تازه خبرونه
Home / اقتصادي خبرونه / اسیاپراختیايي بانک له افغانستان سره مرسته او نړیوال بانک ورسره دمرستې ژمنه وکړه .

اسیاپراختیايي بانک له افغانستان سره مرسته او نړیوال بانک ورسره دمرستې ژمنه وکړه .

دآسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره د ۵۶.۶ میلیونو ډالرو مرسته وکړه.

kkkدغه بانک، د هېواد په ١٥ ولايتونو کې د اورښتونو له امله د زيانمن شويو کليوالي سړکونو او اوبو لګولو سيسټم د بيا رغونې لپاره ٥٦،٦ ميليونه ډالر ورکوي

د دې مرستې تړون  نن د افغانستان د ماليې سرپرست وزير او  په اقتصادي چارو کې د و لسمشر لوى سلاکار حضرت عمر زاخېلوال او په افغانستان کې د اسيا پراختيايي بانک د دفتر مسوول هانس ولدرنګ ترمنځ لاسيک شو.

د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، د مرستې له يادو پيسو څخه ٤٠ ميليون ډالر د اسيا د پراختيايي صندوق   او پاتې نور يې د برېتانيا د نړيوالې پراختيايي ادارې مرسته ده.

چارواکي وايي، چې دغه پيسې به د افغانستان د بنسټيزو جوړښتونو د صندوق له لارې په بغلان ،سمنګانو، کونړ، نورستان، پنجشېر،غور، بدخشان، نورستان، باميان، لغمان، سرپل،جوزجان،دايکنډي، فارياب او بلخ ولايتونو کې  په دوو کلونو کې  ولګول شي.

په افغانستان کي د اسيا پراختيايي بانک رييس د دفتر مسوول ولدرنګ وويل: " د دې پروژې په ترسره کېدو سره به له هغو خلکو سره چې په دې وروستيو کې يې د سېلابونو له امله  کليوالې جوړښتونه له منځه تللي، مرسته وشي، ترڅو د دوى د اوبه خور سيسټمونه بيا جوړ شي او مارکېټ ته د حاصلاتو د رسېدو لپاره  ورته زمينه برابره شي."

بل پلو نړیوال بانک هم ژمنه کړې چې له افغانستان سره به دمرستو لړۍ جاري وساتي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې  خبرپاڼه کې ویل شوي ، چې ولسمشر غني دنړیوال بانک له مشر  جیم یونګ کیم سره دیوه ویډیو کنفرانس له لاري تماس ونیوه  چې په دغه ویډیو کنفرانس کې ولسمشر غني، له افغانستان سره د نړیوال بانک د مرستو له امله له جیم یونګ کیم څخه مننه وکړه او ويې ويل، افغانستان به د نړیوال بانک یو قوي او ژمن همکار پاتې شي.

ده زیاته کړه، نړیوال بانک چې د نړۍ له نورو هېوادونو څخه کومې تجربې ترلاسه کړې دي، له موږ سره د هغو شریکول، افغانستان ته خورا حیاتي ارزښت لري او افغانستان چمتو دی، چې د نړیوال بانک د یوه همکار په توګه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو دغه تجربې جذب کړي.

په خبرپانه کې ویل شوي ، جې دنړیوال بانک مشر له افغانستان سره د اوږدمهال لپاره خپلو مرستو او همکاریو د دوام ژمنه وکړه.

دنړیوال بانک مشر جیم یونګ کیم زياته کړه، چې د افغانستان دغه بانک چمتو دی، چې د نړۍ له نورو هېوادونو څخه چې د ستونزو د حل لارو  په برخه کې کومې تجربې لري، هغه له افغانستان سره شریکې کړي.

عبدالله وردګ

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*