تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / د سولې په اړه وروستي پرمختګونه

د سولې په اړه وروستي پرمختګونه

له ګران  افغانستاڼ څخه  د خارجي قوتونو دوتلو له پیلیدلو سره سم  د هيواد  والو په منځ کې  دا هیلې راپیداشوې چې  نور د  هغوی ترمنځ  د یووالي او نیږدي کیدو فرصتونه  رالنډ  شوي  دي.
ځکه  همدا خارجي قوتونه په افغانستان  باندې پر تجاوز کولو  او نورو  بې شمیره  فاجعو سر بیره  د افغانانو ترمنځ د لیري والی او نفرتونو  رامینځته کولو عمده  لامل هم وه.
اوس چې  هغوی له افغانستان څخه د خپلو قواوو  وتل پیل کړي ،  د افغانستان داخلي او محیطي شرائط  دیته جوړ شوی دي چې  افغانان په خپل منځ کې د هیواد  د راتلونکي په اړه یو له بل سره مفاهمت وکړي da soli pa araاو یو بل ته خپلې غوښتنې د  ډیالوګ او تفاهم  په ذریعه ور  واوروي.
دا يومسلم حقیقت  دی چې د افغانستان  د معضلې اصلي عامل  خارجي قوتونه دي ، خو ددې  ترڅنګ  داهم باید ومنل شي  چې  يو ډیرشمير افغانان وروڼه دداخلي خپلمنځي خونړيزو جنګونو اواختلافاتو له کبله دهمدې خارجي قوتونو وتائيد اوملګرتیا ته مجبور شوي دي . 
له تیرو دری نيمو لسیزو راهیسي  کور ورانوونکو جګړو د افغانانو ټول مادي او معنوي  ارزښتونه  له منځه  وړي او وروڼه افغانان یې یو د بل پرخلاف  وسلې اخیستلو ته مجبور کړي دي.
له دغو مصیبتونو او ناورین څخه  د نجات یواځینۍ لاره د افغانانو یووالی او اتحاد  دی ، که افغانان سوکالي او آرامي غواړي نو تحقق  یې په افغاني  وحدت کې ممکن دی ، که موږ ټول افغانان خپل ترمنځ اتحاد او اتفاق ونه لرو، نو بیابه هم  په یوه اوبل نوم  یو د بل په مقابل کې ولاړيو او یو د بل وینې به تویه وو .
 زموږ په خلکو کې هغه مشهوره متل دی( چې وینه په وینې نه پریمنځل کیږي) نو که  افغانان  په خپل هیواد کې هر مثبت تحول اوبدلون غواړي هغه  د دوي په اتفاق او اتحاد پوري مربوط اومشروط دی  که چیري د هغوی  داخلي  یووالی نه وي، نو که په لسګونه کلونه نورهم یو د بل په خلاف اوضد وسله  وچلوي  بیايي به یې هم  نتیجه  د هیواد له تباهي او بربادي پرته بل څه نه وي .
اوس چې په هیواد کې  د خارجي قوتونو دوتلو په  پیلیدلو سره  د افغانانو ترمنځ د خپل منځي تفاهم امکانات زیات شوی باید ټول افغانان په تیره بیا د افغان معضلې دخیل اړخونه له دې  طلايي چانس څخه  ښه استفاده وکړي .
د ا هیڅکله  دحل لاره نه ده چې  یو لوری  د افغانستان  سیاسي واک  تر ځان پوري منحصراومحدود کړي او یاهم  د جنګي قوت او زور په ذریعه بل لوری نفی کړي ، که دافغاني قضيې ښکيل لوري  له دری نیمو لسیزو تجربو څخه  وروسته  بیا هم  د زور او جنګي قوت په مټ ديو بل  نفي کولو  نسخه آزمايي  معنی یې داده چې هغه له تیرو ترخو تجربو څخه هیڅ نه دي زده کړي  او یا نه غواړي چې زده يي کړي، چې داکار ډيره لويه تيروتنه ده.
د افغانستان وروستیو تحولاتو ته په کتو سره داسې څرګندیږي چې دلته  د جګړو نور تداوم  د نورو  ناورینونو د زیږیدو لامل دی ، لهذا  د افغانستان  د لانجې ټولو خارجي او داخلي اړخونو ته په کار دي  چې تر هرڅه وړاندې د جګړي پر ختمولو غور وکړي ، د جګړې  د اور په لمبو او د هغې د بمونو په  زړه  لړزوونکو  غږونو کې  د هیڅ ډول خوږ ږغ اوریدو امکان نشته .
له‍ذا که افغان مسؤل لوري په  واقعي ډول  په افغانستان کې د سولې ټینګیدوته ژمن وي نو هغوی باید لومړی  له استثناء پرته یو  د بل خبرې واروي .
 ځکه  یو د بل خبرې اوریدل او له یو بل سره تفاهم  کول  د افغانانو د وحدت  او د هغوئ   ترمنځ   د مشکلاتو  د  حل ضامن دي ، او یوبل نفي کول او له یو بل څخه لیري والی  بر عکس   دهغوئ  ترمنځ   د نورو ستونزو د راپیدا کیدو  لامل  کیږي .
افغانان به  په واقعي توګه  هغه وخت   د یوه  خپلواک   او  سوله ییز   هیواد خاوندان وي چې  د خپل منځي  تفاهم حوصله  په ځان کې پیداکړي ،  مسالمت  أمیزه  تفاهم   د هرې ټولني د فلاح او بهبود   ترټولو غوره  عامل دی .
والسلام علیکم ورحمةالله وبر……………..

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*