تازه خبرونه
Home / سرمقاله / د پکتیکا غمیزه د کومو اهدافو لپاره؟!

د پکتیکا غمیزه د کومو اهدافو لپاره؟!

د یکشنبې په مازدیګر ۴:۳۰ بجې د پکتیکا ولایت د یحی خیلو ولسوالۍ په مرکز د پړاو په کلي کې د خونړې چاودنې له کبله (۵۸) کسانو ارواح په حق ورسیدل او تر(۷۰ ) زیات سخت ژوبل شول.
دغه خونړۍ پیښه د نوموړي ولایت د دریو ولسوالیو ترمنځ د والیبال د سیالې په لوبه کې رامنځته شوه چې اکثریت قربانیان يي عام ملکي کسان ول .sarmaqal25
که څه هم چې تراوسه پوري چا د دغې خونړۍ پیښې د ترسرکولو پړه پرځان نده منلې خو معمولا د دغه ډول پیښو مسؤلیت په افغانستان کې د جګړې د ښکیلو لوریو پرغاړه وي.
دا په روان یوه کال کې د خپل ډول دوهمه غمیزه ده چې د پکتیکا په ولایت کې رامنځته کیږي او په ترڅ کې يې سلګونه کورنۍ د ویر په ټغر کښینول کیږي.
د یحی خیلو ولسوالۍ دا ویرجنه پیښه یوه ورځ ترهغه وروسته رامنځته شوه چې امریکايي ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د خپلو فوځونو نظامي ماموریت د ۲۰۱۵ کال تر پایه نورهم تمدید کړ او همداراز د افغانستان پارلمان د کابل او واشنګټن ترمنځ لاسلیک شوی امنیتي سند تصویب کړ.
په دغسي حساس وخت کې د داډول خونړي ویرجن عمل ترسره کیدل د عامو افغانانو په اذهانو کې بیلابیلې پوښتنې او اندیښنې راپورته کوي.
یوه پوښتنه د دغو پوښتنو له جملې څخه دا ده چې څرنګه د غه زړه بوږ نوونکې پیښه دقیقا د امنیتي تړون له تصویبولو اوپه افغانستان کې د امریکایي فوځیانود ماموریت له تمدیدولوسره همزمانه رامنځته شوه؟
ایا دغه ډول تراجیدي زیږوونکې پیښې په لوی لاس زمونږ په هیوادکې د بهرني موجودیت لپاره فرصت نه برابروي؟
ایا دغه ډول پیښې چې دیوه افغان لخوا د بل افغان پرخلاف ترسره کیږي زموږ دهیواد، ولس او عقیدې لپاره کومې ښیګنې له ځان سره لري؟
ایاکه له بهرنیانو پرته دجګړي ښکیل داخلي لوري یود بل دختمولو او له منځه وړلو لپاره په دغه ډول تخریبي کړنو لاس پوري کړي هغه به وتوانیږي چې جانب مقابل له منځه یوسي؟
ایا داسلام د سپیڅلی دین دلارښونو له مخې داسې عمل جوازلري چې له امله يي په لسګونو بیګناه انسانانو وینې په داسې بی دردي او بي غوري وبهولای شي ؟ 
بي له شکه چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو پرمهال د دغه ډول پیښو رامنځته کیدل دوه پیغامه له ځانه سره لري :
لومړی داچې بهرنیان دظالمو اوناروا افغانانو په لاس دغه ډول پیښې د دې لپاره ترسره کوي چې خپل موجودیت ته په افغانستان کې دلایل پیداکړي ،په دې معنا چې هغوی ووايي چې که موږ له افغانستانه ووځو نوافغانان به یوځلې بیا د داخلي جګړو په ترڅ کې دغه ډول یودبل سره وژني.
دوهم داچې یوشمیر هغه افغانان چې خپلې ګټې د بهرنیانو په شتون کې ویني هغوي داسې خونړۍ صحنې رامنځته کوي تر څو عام افغانان پردې قانع کړي چې که موبهرنیان په هیواد کې نه وي نو تل به مو په هیواد کې دغسي د وینو ویالې روانې وي.
چې دغه دواړه وضعیتونه هم دافغانستان د ولس او هم د افغانستان دملي وحدت او هم دافغانستان د ځمکني تمامیت په تاوان او یواځې بهرنیان تري ګټه اخیستلای شي.
په تیریوه کال کې دا دوهمه غمیزه ده چې دپکتیکا په ویرجنو خلګو راځي. 
په لومړۍ غمیزه کې چې دتیرې جولای په میاشت کې ترسره شوه شاوخوا (۲۰۰) عام ملکي خلګ مړه او ژوبل شول .
د دغو دواړو ویرجنو غمیزو په مقابل کې دجګړې ښکیلو لوریو یواځې دومره وکړل چې د هغې مسؤلیت یې په غاړه نه واخیست.
یوځل چې یوڅوک ووژل شي دهغه د وژلو مسؤلیت په غاړه اخیستل او نه اخیستل د وژل شوي اشخاصو او یا دهغو دویرجنو کورنيو هیڅ درد نشي دواء کولای.
دا یواځې دپکتیکا خلګ نه دې چې دغه ډول د خپلو عزیزانو په ویر ویرجن کیږي ،بلکې دافغانستان په ګوټ ګوټ کې هره ورځ په لسګونو او سلګونو کورنۍ دغسي د خپلو خپلوانو په ویر کړیږي ، کله يې دکورني اعضاء د بهرنیوقواو په ړندو بمباریو کې وژل کیږي ، کله يي دهغوي دشپي په عملیاتو کې په تړلو لاسونو له کورونو را ایستل کیږي او کله يي هم دلويي لارې په سر دښخ کړل شوي ماینونوپه ذریعه له ژونده محرومیږي اوکله بیا په کلیو او ښارونوکې د دغه ډول بي مسؤلیته انفجاراتو په ترڅ کې په سرو وینو لمبول کیږي .
اخیر دغه ډول بي مسؤلیته کور ورانوونکې وژنې او پیښې به دچا په درد وخوړل شي ؟
ایا همدغه ډول وژنې به دافغانستان د آزادۍ لامل ګرځي او که به نور هم زیات دهیواد د محکومیت او تباهي؟
ټول افغان ولس په عامه توګه او دافغانستان په قضیه کې ښکیل لوري په خاصه توګه دامسؤلیت لري چې نور د دغه ډول پیښو د مخنیوي لپاره لاس په کار شي ، په دې لاره کې خپل اسلامي ، افغاني او انساني مسؤلیت ترسره کړي او په متحده توګه دخپل وطن او ملت دنجات لپاره مشترک تفاهم او سوله ییزې هلې ځلې وکړي .
همدغه لاره له تباهي او بربادي څخه د نجات یواځینۍ لاره ده .  والسلام علیکم ورحمةالله وبر………

 

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*