تازه خبرونه
Home / دین پوهنه / دسودپه اړه قرآني حکم

دسودپه اړه قرآني حکم

 

Feb 22 at 7:58 AM
الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُم بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ سِرًّا وَعَلاَنِيَةً فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ ۲۷۴
هغه کسان چې لګوي خپل مالونه په شپه او ورځ، پټ او ښکاره، نو هغوي ته د هغوي د څښتن  له خوا اجر(ثواب) ثابت دی، نه به پر هغوي کومه ويره ښکاريږي او نه به هم هغوي غمژنه کيږي.
 الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لاَ يَقُومُونَ إِلاَّ كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُواْ إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا
وَأَحَلَّ اللّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا فَمَن جَاءهُ مَوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّهِ فَانتَهَىَ فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللّهِ وَمَنْ عَادَ فَأُوْلَـئِكَ
أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ۲۷۵
هغه خلک چې سود خوري نه به راپورته کیږي (د قيامت پر ورځ)مګر داسې به راپورته کیږي لکه هغه کس چې شيطان(پيري) اړولی وي. دا ځکه چې دوي ويلي وو (په دُنيا کې) چې دا سوداګري خو په حقيقت کې لکه سود داسې ده، (دا نو بيخي عجيبه ده چې) خدای سوداګري حلاله کړي او سود يې حرام کړی. نو هغه څوک چې ورته ورسيږي(راشي) د هغه د پالونکي له خوا نصيحت نو دی(سودخوړل) پريږدي، نو ده ته ثابته ده هغه (سودي ګټه چې) چې ده پخوا کوله او د هغې( د باطني حالت، چې آيا توبه رښتيا ده که منافقانه) په اړه پريکړه په لوی خدای جل جلاله کار دی. او څوک چې وګرزي (بيا یې پيل کړي، سود خوړل)  نو داسې خلک دوزخيان دي، دوي به تل په هغه (دوزخ) کې پراته وي.
يَمْحَقُ اللّهُ الْرِّبَا وَيُرْبِي الصَّدَقَاتِ وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ ۲۷۶
له منځه وړي خدای جل جلاله (د) سود (برکت) او زياتوي (د) صدقاتو (برکت) او الله جل جلاله نه خوښوي هر هغه څوک چې ناشکره ګناهګار وي.
 إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ ۲۷۷
بې شکه هغه څوک چې ايمان راوړي،نيک عملونه وکړي،لمونځونه قائم کړي او زکات ورکړي، هغوي به د خپل څښتن (الله جل جلاله) له لوري اجر ترلاسه کړي، نه به پر هغوي ويره راځي او نه به هم غمژنه کيږي.
 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَذَرُواْ مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ۲۷۸
ای مؤمنانو! له خدايه وويريږئ او که تاسې رښتوني مؤمنان ياست نو د سود هغه برخه چې ( دچا پر غاړه پاتې ده) پريږدئ.
 فَإِن لَّمْ تَفْعَلُواْ فَأْذَنُواْ بِحَرْبٍ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ وَإِن تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُؤُوسُ أَمْوَالِكُمْ لاَ تَظْلِمُونَ وَلاَ تُظْلَمُونَ ۲۷۹
خو که (د پورته هڅونې سربېره مو بيا هم) داسې ونکړل نو چمتو شئ د الله او د هغه د رسول له لورې جګړې ته. او که تاسې توبه وباسئ نو ستاسې اصلي شتمني (له سوده پرته) ستاسې حق دی. مه تاسې پر چا ظلم کوئ او نه دې خلک پر تاسې ظلم کوي.
 وَإِن كَانَ ذُو عُسْرَةٍ فَنَظِرَةٌ إِلَى مَيْسَرَةٍ وَأَن تَصَدَّقُواْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ ۲۸۰
او که ستاسې کوم پوروړی لاس تنګی وي،نو هغه ته د آسانۍ تر وخته کتل په کار دي، او که (دغه پور پيسې مو هغه ته ور وبښئ او) صدقه يې کړئ، نو دا څه ستاسې لپاره ډېر غوره دي که تاسې پوهيدلای.
