تازه خبرونه
Home / دین پوهنه / موږ بايد داسې عقيده جوړه کړو

موږ بايد داسې عقيده جوړه کړو

 ۱ – ټول مخلوقات اول نه وو بيا الله پاک پيدا کړل . 
۲ – الله تعالی يو دی ، هيچا ته اړ نه دی ، نه ترې څوک پيدا او نه دی له چا پيدا دی ، نه يې ميرمن شته او نه يې سيال . ۳
 – همېشه وو او همېشه به وي ، بې مثاله ذات دی . ۴
 – ژوندی دی ، هر څه يې په وس کې دي ، هيڅ شی يې له پوهې بهر نه دی ، هر څه ويني اوري او خبرې کوي خو زموږ په شان کلام يې نه دی ، څه چې کوي هغه کولای شي څوک ايسارونکی يې نشته ، د عبادت وړ صرف او صرف هغه دی شريک نه لري پر خپلو بندګانو مهربان دی بادشاه دی ، له ټولو نيمګړتياو پاک دی ، خپل بندګان له آپتونو ساتي ، عزتمن دی لويي والا دی د هر څه پيدا کوونکی دی خو د هغه څوک پيدا کوونکی نشته ، د ګناهونو بښونکی دی ، برلاسی دی ، ډېر څه ورکونکی دی ، روزي رسونکی دی ، چا ته چې وغواړي روزي يې کموي ، چا ته يې پراخوي ، څوک اوچتوي او څوک ښکته کوي ، چا ته عزت ورکوي ، څوک خواروي ، انصاف والا دی ، صبرناک او زغمونکی دی ، د خدمت او عبادت قدرکونکی دی ، دعا قبلونکی دی ، دی په هر چا حاکم او پر هغه څوک حاکم نشته ، هيڅ کار يې له حکمته خالي نه دی ، د هر چا کار جوړونکی دی ، ټول ده پيدا کړي او بيا يې په قيامت کې همدی پيدا کوي ، همدی ژوندي کول او مړه کول کوي ، دی په نښو صفاتو پېژندل کيږي ، د هغه د ذات باريکي هيچا ته معلومه نه ده ، توبه قبلونکی دی ، د سزا وړ ته سزا ورکوي ، هغه لارښونکی دی ، په دنيا کې چې څه کيږي يوازې د هغه په حکم سره کيږي ، د هغه له حکم پرته يوه زره هم نه خوځيږي ، نه خوب او پرکالي پرې راځي او نه د عالم په ساتنه ستړی کيږي ، هر څه د هغه په واک او ساتنه کې دي ، ټول غوره او کمالي صفات د هغه دي ، هيڅ داسې يو صفت پکې نشته چې پکې عيب وي .
 ۵ – د هغه ټول صفات همېشه وو او همېشه به وي ، د مخلوق له صفاتو هغه پاک دی او په قرآن او حديثو کې چې څه داسې خبرې او صفات راغلي د مثال په توګه ( د الله تعالی لاس او يا نور څه ) نو اصل حقيقت يې الله پاک ته معلوم دی موږ يې هيڅ په حقيقت نه پوهېږو ، موږ پرې همداسې بې پوښتنې ، ګروېږنې ايمان راوړو او دا مو يقين دی چې د دې هر څه حقيقت وي هماغه صحيح او حق دی ، او همدا خبره غوره aaqedaده . 
۶ – په دنيا کې چې دا هر څه کيږي ښه يا بد ، دا هر څه الله تعالی ته له پېښېدو وړاندې معلوم وي ، د خپل علم سره سم يې تر سره کوي ، همدې ته تقدير وايي او د بدو په پيدا کولو کې هم لوی راز دی چې هر څوک ورباندې نه پوهيږي . ۷
 – الله تعالی بندګانو ته پوهه او اراده ورکړې ، چې د ګنا او ثواب کار په خپله خوښه کوي خو بنده سره د يو کار د پيدايښت وس نشته ، الله پاک په ګناهونو ناراض او په ښو کارو خوشال دی . ۸
 – الله پاک بندګانو ته څه داسې حکم نه دی ورکړی چې د هغوئ په وس کې نه وي. 
