تازه خبرونه
Home / سرمقاله / د هیواد روان وضعیت د چا په ګټه دی ؟

د هیواد روان وضعیت د چا په ګټه دی ؟

څرنګه چې له افغانستان څخه  د امریکا اوناټوځواکونو له وتلو اوجنګي فعالیت ختمولو  سره سم  په دې هیواد کې  امنیتي او سیاسي وضعیت نورهم  دخرابۍ اوکړکیچ پرخوا  روان دی.

د ګډ حکومت د جوړولو پر سر د متنازعو لوریو له  جنجالونو او  ناندریو وروسته د کابیني پرجوړیدو مخالفتونه   ، د  هیواد په  پایتخت ، لویو ښارونو او لیري پرتو  سیمو کې  د پوځي پیښو زیاتوالی ، او  د ځینو رسنیو له لوري په هیواد کې د نویو ډلو او بانډونو  د را پیداکیدو تبلیغات ، د ځوانانو په منځ کې  د بیکارۍ د کچې لوړتیا د یوه افغان شموله مقتدر حکومت نشتوالی او د  افغانستان د بي ثباتۍ له پاره دمغرضو ګاونډیو، سمییزوهیوادونو او ښکيلوځواکونو هڅې ټول هغه  عوامل دي چې افغانان یې  د خپل راتلونکی په اړه  په تشویش کې اچولي دي .sarmaqala da hewad rawan waziat

له بده مرغه چې د دغو ټولوبحراني عواملو په مقابل کې دافغان قضیې  د ښکیلو لوريو  لخوا هیڅ داسې مؤثراقدام  نه لیدل کیږي چې له امله يي افغانان ډاډه او د یوه ډاډ من افغانستان په زړه کې  د هوسا ژوند تمه ولري.

نړیوالې ټولنې چې په پیل کې  د افغانستان د بیارغونې او دلته د یوه قانوني مسلط حکومت د منځته راتلو په خاطر  کومې ژمنې کړې وې ، هغه  همداسې  دکاغذ پرمخ پاتې شوې، همداراز حکومتي چارواکو چې د ګډ حکومت د انتخاباتي  کمپاینونو پرمهال کوم شعاورونه د هیواد دبیارغوني ، ښه حکومت کولو، دسولې اوثبات تأمينولو  او فساد له منځه وړلو په خاطر ورکړي وه ، هغه  یواځې په موقت ډول د نوموړو کاندیدانو د کامیابولو لپاره د وسیلې په توګه وکارول شول.

د ګډ حکومت په راتګ سره نه داچې د  هیواد والو اقتصادي وضعیت سم نشو بلکې د هغه ترڅنګ  امنیتي وضعیت هم تر بد بدتر شو، مشکل دا دی چې د هیواد او هیواد والو د دغه بدتر  وضعیت د سمون لپاره نه څوک کار کوي اونه هم دهغه په اړه د مسؤلیت احساس، حکومت د نا امنۍ او نورو ناخوالو پړه د وسله والو مجاهدینو پر غاړه ور اچوي او مجاهیدین یې  د حکومت پرغاړه .

د سولې د تأمین لپاره چې باید په حقیقي ډول د اخلاص ګامونه پورته شوي  وای هغه هم  د پرمختګ  پرځای  پرشا راځي او هیڅ داسې څرک نه تر سترګو کیږي چې په هیواد کې دې د جګړې په ختمولو کې مؤثریت ولري.

له بله لوري نه  امریکايان  او نه هم  افغان حکومت د مجاهدینو طالبانو په له منځه وړلو کې مطلوبې لاسته راوړنې لري او نه هم وسله وال مجاهدین  د امریکایانو په مرسته جوړ ګډ حکومت  د له منځه وړلو توان لري.

بلکې دواړه لوري تش دومره توان اوطاقت په ځان کې ویني چې  جګړه جاري وساتي نه داچې هغه دکوم لوري په ګټه اوبريا پایته ورسيږي ، چې د دې نیم ژواندې جاري وضعیت او سیاسي احتقان ( خونریزي)  ټول بوج د افغان جګړه ځپلې ولس پر اوږو ور لویږي او د هرې  ورځې  په  تیریدو سره  یې د هغوي ، ځاني  مالي او اقتصادي  تلفات  ورسره  اضافه کیږي.

ښايي د راتلونکي  پسرلي په را رسیدو سره  دغه وضعیت  لا  خراب او په هیواد کې د  خونړیو جګړو لړۍ  نوره هم   ګړندۍ  شي .

اوس  اوس چې د نړیوالو رسنیو له لوري  په هیواد کې  د نویو ډلو ټپلو  د  موجودیت  په اړه تبلیغات کیږي دا په حقیقت کې  په هیواد کې  د جګړې  د حجم او ساحي د پراخوالي معنا ورکوي .

پر دې ټولو ناخوالو سر بیره  په ګاونډيو هیوادونو ایران او پاکستان  کې  د  شاخوا  ۵ میلیونو افغان  کډوالو  د بیرته  راستنیدلو په اړه  د یادو هیوادونو د چارواکو نوې تګلاره  بي له شکه چې  د افغانانو او افغان حکومت له پاره   نوی سر خوږی بلل کیږي؛  ځکه  افغان حکومت  په دغه نا متوازن وضعیت کې د هغو افغانانو د ستونزو تر عهده نشوای وتلای کوم چې  دلته  اوسیږي ، نو اوس چې پر هغوی سربیره شاوخوا نور ۵ میلیونه  وګړي  هم  وراضافه  کیږي  خامخابه ورسره  د هغوی  اقتصادي او امنیتي ستونزې دوه چنده کیږي. چې دا ټول  د هیواد  د اقتصادي  او امنیتي   شرائطو د ناسموالي  لامل ګرځي  .

د هیواد پورتنی نامناسب وضعیت نه د ولس ، نه  د واکمنو چارواکو(حکومت) او نه هم دهغوی د مخالفينو(مجاهدینو) په ګټه دی .

دا چې موږ د نړۍ په جغرافیه کې د افغانانو په نوم یادیږو  او افغانستان  په تاریخي لحاظ له ویاړونو  او کارنامو ډک هیواد  دی ، چې اوس یې بدبختانه دجګړو له  امله هرڅه له لاسه ورکړي دي .

که غواړو چې خپل له لاسه ورکړی حیثیت بیرته  ترلاسه  او دخپل هیواد  تاریخي وقار اعاده اوپرځای کړو  نو  باید موږټول افغانان په ګډه  د خپلو  ملي او اسلامي مصالحو  لپاره  د افغان او مسلمان  په نوم یوبل ته دوحدت  او یوالي لاسونه سره ورکړو، ټول هغه  اختلافونه شاته پریږدو چې  زمونږ  ملي یوالی  زیانمنوي  او په مشترکه توګه  د یوه هوسا ، بریا او نیکمرغه افغانستان دجوړ ولو لپاره کار وکړو .

چې له شک  پرته  همدغه  کار  د افغانستان او په مجموع کې د ټول افغان ولس په ګټه دی .

 

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*