 وَاتَّقُواْ يَوْمًا تُرْجَعُونَ فِيهِ إِلَى اللّهِ ثُمَّ تُوَفَّى كُلُّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ ۲۸۱
او تاسې ټول وويريږئ له هغې ورځې چې تاسې به پکې الله ته ورګرزئ، وروسته به هر يوه ته د هغه له کړو عملونو سره سم ګټه ورکول کيږي او پر هغوي به هیڅ ظلم نه کيږي.
تشريح: هغه خلک چې سود خوري يانې له خلکو نه د ورکړيو پيسو په مقابل کې ګټه يا سود اخلي،  نه به راپورته کیږي د قيامت پر ورځ له خپلو قبرونو څخه، مګر داسې به راپورته کیږي چې حواس به یې ګډوډ، مختل او مخبوط وي. کټ مټ داسې لکه هغه کس چې شيطان(پيري) اړولی وي.څنګه چې د پيري اړول شوی کس پر خپل عقل، حواسو او کړو وړ واک نلري، ګډې وډې وايي او ځان او بل ته د ضرر رسولو هڅه کوي، همداسې به سودخواره هم د قيامت پر ورځ وارخطا له قبرونو راپاڅيږي.
 دا ځکه چې دوي د سودي کاروبار د حلت په اړه په دُنیا کې ويلي وو  چې دا سوداګري خو په حقيقت کې د ګټې د لاسته راوړلو له پلوه لکه سود داسې ده، د دوي پر آند دا نو بيخي عجيبه ده چې خدای جل جلاله سوداګري حلاله کړي او سود يې حرام کړی، او دا چې سود هم بايد حلال کړای شوی وای.
 نو هغه څوک چې د سوداګرۍ د حلت او د سود دحُرمت په اړه  ورته د خپل څښتن له خوا نصيحت  ورسيږي، نو دی سودخوړل، د هغو حلال ګڼل او له سوداګرۍ سره يې تشبيه ورکول پريږدي، نو ده ته ثابته ده هغه (سودي ګټه چې) چې ده به د دغه شرعي حکم له نازلیدو پخوا کوله. يانې د شريعت د ښکاره حکم له مخې د هغه توبه قبوله شوه او هغه ګټلی مال د ده په برخه ورسيد.  او د هغې د باطني حالت(چې آيا ده دغه توبه له زړه ايستلي او که هسې د منافقت توبه ده،) چاره په لوی خدای جل جلاله بورې تړلې ده. په دې برخه کې خلک بايد د توبه کونکي په اړه بدګوماني ونکړي.  او څوک چې وګرزي، له خپلې توبې او د پورته الهي خواخوږۍ او نصيحت اوريدلو سربېره، يو ځل بيا سود خوړل پيل کړي، نو داسې خلک  له دې امله چې کبيره ګناه يې وکړه دوزخيان دي، او دوي به  له دې امله چې سود يې حلال ګڼلی او د همدغه دريځ له مخې يې بيا د هغه خوړل پيل کړي، نو څنګه چې د دوي دغه وينا، دريځ او بيا پر هغه دريدل او پاتې کيدل کُفر دی، نو دوي به د خپل همدغه کُفر له امله تل تر تله په هغه (دوزخ) کې پراته وي.
د سود له لارې ګټل شوي پيسې ه څه هم په ښکاره  له دې امله ډېرېږي چې په څوچنده ګټه ورکول شوي وي، خو په حقيقت کې دغه زياتوالی، نقصان دی او کمي ده. ځکه چې له منځه وړي خدای جل جلاله (د) سود (برکت). او د صدقاتو د ورکولو له لارې که څه هم په ښکاره مال ډېر کميږي خو په حقيقت دغه کمي، کمي نه بلکې ګټه ده  او زياتوي (د) صدقاتو (برکت). کله ناکله دغه زياتوالی په دُنيا کې هم په مال، اولاد او نعمتونو کې او همدا راز د معنوي خوښيو او مقبوليت په بڼه څرګند شي او که په دُنيا کې يې بدل تر سترګو نشي نو په آخرت کې خو يې ګټه له هيچا پټه نده. او الله جل جلاله نه خوښوي، بلکې کرکه ترې کوي، بد يې ايسوي، هر هغه څوک چې ناشکره وي، د الله تعالی د نعمتونو کُفران یې کړی وي او يا يې هم د پورته ذکر شويو خبرو په څير خبري کړي وي او په دې ډول يې ځان کافر کړی وي، او همدا راز لوی خدای جل جلاله نه خوښوي داسې څوک چې ګناهګار وي، او ځانونه يې د سود خوړلو په څير د کبیره ګناهونو په کولو سره په ګُناه کې ښکيل کړي وي.
