم

الله أکبر الله  أکبر، لا إله إلا الله والله أکبر، الله أکبر ولله الحمد

الحمد لله وحده، نصر عبده وأعز جنده وهزم الأحزاب وحده لا إله إلا الله ولا نعبد إلا إياه مخلصين له الدين ولو كره الكافرون,  والصلوةوالسلامعلی من لا نبی بعده وعلیآلهوصحبه أجمعينوبعد :Captureeeeeee

فقال الله جل وعلا: } وَاذْكُرُوا إِذْ أَنْتُمْ قَلِيلٌ مُسْتَضْعَفُونَ فِي الْأَرْضِ تَخَافُونَ أَنْ يَتَخَطَّفَكُمُ النَّاسُ فَآوَاكُمْ وَأَيَّدَكُمْ بِنَصْرِهِ وَرَزَقَكُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ {  الأنفال. 26

دافغانستان مؤمن او مجاهد ملته، د عزت او آزادۍ دلارې ټولو مجاهدینو او د نړۍ  ټولو مسلمانانو وروڼو او خویندو!  نیکمرغه لویاختر مو مبارك،  د الله جل جلاله په لاره کې ټول طاعات او قربانۍ مو الله تعالی قبولې کړه!

مجاهد ولسه!

داشغال په وړاندې ستاسي جهاد او بیدریغه قربانیو د الله جل جلاله په نصرت امریکایان، او د هغوی غربي ایتلافیان او داخلي ملاتړي ټول له  شکست سره مخ کړي دي، د افغانستان لپاره د هغوی ټولې استراتیژۍ بي اغیزې او سیاسي هلي ځلې یې د ناکامي ترڅنګ له ښکاره فضیحت او رسوايي سره مخ دي.  چي د امریکا په مشرۍ په ویلز کې د ناټو بې نتیجې سرمشریزه، په افغانستان کې د ټاکنو ترنامه لاندې وروستۍ رسوايياوداسلامي امارت دمجاهدینو مسلسل پرمختګونه يې ښکاره ثبوتونه  دي.

درنو هیوادوالو!

تاسو به اوس لا ښه پوه شوي یاست چې امریکایي یرغلګرو په تاسو څومره نا اهله  او دپردیو ګټو ته وفادار مسلط کړي دي، او د۱۳ کالو په اوږدو کې تاسو  ولیدل چې د اشغالګرو او د دوی د داخلي ملګرو  له خوا په ولس څومره ظلمونه  وشول .

داشغال تر سیوري لاندې د ټاکنواوږده او جنجالي  بهیر  وښوده،  چې دهر ې ورځې په تیریدو سره دیرغلګرو اعتبار او حیثیت ته لازیات زیان اوړي، لکه څرنګه چي موږ مخکې ويلي وو، نړیوالو او هیوادوالو ولیدل، چې د ټاکنو په نامه تبلیغ شوې پروسه هسې د  ولس  د تېر ایستلو لپاره  وه   او د افغانانو رایو یوازې نمایشي بڼه درلوده.

امریکایان نن په افغانستان كې دخپل تاریخ په ترټولواوږدې جګړې کې راګیر دي، د دې جګړې ملاماتوونکي نظامي اومالي خساراتاوپه نړۍ واله سطحه دامریکاحیثیت رالویدل هغه څه دي چې دامریکا د زوال نښې ترې ښکاریږي، د سپینې ماڼۍ سربداله چارواکي  د مايوسۍ په حالت کې د دغې تاواني او نه ګټونکې جګړې د ګټلو هڅې کوي ، خو د ګټلو ټول احتمالات يي  بایللي دي. او  كوم داخليان چې امریکایان یې د مجاهدینو په مقابل کې جنګوي  هغوئ روحیه له لاسه ور کړې او د داخلي ژورو اختلافاتو ښکار دي.

مجاهدينو وروڼو!

