تازه خبرونه
Home / سرمقاله / د افغانستان په امنیتي ثبات کې د چین موثریت

د افغانستان په امنیتي ثبات کې د چین موثریت

چین دافغانستان دیوه مهم ګاونډي او په نړۍ کې د یوه ستر تولیدي او اقتصادي هیواد په حیث د سیمه ییزوقضایاوو په تیره بیا دافغانستان په قضیه کې مهم رول لري.

همدا لامل دی چې ولسمشر اشرف غني خپل لومړنی خارجي سفر له دغه هیواد څخه پیل کړ ، داسې ویل کیږي چې چین ته دولسمشرغني له سفرسره هم مهاله د طالبانو یو پلاوی او همداراز د پاکستان او سیمه ییزو هیوادونو پلاوي هم رسیدلي تر څو پرنورو مسائلوسربیره له چینايي چارواکوسره په افغانستان کې د سولې او امنیتي ثبات په اړه هم  خبرې اترې وکړيsarmaqala24

داچې په افغانستان کې د سولې ټینګښت له افغانستانه علاوه  دچین او په مجموع کې د ټولو ګاونډیو هیوادونو اوسیمې ډیرزیات ضرورت دی نو ځکه د اسيا زړه ـ د استانبول د بهير د بهرنيو چارو د وزيرانو د څلورمې غونډې چې د چين د ولسي جمهوريت په پلازمېنې د بېجينګ په ښار کې جوړه شوې وه  ټولو ګډونوالو په افغانستان کې د سولې او ثبات په تامین ټینګار درلود.

چین د افغانستان د نفتو، ګازو او کانونو په برخه کې یو ستر پانګه وال هیواد بلل کيږي اوهمدا اوس دوې سترې اقتصادې پروژې تر کار لاندې لري ، دغه دوې پروژې چې یوه یې د عینک دمسو استخراج اوبله یې دهیواد په شمال کې د امو سیند پروژه ده  چې  فعلا دواړه د امنیتي ستونزو له کبله له خنډ اوځنډ سره مخ دي.

سربیره پردې چې د چین هیواد له افغانستان سره په تیرو ۱۳ کلونو کې په سلګونه میلونه ډالره مرستې کړې اوس یې د ولسمشر اشرف غني د سفر پرمهال بیاورسره نوی سیاسي، اقتصادي او تجارتي تړون لاسلیک کړ .

افغانستان او چین  هيوادونه  دواړه  د داخلي ټیکاو لپاره په اوس مهمال کې یوبل ته اشد ضرورت لري.

دچین او پاکستان دوستانه اړیکې هغه عامل دی چې افغاني چارواکي غواړي د چینايي چارواکو په ذریعه اسلام آباد د کابل مرستې ته وهڅوي.

چین چې اوس مهال ځان په منطقوي لحاظ دمتحده ایالاتو اقتصادي او صنعتي رقیب بولي کوښښ کوي په سیمه کې خپل اقتصادي اوتجارتي نفوذ ته  توسيعه ورکړي.

همدا ټکی چین مجبوروي چې هم دکابل له حکومت ، هم له طالبانو او هم له پاکستان سره ګرم روابط ولري تر څو د دغو روابطو په ترڅ کې په افغانستان کې سوله ییزبهیر فعال  او له ټولو اړونده غاړو څخه  د دې تعهد واخلي چې له بیجینګ سره به دپاکستان او افغانستان په سرحدکې د میشتوخپلواکي غوښتونکو ایغوري مسلمانانو دفعالیتونوپه مخنیوي کې مرسته کوي.

افغانستان چې د طبیعي زیرمو له مخې د سیمې په کچه تر ټولو شتمن هیواد دی د دغو طبیعي زیرمو د استخراج او په کار اچولو لپاره داخلي ثبات او دچین په څیر نړیوالوا پانګوالوته ډیره اړتیالري.

افغان چارواکوته په کاردی چې د بهرنیو پانګوالو تر جلبولو اویاله هغوي سره د تجارتي او اقتصادي تړونونو ترلاس لیکولو وړاندې په هیواد کې د جګړې په پایته رسولو او دسولې په تأمین کې زیات کوښښ وکړي.

ځکه چې که دلته په هیواد کې سوله او امنیت نه وي نو د مس عینک او آموسیند د پروژو په څیر به ټولې هغه پروژې چې د نویو اقتصادي او تجارتي معاهداتو په ترڅ کې پلي کیږي تر فعالې دو، استخراج او احداث له مخې به د امنیت دنه شتون له کبله له سقوط سره مخ کیږي چې په دې سره به بیا هیڅ هیواد هم  په افغانستان کې د پانګونې لپاره زړه ښه نه کړي.

 والسلام علیکم ورحمةالله وبر………………..

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*