 ۹ – د الله تعالی په ذمه هيڅ شی ضروري نه دی ، څه چې کوي دا يې مهرباني او خپل فضل دی . 
۱۰ – الله تعالی د خلکو لارښوونې لپاره ډېر انبيا رالېږلي او هغوی ټول له ګناهونو پاک دي ، پوره شمېر يې الله تعالی ته معلوم دی ، د هغوی د رښتينوالي څرګندولو لپاره الله تعالی د هغوی په لاس ناشوني کارونه ښکاره کړي چې معجزې ورته وايي . لومړنی پېغمبر حضرت آدم عليه السلام او وروستی پېغمبر حضرت محمد (ص) دی ، ځينې ډېر مشهور دي لکه ابراهيم ، نوح ، اسحاق ، يعقوب ، اسماعيل ، يوسف ، داود ، سليمان ، ايوب ، موسی ، هارون ، زکريا ، يحيی ، عيسی و الياس ، اليسع ، يونس ، لوط ، ادريس ، ذوالکفل ، صالح ، هود او شعيب عليهم السلام . 
۱۱ – د ټولو انبياؤ شمېر الله تعالی چا ته نه دی ښودلی خو زموږ عقيده دا ده چې څومره انبياء يې رالېږلي ، موږ ټول منلي که راته معلوم دي او کنه .
 ۱۲ – په انبياؤ کې د ځينو مرتبه تر ځينو لوړه ده ، په دوي کې تر ټولو اوچته مرتبه د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ده چې له ده وروسته بل رسول نه راځي او تر قيامته د ټولو انسانانو او پېريانو پېغمبر دی .
 ۱۳ – نبي عليه السلام د الله تعالی په حکم په ويښه يعنې له روح او جسم سره له مکې نه بيت المقدس او له هغه ځايه اوو اسمانو او له هغه ځايه چېرته چې د الله تعالی خوښه وه بوتلل شو او بيا د هغو له نندارو وروسته مکې معظمې ته راستون کړی شو .
 ۱۴ – الله تعالی څه مخلوق له نوره پيدا کړی او زموږ له نظره پټ ساتلی دی چې ملايک ورته ويل کيږي ، دوئ ته ډېر کارونه سپارل شوي او هيڅکله د الله تعالی د حکم مخالفت نه کوي ، په کوم کار يې چې ګمارلې ، په هماغه دنده لګيا دي ، په دوئ کې څلور مشهور دي : حضرت جبرائيل ، ميکائيل ، اسرافيل او عزرائيل عليهم السلام ، همدارنګه الله تعالی يو څه مخلوق له اوره پيدا کړی چې پيريان ورته وايي ، دوئ هم موږ ته نه ښکاري ، په دوی کې نېک او بد هر ډول شته ، اولاد يې هم کيږي ، په دوي کې ډېر مشهور شرجوړونکی ابليس شيطان دی .
 ۱۵ – کله چې يو مسلمان د الله تعالی ډېر عبادت کوي ، له ګناه ځان ساتي ، د دنيا محبت نه کوي او د نبي عليه السلام پوره تابعداري کوي نو هغه د الله تعالی دوست او محبوب کرځي ، داسې کس ته ولي ويل کيږي ، له دوئ نه څه داسې کارونه پيښيږي چې نور خلک يې نه شي کولای ، داسې کارو ته کرامت وايي . ۱۶ – يو ولي که هر څومره اوچتې مرتبې ته ورسيږي د نبي درجې ته نه شي رسېدلای . ۱۷ – يو سړی که هر څومره د الله دوست وي خو چې عقل او فکر يې پر ځای وي د شريعت عملي کول ورباندې فرض دي ، لمونځ ، روژه او بل هيڅ يو عبادت نه ورته بښل کيږي او نه کومه ګناه ورته روا کېدای شي .
