تازه خبرونه
Home / اقتصادي خبرونه / د کابل بانک پنځه نور پوروړي هم ونيول شول .

د کابل بانک پنځه نور پوروړي هم ونيول شول .

طالب نيوز : (چارشنبه – ۲۱ – عقرب – ۹۳) د کورنيو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې پوليسو د کابل بانک پنځه نور پوروړي نيولي دي .

KABULنيول شويو کسانو کې د صديق يار شرکت رئيس او مرستيال عتيق الله د غلام صديق زوی او محب الله د بابه خان زوی د کابل بانک اوسنی کار کونکی او د سائر مسعود لميټډ رئيس عبد المجيد د محمد هاشم زوی ، د کابل ښار د دويمې ناحيې هټۍ وال حاجي محمد د رحم خدا زوی او محب الله د طاهر زوی شامل دي .

د کورنيو چارو وزارت وايي چې دغه کسان يې د ولسمشرۍ د حکم پر اساس نيولي .

دا اقدام وروسته له هغه تر سره کيږي چې تېره ورځ په کابل کې د ايستيناف محکمې د کابل بانک د دو پخوانيو رئيسانو په ګډون د قضيې د ځينو ښکېلو کسانو په اړه خپله علني پرېکړه صادره کړه .

قاضيانو همدارنګه د شيرخان فرنود په غوښتنه حکم وکړ چې د کابل بانک له نورو «۲۲۷» پوروړو څخه دې هم پوښتنه وشي .

 فرنود د دغو کسانو لست محکمې ته سپارلی دی کابل بانک په «۲۰۱۰» ميلادي کال کې د شاوخوا «۹۰۰» ميليونه ډالرو ناقانونه پور د ورکړې له امله تاوان سره مخامخ شو .

 د کابل بانک ګډونوال ، د ملي شورا د غړو په ګډون لوړ پوړي دولتي چارواکي ، لوی سوداګر او د حکومتي چارواکو نژدې خپلوان د هغو اشخاصو له جملې دي چې له کابل بانکه يې په زياته اندازه پيسې پور کړې دي .

رحمت رشتین

comments

One comment

  1. دکابل بانګ پځه تنه نور بدماشان غله دحکومت زندی ته دریشوت بغیره ولوی دل که چیری دښه حکومت داری لپاره یی تحقیق وشی نواوافغان بانګ به دډیوالی توب څخه وژغورل شی

خپله تبصره ولیکې

. *

*