د دې لپاره چې مونږ له خپل جهادي مقاومت څخه نوره هم مطلوبه ګټه ترلاسه کړو او دښمن مو نورهم  په ټولو جهادي ډګرونوکې تر لا ډيرفشار لاندې  راوستى  وي باید لاندې لارښوونې  په ټینګه په پام کې ولرئ:

د خپل جهادي صف وحدت ته ډیرمتوجه شئ! له ولس سره په ښو اخلاقو، ترحم او نېږدې اړیکو ولسي حمایت نور هم مضبوط کړئ، ځکه د الله تعالی تر نصرت وروسته زمونږ د جهادي صف ټولې بریاوې د همدې ولسي حمایت محصول دي. الله تعالی  رسول الله صلی الله علیه وسلم ته فرمایلي:}  هُوَ الَّذِي أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ. الأنفال ۶۲ .

ژباړه : الله تعالی هماغه ذات دی چې په خپله مرسته او دمؤمنانو په وسیله یي ستا ملاتړ وکړ. له دې آیت کریمه څخه ښکاري چې دعامومسلمانانو ملاتړ له ځان سره درلودل، دبریا ترلاسه کولو لپاره خورا مهم دي، تر دې چې الله تعالی یې خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم  ته دخپل يو انعام په ډول ځانګړې یادونه کوي. نوکه مجاهدین او ولس نور هم د جهادي پلانونو په پرمخ  بیولو کې دنظر او عمل یووالی ولري, ان شاء الله حتما به د جهادي بریاوو کچه لوړېږي، اوپرد ښمن به يي اثر ډیرزیات وي.

داچې خارجي یرغلګر له ماتې سره مخ  دي، اوس  ډیر په دې هڅه کې دي چې د افغان ولس ترمنځ د بېلابېلو تنظیمي، قومي، منطقوي او مذهبي اختلافاتو په راژوندي کولوسره له افغانانو څخه دخپل شکست بدله واخلي، زموږ ویښ ولس اومجاهدین باید کوښښ وکړي چې د دښمن دغه توطئه هم دخپل  وحدت په ساتلو سره شنډه,  او له ټولو هغو کارونو څخه په کلکه ځان وساتي كوم چې  دافغان مسلمان ولسوحدت ته زیان رسوي.

له یرغلګرو امریکایانواومتحدینو سره یې زمونږ د جهاد موخه دالله تعالی رضا, داسلامي نظام حاکمیت، داشغال خاتمه, دهېواد دفاع او بې له کوم توپيره دځوریدلي ولس هوسايي او آرامي ده، له‍ذا مجاهدين باید خپل ټول جهادي پروګرامونه په داسې ډول عیارکړي چې پورتني اهداف  په عملي توګه متحقق او ثابت شي.

د جهادي  او نظامي فعالیتونو د بریالیتوب  لپاره ټول  هغه کوښښونه اوهلې ځلې جاري وساتئ کوم چې  دجهادي صف د تقویې  لامل ګرځي، د امریکایانو او داخلیانو په جنګي کرښوکې د نفوذي مجاهدینو  د نفوذ او د هغوی له لیکو څخه  د لوړ پوړو چارواکو او امنیتي منسوبینو   را دعوتولو ته په خپلو  اولویاتو کې ځای ورکړئ. او  د نفوذي مجاهدینو اود هغوی د کورنیو او اولادونوپالنې ته ځانګړې توجه وکړئ او د دښمن له صف نه د راوتلیو کسانو لپاره دامن ترڅنګ  دخپل توان سره سم د باعزته ژوند امکانات برابرکړئ.