 ۱۸ – او کوم سړی چې له شريعته مخالفت کوي هغه هيڅکله د خدای پاک دوست او ولي کېدای نه شي او که د هغه په لاس څه نا اشنا کار تر سره شي ، هغه به يا کوډې يا څه بل نفساني او شيطاني دوکه وي چې عقيده پرې درلودل نه دي پکار .
 ۱۹ – کله کله يو ولي ته په خوب يا په ويښه څه د راز خبرې معلوميږي چې کشف او الهام ورته وايي دا که شريعت سره سم وي نو صحيح کنه مردود کار دی .
 ۲۰ – الله پاک بندګانو ته په قرآن او حديثو کې ټولې خبرې بيان کړې دي اوس په دين کې نوې خبرې راويستل روا نه دي ، دې ته بدعت وايي چې ډېره لويه ګناه ده .
 ۲۱ – الله تعالی غټ او واړه ډېر کتابونه د حضرت جبرائيل عليه السلام په واسطه په ګڼو انبياؤ نازل کړي چې خپلو امتونو ته يې ورسوي ، په دې کې څلور غټ کتابونه دي چې تورات په موسی عليه السلام ، زبور په داود عليه السلام ، انجيل په حضرت عيسی عليه السلام او قرآن مجيد په حضرت محمد صلي الله عليه وسلم نازل شوی دی . قرآن مجيد وروستی کتاب دی چې ترې وروسته بل کتاب او پېغمبر نه راځي او تر قيامته به يې حکم چليږي اوس نور کتابونه ادل بدل شوی خو د قرآن مجيد د ساتنې وعده الله تعالی خپله کړې ده او څوک ي نه شي بدلولای .
 ۲۲ – چا چې حضرت محمد (ص) ليدلی ، ايمان يې پرې راوړی او په اسلام کې مړ شوی وي هغه ته صحابي وايي . د دوی غټې مرتبې او ډېره بزرګي بيان شوې ، ټولو سره محبت او پر هغوی نېک ګومان کول پکار دي ، د دوی تر منځ چې څه جنګ جګړې منځ ته راغلې دا هېرول او غلطي ګڼل په کار دي ، بد رد ورته ويل نه دي پکار ، په اصحابو کې تر ټولو د اوچتې مرتبې والا څلور دي : اول حضرت ابوبکر صديق (رض) چې د نبي عليه السلام لومړی خليفه او په ټول امت کې يې درجه اوچته ده ، دويم حضرت عمر(رض) چې دویم خليفه دی ، دريم حضرت عثمان (رض) او څلورم حضرت علي کرم الله وجهه دی . چا چې صحابي ليدلی وي هغو ته تابعي وايي او د هغوی بزرګي هم په حديثو کې ثابته ده . ۲۳ – د هر صحابي درجه دومره لويه ده چې د ډېرې لوړې درجې ولي هم د يو ادنی مرتبې اصحابي ته نه شي رسېدلای . 
۲۴ – د نبي عليه السلام ټول اولاد او بيبيانې د عزت او درناوي وړ دي ، په اولاد کې يې تر ټولو اوچته مرتبه د حضرت فاطمې او بيبيانو کې يې د حضرت خديجې او حضرت عايشې (رض) ده .
 ۲۵ – ايمان هغه مهال صحيح کېدای شي چې د الله تعالی او د هغه د رسول ټولې خبرې رښتونې وګڼي او ويې مني ، نو ځکه د الله تعالی او رسول الله په څه خبره شک کول ، دروغ يې ګڼل ، څه عيب او نيمګړتيا پکې راويستل يا ورپورې ملنډې وهل ، په دې ټولو سره ايمان له منځه ځي .