بې شکه هغه څوک چې ايمان راوړي،نيک عملونه وکړي، او په تېره بيا لمونځونه په داسې ډول قائم کړي لکه په شريعت کې چې پرې ټينګار شوی،او  له خپلو مالونو څخه چې له شرعي نصاب سره سم وي زکات ورکړي، هغوي به د خپل څښتن (الله جل جلاله) له لوري په آخرت کې پوره پوره اجر ترلاسه کړي، او د قيامت د ورځې په کړاؤنو، د حساب کتاب پر مهال به نه پر هغوي ويره راځي، لکه په نورو ګناهګارانو او سودخورو چې راځي، او نه به هم هغوي د دغو پيښو له امله غمژنه کيږي. لکه پورته چې مو له قبرونو څخه د سودخورو د راپورته کيدلو کيفيت ولوست .
ای مؤمنانو!  د ژوند په ټولو چارو او په تېره بيا د سود په برخه کې پورته سختو وعيدونو ته په کتلو سره له خدايه وويريږئ او که تاسې رښتوني مؤمنان ياست نو د خپل ايمان له غوښتنې سره سم د سود هغه برخه چې ( دچا پر غاړه پاتې ده) پريږدئ. او کنه نو الله جل جلاله ستاسې پر خلاف د جګړې اعلان کوي، نو چمتو شئ د الله او د هغه د رسول له لورې جګړې ته، او دغه جګړه په اصل کې ځوابي جګړه ده، ځکه چې جګړه خو په خپله سودخوړونکو هغه مهال د الله او د هغه د رسول پر خلاف پيل کړه، چې الهي حکم ته يې شا کړه، سود خوړل يې پيل کړل، توبه يې وايستله او بيا يې ماته کړله او دغې ناوړه دندې ته يې ملا وتړله. او که تاسې توبه وباسئ نو ستاسې اصلي شتمني (له سوده پرته) د قرآني قانون له مخې ستاسې حق دی. د دغه قانون له پلې کيدو وروسته، مه تاسې پر چا ظلم کوئ داسې چې له هغه نه تر خپل پورته ټاکلي حق زياتې پيسې وغواړئ، او نه دې هم خلک پر تاسې ظلم کوي، داسې چې تاسې ته ستاسې له منل شوي حقه کمې پيسې درکړي او يا مو سکوټ له حقه انکاري شي..
او که ستاسې کوم پوروړی لاس تنګی وي او پر خپل وخت تاسې ته پور درنکړای شي ،نو هغه ته د دغه الهي نصيحت له مخې د آسانۍ تر وخته کتل په کار دي،ځکه پوروړي ته وخت او مُهلت ورکول ډېر لوی ثواب لري. په طبراني کې يو حديث روايت شوی چې فرمايي چې هر څوک که غواړي چې د قيامت پر ورځ يې د نورو سيورو د نشتوالي له امله يو سيوری پر سر پاتې شي نو هغه دې لاس تنګي پوروړي سره نرمي وکړي او که کولای شي پور دې ور وبښي.
د مسند احمد د يوه بل روايت له مخې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي چې هر څوک چې خپل پوروړي ته مهلت ورکړي نو هره ورځ ورته د همدومره پيسو د صدقې ثواب ورکول کيږي. او که لومړي مهلته وروسته یې بيا هم ادا نکړای شي نو که بيا مهلت ورکړي، دوه چنده ثواب ورته ليکل کيږي. او که (دغه پور پيسې مو هغه ته ور وبښئ او) صدقه يې کړئ، نو دا څه ستاسې لپاره ډېر غوره دي که تاسې پوهيدلای.
همدا راز په يوه بل حديث کې راځي چې که څوک غواړي چې دعاء يې قبوله او مصيبتونه يې له سره ليري شي نو هغه دې لاس تنګي پوروړي ته وخت ورکوي.