اسلامي امارت  د نظامي هلو ځلو ترڅنګ  له  نړیوالو معتمدو جهتونو سره  د مثبتو روابطو  په قائمولو  سره لوړو اهدافو ته د رسیدو هلې ځلې کوي، او دخپلې راتلونکې تګلارې  په اړه  یې دخپلو نشراتي امکاناتو او سیاسي دفتر له لارې نړیوالوته  خپل پیغام رسولی دی،باید ووایو چې  په سیاسي برخه کې له ټولو بهرنیو او کورنیو لوریو سره تماس ساتل او اړیکې جوړول د افغانستان د اسلامي امارت تر سیاسي دفتر پورې تړاو لري اودمشرتابه له اجازې پرته هېڅ لوری او شخص حق نه لري  چېد اسلامي امارت په استازیتوب له کوم بهرني یا کورني سیاسي لوري یا شخص سره اړیکې ونیسي.

له امریکایانو پرته  چې لا هم زمونږ د هېواد اوقضیې په اړه له ناسالم چلند څخه کار اخلي، نور نړیوال زمونږ دداعیې په اصالت او حقانیت پوه شوي دي، هغوی ته دا څرګنده شوې چې اسلامي امارت له خپلو معتقداتو او هېواد څخه ددفاع لپاره وسلې اخیستلو ته اړ کړل شوی، او د ا دهغوی مشروع حق دی، امریکایان چې خپلو شومو اغراضو ته د رسېدو لپاره زمونږ پر خلاف تبلیغات کوي، هغه اوس ظاهرا یوازې په امریکا پورې تړلو حلقاتو باندې اغېز لري.

موږ به نورهم له خپلې قضیې  د مشروع دفاع په لاره کې خپلې هر اړخیزې نظامي او سیاسي هلې ځلي جاري وساتو، د اشغال خاتمه اوپه هیواد کې یومقتدر اسلامي حاکمیت رامنځته کول، د ولس امنیت او آرامي د دغو هلو ځلو اساسي  موخې  دي .

د دې غوښتنې  تحقق ته  به   د الله تعالی په نصرت  اوبیا د خپل مسلمان ولس  د فداکاریو او سرښندنو په وسیله رسیږو، په الله  عز و جل به توکل کوو او له  الله جل جلاله څخه  به   د توفیق غوښتنه کوو.

دتیررمضان المبارک اوشوال المکرم په میاشتوکې دفلسطیني ولس بي ساري مقاومت اوددې سختي معرکې ګټل دټولومسلمانانو لپاره دافتخار وړ دي ، سوال کوم چي الله تعالی دې همیشه متحداو کامیابه لري ،  په اسلامي نړۍ کې دامریکا مکرره مداخله  دامریکادغلطو اوناکامه پالیسیو تکرار دی  چې دټولو جهتونو په  زیان تمامېږي .

له دې موقع نه په استفادې سره له ټولو مسلمانانو  څخه هیله کوم چې  د اختر او قربانيو په دې مبارکو ورځو کې ناداره او بې وزله هېوادوال، مجاهدين، مهاجرین، دشهیدانواواسیرانوکورنۍ، يتيمان او کونډې په خپلو مرستو کې یاد وساتي، او تر وسه وسه ورسره د اختر په خوشحاله تیرولو کې مرسته وکړي،دا چي په تیر وخت کې په دې برخه کې ډېرو اهل خیرومرستي کړي دي او کوي یې له هغوئ نه مننه کوم او له الله تعالی نه ورته ډيرډېر اجرونه غواړم .

په پای کې د نیک مرغه لوی اختر  له مبارکیو سره یوځای  دمجاهدینودوروستیو جهادي بریاوومبارکي درته وایم، الله تعالی دې  دانیکمرغه لوی اختر  دافغانستان اوټول اسلامي امت دهوسايۍ او نیکمرغۍ اختر وګرځوي، او مستضعف مسلمانان دې الله تعالی په ټوله نړۍ کې د متجاوزو ظالمانو له شره وژغوري.

والسلام.

د اسلام خادم امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد

۱۴۳۵/۱۲/۸ هــ ق

۱۳۹۳/۷/۱۰ هـ ش

2014/10/2 م

 

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*