 ۲۶ – د قرآن مجيد او حديث څرګنده خبر نه منل ، ګېر پېر پکې کول او د خپل مطلب معنا ترې راويستل د بې ديني خبره ده .
 ۲۷ – د ګناه په حلال ګټلو سره ايمان ماتيږي . ۲۸ – د غټې ګناه په سپک ګڼلو خو ايمان نه ځي مګر کمزوری کيږي .
 ۲۹ – په الله تعالی ور زړور کېدل يا ترې نا هيلی کېدل يعنې چې (زما به هيڅکله بښنه ونه شي ) کفر دی .
 ۳۰ – له چا نه د غيبو خبرو پوښتل او يقين پرې کول کفر دی .
 ۳۱ – د غيبو حال الله تعالی نه پرته بل چا ته نه دی معلوم ، دومره خبره ده چې انبياؤ ته په وحی اولياؤ ته په الهام او عامو خلکو ته په نښانو څه نا څه خبرې معلومېدای شي .
 ۳۲ – د چا نوم اخيستل ، کافر ورته ويل يا پرې لعنت کول غټه ګناه ده ، خو داسې وي روا دي چې په ظالمانو دې لعنت وي يا په دروغجنو دې لعنت وي . هو ، الله تعالی او رسول الله (ص) چې په نوم سره پر چا لعنت ويلی يا يې کافر ورته ويلي هغو ته کافر او ملعون ويل جائز دي .
 ۳۳ – کله چې بنده مړ شي نو که په قبر کې ښخ شي يا نه شي په هر صورت دوه ملايکان ورته راځي پوښتنه ترې کوي چې ستا رب څوک دی ؟ دين دې څه دی او د نبي عليه السلام په هکله چې دا څوک دی ؟ که مړی ايماندار وي سم ځواب ورکوي او بيا به د هغه لپاره هر دول هوسايي وي د جنت له خوا کړکۍ ورته خلاصه او ښې وږمې به ورته راځي ، په آرام به ويده شي او کنه ، بيآ به نو د هرې پوښتنې ځواب کې وايي چې ما ته پته نشته او تر قيامته به سخت عذاب کې اخته وي ، ځينې خلک به الله تعالی له دې امتحانه معاف هم کړي خو په دې ټولو خبرو مړی پوهيږي ، موږ نه پوهېږو ، لکه ويده سړی چې په خوب کې ډېر څه ويني مګر خوا ته يې ويښ سړی بالکل ترې ناخبره وي .
 ۳۴ – له مرګه وروسته سهار او ماښام مړي ته خپل ځای ورښوول کيږي جنتي ته جنت ښيي ، خوښي او زېری ورکوي او دوزخي ته دوزخ چې افسوس او پښېماني يې زياته شي .
 ۳۵ – مړي ته د دعا کولو ، څه خير خيرات او قرآن لوستو ډېره فايده رسيږي .
 ۳۶ – الله تعالی او د هغه رسول چې د قيامت کومې نښې بيان کړې ، هغه به ضرور څرګنديږي ، امام مهدي عليه السلام به ښکاره کيږي او ښه په عدالت به بادشاهي کوي ، دجال به راځي چې په قوم يهودي دی او په دنيآ کې به ډېر فساد خپروي ، د هغه وژلو ته به حضرت عيسی عليه السلام له اسمانه راکوز شي او بيا به يې مړ کړي ، همداسې ياجوج ماجوج يو زورور قوم دی چې په هېوادونو به راخپريږي او سخته تباهي به جوړوي خو وروسته يې الله تعالی هلاکوي ، يو عجيبه حيوان به له ځمکې راوځي چې خلکو سره به خبرې هم کوي لمر به له مغربه راوخيژي ، قرآن به اوچت کړی شي او په لږه موده کې به ټول مسلمانان مړه او دنيا له کافرو ډکه شي د قيامت څه نورې خبرې هم دي چې بيا به ټولې يو بل پسې راڅرګنديږي .
