تازه خبرونه
Home / اقتصادي خبرونه / دنړۍ په تاریخ کې ترټولو ګران بیه ساعت په ۲۱.۳ میلیونه ډالرو وپلورل شو .

دنړۍ په تاریخ کې ترټولو ګران بیه ساعت په ۲۱.۳ میلیونه ډالرو وپلورل شو .

په نړۍ کې ترټولو ګرانه بیه ساعت په څه باندې ۲۱ میلیونه ډالرو وپلورل شو.

Patek-handmade-pocket-watch-533860دغه ساعت دسویس یوه ساعت جوړونکي پتېک پیلف ۸۱ کاله وړاندې جوړ کړی وو.

ساعت له نیم کیلو سرو زرو جوړ شوې دي او ۲۴ بېلابېل کارونه سرته رسوي.

ساعت جوړونکې دغه ساعت په ۱۹۳۳ م کال کې دنیویارک دبینک یوه اوسیدونکې ته جوړ کړی وو.

دغه فوق العاده پېچلې ګړۍ چې ۹۰۰ خوځنده پرزې لرې، د وخت له ښودلو ور آخوا خورا ډېرنورکارونه هم کوي.

یو ه دایمي کلیزیا جنتري لري، ښيي چې سپوږمۍ د څو شپو ده، داسمان يوه نقشه لري چې د شپې اسمان هغسې چې په منهاتن کې د کشر هانري ګرېفزله اپارتمان څخه ښکاري ښيي.

دغه ګران بیه او بې ساري ساعت تر ۱۹۶۹پورې دساعت دخاوند په کورنۍ کې پاتې شو، بیا یې یو څه وخت په موزیم کې تېر کړ، او وروسته په کال ۱۹۹۹ کې د قطر د سلطنتي کورنۍ پر یوهّ غړي شیخ الثاني باندې وپلورل شو. شیخ په دې ورستیو کې مړشو، او دغه نادوده ساعت او ډېرنور شیان چې هغه ټول کړي و، بېرته لیلام ته وروګرځېدل.

یاد ساعت تېره شپه دیوه کس لخوا چې نوم او هویت یې نه دي په ډاګه شوې د۲۱.۳ میلیونه ډالرو په قیمت واخستل شو.

عبدالله وردګ

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*