او مؤمنانو! تاسې ټول وويريږئ له هغې ورځې چې تاسې ټول به پکې الله ته ورګرزئ، وروسته به هر يوه ته د هغه له کړو عملونو سره سم ګټه (بدل) ورکول کيږي او پر هغوي به هیڅ ظلم نه کيږي.ځکه نو تاسې بايد د خپلو بدو کړو وړو له انجامه وويريږئ او خپل کړه وړه مو له همدا اوسه سم کړئ.
تفسير: د سورة البقرة له آيت ۲۶۱ نه تر ۲۷۴ پورې مو د لوی خدای جل جلاله په لاره کې د مالونو لګولو او صدقاتو ښېګڼې او احکام ولوستل، او دا دی په دې رکوع کې مو له آيت لمبر ۲۷۴ نه تر آيت ۲۸۱ پورې د هغې د ضد يعنې سود بيان ولوست. صدقات  د انسان د سخاوت د جذبې څرګندونه کوي او سود بيا د انسان د بخيلۍ او له شتمنۍ او پيسو سره د هغه د افراطي مينې نښه ګڼل کیږي.
سود يا رباء هغې ګټې ته ويل کیږي چې له يو چا نه د پور د پيسو په بدل کې سرباري اخيستل کيږي. مثلاً يو څوک چا ته لس زره افغانۍ پور ورکړي او هغه ته ووايي چې دغه پيسې به ماته پنځه مياشتې وروسته دولس زره افغانۍ راکوې، دلته دوه زره افغانۍ سود پرې کيښودل شو. همدا راز ځينې بلکې زیاتره سودخواره داسې کوي چې که يو څوک په ټاکلي موده کې پور له سود سره ورنکړای شي، نو د هرې مياشتې په تېرېدو سره ورباندي سرباري نورې روپۍ زياتوي او يو وخت داسې راځي چې د سود پيسې د پور تر اصلي پيسو ډېري شي او پوروړی يې تر بار لاندې پورته کيدای نشي. بيا نو دغه سود خور د پيسو په مقابل کې له هغه نه د هغه د ثابتو شتمنيو لکه کور، ځمکه، باغ، کرونده، موټر، دُکان او نورو د تروړلو په هڅه کې شي.
د دغې رکوع په پيل کې په آيت ۲۷۵ کې د مشرکينو هغه خبره یاده شوي چې ويل به يې چې کله چې موږ څه سامانونه وپلورو او ګټه پرې وکړو، دغه ګټه شريعت حلاله کړيده او کله چې چا ته نغدي پيسې په ګټه ورکړو، هغه يې حرامه کړيده او د سود نوم يې ورکړی دی، په داسې حال کې چې هيڅ توپير يې نشته، ځکه په دواړو صورتونو کې ګټه لاسته راځي.
د دوي د دې خبرې يو ځواب خو دا دی چې د سوداګريزو توخو د پلورلو موخه له هغو نه ګټه لاسته راوړل دي، نغدي پيسې خو د مبادلاتو يوه وسيله ده. سوداګريز توکي پرې اخيستل کيږي او پلورل کيږي، اوس که یو څوک له نغدو پيسو نه د سوداګريز توکي کار اخلي او هغه په ګټه پلوري، نو دا څه د شرعي حکم له مخې ناروا دي. د دغه حرمت تر شا دلايل هم هغه مفاسد دي چې په ټولنه کې د سود د خپريدلو له امله رامنځته شويدي. په دې برخه کې ګڼ کتابونه ليکل شوي دي چې لوستونکي کولای شي هغو ته مراجعه وکړي او يا هم له مستندو علماء کرامو په دې برخه کې لارښوونې ترلاسه کړي.
خو که د يو چا سر د دغو ټولو حقايقو سربېره بیا هم پر دغو شرعي احکامو نه خلاصيږي، يا یې زړه ورباندې اوبه نه څښي، نو هغوي دې بس دا فکر وکړي چې د لوی خدای جل جلاله له لورې نازل شوی هر حکم د بشريت د ښيګڼې لپاره دی او دا مهمه نده چې د انسانانو سر دې د هغو پر حکمتونو خلاص شي، خو که يو څوک په مخلصانه ډول د دا ډول حکمتونو د راسپړدلو هڅې کوي، نو شرعاً پر هغوي هيڅ بنديز نشته.( اسان ترجمه قرآن، شيخ محمد تقي عثماني،مکتبة معارف القرآن، کراچي، ټوک۱،مخ،۱۷۲)

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*