 ۳۷ – کله چې دا ټولې نښې پوره شي ، بيا به د قيامت انتظار شروع شي ، حضرت اسرافيل عليه السلام به د الله پاک په امر شپېلۍ پو کړي ، له شپېلۍ وهلو سره سم به اسمانونه او ځمکه ټوټه ټوټه ، ټول مخلوقات به مړه ، او چې مړه وي د هغو ارواوې به بې هوشه شي مګر هغه چې الله تعالی يې بچ کوي ، هغه به پر خپل حال پاتې شي ، بيا به په همدې حال يو څه موده هم تېره شي .
 ۳۸ – بيآ چې کله د الله تعالی خوښه وي نو دويم ځل شپېلۍ پو کړی شي او ټول مخلوق بيرته راژوندی او د محشر ميدان ته راغونډ شي ، آخر به زموږ نبي عليه السلام سپارښتنه وکړي ، تله به ودريږي چې د خلکو نېک او بد اعمال پرې وتلل شي او حساب کتاب به پيل شي ځينې خلک به بې حسابه جنت ته ورځي د نېکانو عملنامې په ښي لاس او د بدانو په کيڼ لاس ورکول کيږي ، بيا به نبي عليه السلام خپل امت ته د کوثر اوبه ورکوي چې تر شيدو سپينې او تر ګبينو خوږې وي بيا به خلک په صراط پول پورې وځي نو مؤمنان او نيکان خلک به جنت ته پورې وځي او بدان کافران به دوزخ ته لاندې وغورځيږي .
 ۳۹ – دوزخ تيار جوړ شوی ، ماران ، لړمان او هر ډول عذابونه پکې چمتو دي ، په کومو دوزخيانو کې چې لږ ايمان هم وي هغوی به له سزا ګاللو وروسته د انبياؤ او بزرګانو په سپارښتنه راوځي او جنت ته به لاړ شي ، او کوم چې کافران او مشرکان دي هغوی به همېشه په دوزخ کې وي او مري به هم نه . ۴۰ – جنت هم تيار جوړ او پکې هر ډول نعمتونه او د آرام وسايل چمتو دي ، پر جنتيانو به هيڅ شان وېره او غم نه وي ، تل به په جنت کې وي نه به ترې وځي او نه به مري . ۴۱ – د الله تعالی خپله خوښه ده چې چا ته په وړه ګناه سزا ورکوي يا ستره بښي يا په خپلې مهربانۍ يې معافوي او بالکل سزا نه ورکوي . ۴۲ – د شرک او کفر ګناه هيڅکله الله تعالی چا ته نه بښي او له دې پرته نور ګناهونه چا ته چې وغواړي معافوي او مهرباني پرې کوي . ۴۳ – پرته له هغو کسانو چې الله تعالی او د هغه رسول (ص) يې نومونه اخيستي او جنتيان يې بللي ، بل چا ته جنتي ويل او غوڅ حکم پرې کول نه دي روا ، البته که څه ښې نښانې وويني نو ښه ګومان کول او د الله تعالی رحمت ته هيله کول ضروري دي .
 ۴۴ – په جنت کې تر ټولو ستر نعمت د الله تعالی ديدار دی چې د جنتيانو په برخه کيږي او د هغه په خوند به د جنت ټول نعمتونه هيڅ وګڼل شي .
 ۴۵ – په دنيا کې په ويښو سترګو هيڅوک د الله تعالی ديدار نه شي کولای او نه چا ليدلی دی . ۴۶ – بنده که ټول عمر ښه وي يا بد خو اعتبار د خاتمې دی چې په هر حالت يې خاتمه وشي هماغسې بدله به مومي 
۴۷ – کله چې بنده توبه وکړي يا مسلمان شي نو الله تعالی ته مقبول دی خو کله چې د مرګ وخت راشي او د عذاب ملايکان وويني بيا نه توبه قبليږي او نه ايمان

لیکنه : سمیع الله افغان

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*