تازه خبرونه
Home / سرمقاله / د سعودي عربستان او منځني ختیځ پر وضعیت د باچا عبد الله د مړینې اغیزې

د سعودي عربستان او منځني ختیځ پر وضعیت د باچا عبد الله د مړینې اغیزې

د سعودی عربستان ۹۱ کلن باچا ملک عبد الله له یوې اوږدې ناروغۍ وروسته  تيره پنجشنبه د ۹۱ کلونو په عمر له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.

نوموړی په کال ۲۰۰۵ میلادي کې د ملک فهد تر وفات وروسته د سعودي د شپږم  باچا په توګه واک ترلاسه او د خپلې نه کلنې واکمنۍ په ترڅ کې یې  په سعودې عربستان کې یولړ د پاموړ بدلونونه راوستل .

په دغو بدلونو کې ، تعلیمي ، اقتصادي او له بهرنۍ نړۍ سره په دیپلو ماتیکو اړیکو کې پرمختګ شامل وه.

نوموړی د واک تر لاسه کولو سمدستي وروسته  د حرمینو شریفینو ( حرم مکي او حرم مدني) د توسعې او پراخوالې  ساختماني پروژې پیل کړي .hhhhh

په دغو توسعوي پروژو یې  یواځې د مسجد الحرام پر پراخوالي ۴۰ملیارد  ریاله لګښت وکړ چې په نتیجه کې یې حرم مکي اوس په یوه مهال د ۳ ملیونه لمونځ کوونکو ظرفیت لري او همداراز د کعبي معظمې  طواف ځای (مطاف) په یوه ساعت کې د ۱۰۵۰۰۰ طواف کوونکو د طواف جوګه دی .

د حرم مکي د توسعې لپاره د باچا عبد الله دغه ساختماني پروژه  په تیرو ۱۴ پیړیوکې  د مسجدالحرام په تاریخ کې  تر ټولو لو یه او مهمه پروژه ګڼل کیږي.

همداراز نوموړي د حرم نبوي د توسعې لپاره هم ورته پروژه  د ۳۵ ملیارد ریاله په لګښت ایجاد کړه چې اوس مسجد نبوي په یوه مهال د یو اعشاریه ۷  ملیون لمونځ کوونکو ظرفیت لري .

همداډول نوموړي د خپلې واکمني په وخت کې ۳۰ پوهنتونونه او په لسګونو نور تعلیمي مراکز جوړ کړل.

پاچا عبدالله  د خپل هیواد د ابادولو ترڅنګ د عربي نړۍ  قضایاوته هم ځانګړې توجه لرله .

د نوموړی په مشري د فلسطین د حماس او الفتح غورځنګ ترمنځ د مصالحې تړون وشو .

د باچا عبد الله د واکمنۍ پرمهال په عربي نړۍ کې د (بهارعرب) ولس پاڅونونه پیل شول چې له امله يي د تونس، لیبیا، یمن او مصر مقتدر او سابقه لرونکي واکمنان یو پربل پسي له واکه لیري او په یادوهیوادونو کې دا خلي جګړې پیل شولې.

ملک عبد الله د دغو هیوادونو په اړه د خپلواک سیاست په غوره کولو سره د هغوی د داخلي شخړو د آرامولو په لاره کې خپل جدو جهد جاري وساته .

د تونس معزول شوي مشر زین العابدین ته يي په خپل هیواد کې د اوسیدو لپاره ځای ورکړ ، د مصر بیواکه شوي مشر حسن مبارک ته يي سعودي ته د ورتللو بلنه ورکړه ، او د یمن د ژوبل شوی مشرعبد الله صالح  په سعودي عربستان کې درملنه وکړه .

ملک عبد الله په ۲۰۱۱ کال کې د فورین پالیسې مجلې د تر سره شوې سروې له مخې په نړۍ کې د ۶ ځواکمن شخصیت په توګه اعلان کړل شو.

 ملک عبد الله  د سعودي د باچا په حیث په عربي او اسلامي نړۍ خپل اغیز درلود .

سعودي عربستان د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د ټاټوبي او هلته  د حرمینو شریفینو د شتون له کبله د ټولو مسلمانانو په زړه کې  خاص ځای لري او مسلمانان ورته په ځانګړي احترام قائل دي .

له همدې امله  ملک عبد الله هم د سعودي د حاکم  په توګه  د اسلامي نړۍ د واکمنانو په منځ کې ځانګړی مقام درلود.

نوموړي  په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره هم مثبتې هلې ځلې وکړي او د افغاني قضیې د ښکیلو اړخونو د یوځای کولو او پخلاء کولو هڅې وکړې.

ملک عبد الله په داسې وخت کې له نړۍ سترګې پټې کړې چې عربي نړۍ په تیره منځنی ختیځ د سخت کړکیچ ښکار او او د دې کړکیچ لمنه د سعودي عربستان تر پولو ورورسیده .

د باچا عبدالله د وفات په ورځ د سعودي عربستان په ګاونډی هیواد یمن کې د حوثي شیعه مذهبه ملیشو لخوا  د دغه هیواد په پلازمینه صنعاء کې ولسمشریزه ماڼۍ محاصره او د یمن منتخب ولسمشر عبدربه هادي یې استعفاء ته مجبور کړ.

د عراق او سوريي داخلې جګړې او په بحرین کې د شیعه پاڅون کوونکو لاریونونه ټول هغه څه دي چې منځنی ختیځ نورهم د بحران لورته بیايي.

په سعودي عربستان کې د ملک عبدالله په څیر د مسلط شخصیت نشتون به هرومرو د دغه هیواد او په مجموع کې د سعودي د ګاونډ عربي خلیج په وضعیت منفي اثر وغورځوي .

د سعودي عربستان اوسني واکمن ملک سلیمان چې د آل سعود په حاکمه کورنۍ کې مقتدر شخص ګڼل کیږي د ملک عبد الله ځای ناستی ټاکل شوی او د د ې هیواد  د قدرت واګې یې ترلاسه کړې.

وبه کتل شي چې نوموړی به د منځني ختیځ د بحران په له منځه وړلو او د متوفي باچا د پیل کړو اصلاحي پروګرامونو په عملي کولو کې څومره توانايي ولري. 

 

comments

One comment

  1. د امریکا او اسرایلو سړی وو ده په هغه ځای کی جضور لرلو چی د کوم ځای نه د اسلام مقدس دین خپور شوی خو ده یوه ورځ د اسلام په ګټه کومه خبر ونه کړه او نه یی د اسلام او پیغمبر دفاع وکړهه

     

خپله تبصره ولیکې

. *

*