تازه خبرونه
Home / سرمقاله / د یرغمل شوو مسافرو ستونزه مسئولانه حل ته اړتیا لري

د یرغمل شوو مسافرو ستونزه مسئولانه حل ته اړتیا لري

درې اونۍ وړاندې  ۳۰ تنه  مسافرین  د مخپټو وسلوالو له خوا  د کابل کندهار پرلویه لاره  د غزني اوزابل ولایت ترمنځ  د سورلۍ له موټرو ښکته او نامعلوم لوري ته بوتلل شول.

دا مسافرین چې  ټول د اهل تشیع مذهب پلویان دي هغه مهال  د نامعلومو وسله والو لخوا یرغمل شول چې له ایران  څخه تر پولې را اړولو  وروسته  د کابل  پر لور روان ول. 
که څه هم   د یادو مسافرینو د خلاصون لپاره څو ورځې وړاندې امنیتي ځواکونو د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې عملیات هم وکړل ، خو  هلته  د مسافرینو  د موجودیت  اویا د یرغمل کوونکو له منګولو څخه  د هغوی د  ژغورنې هیڅ څرک تر سترګونه شو. .
دا پیښه  د هیواد په  وروستیوامنیتي  پیښو کې د خپل نوعیت له مخې  تر ټولو ناوړه واقعه  ده چې  د هیواد  د وروڼوملیتونو ترمنځ  د مذهبي او قومي  تبعیض  بد پیغام له ځانه سره لري.
که  څه هم  تیرو  دری نیمو لسیزو جګړو د افغانانو  ترمنځ  د ملي یووالي  بنسټونه اغیزمن کړي ، خو تر اوسه پوري د هیواد  د وروڼو ملیتونو ترمنځ  د قوم ، ژبې او مذهب په  نوم  داسې څه نه دې  پیښ شوي چې هغه  دې  مذهبي جکړه وبلل شي ، او  د ټولو جګړییزو ناخوالو باوجود بیاهم لیدل کیږي چې د افغانستان په هره سیمه کې د هیواد میشت وروڼه  ملیتونو یو د بل ترڅنګ په مینه او اخوت سره ګډ ژوند sarmaqala. yarghamal shwe mosafarلري.  
اوس چې پر نورو امنیتي مشکلاتو سربیره  د لويو لارو پر سر  دا ډول  پیښې رامنځته کیږي  دا له یوې  خوا  په هیواد کې  د لویو لارو امنیت ته څرګند ګواښ دی او  له بلې خوا   د افغانانو ترمنځ  د مذهبي  شخړو د رامنځته کیدو د پیل ټکی بلل کیږي.
دا چې طالبانو په رسمي ډول  په نوموړې پیښه کې هر ډول لاس  لرل  رد کړی او د هغو یرغمل کول یې نامعلوم  هدف بللی اوس  د یرغمل شویو کسانو  په اړه  د څو احتمالاتو اټکل کیږي .
کیدای شي  چې یاد مسافرین  له  مافیايي کړیو سره  وابسته  ډلو  له دولت او یاهم   د یرغمل شوي له کورنيو څخه  د پیسو تر لاسه کولو  لپاره   یرغمل  کړي وي .
او دا  احتمال هم لري چې نا معلومو  وسله والو هغوی   د نامعلومو  اغراضو ترسره کولو په نیت  تښتولي  او غواړي  په دې سره  په افغانستان کې  د شیعه سُني  لانجې  را پورته کړي .
د  افغانستان  د ثبات او سولې نه غوښتونکې لورې  غواړي د هیواد  په  دغو نازکو شرائطو کې   د اسې کړنې ترسره کړي چې  د وروڼو افغانانو ترمنځ  کور ورانوونکې  جګړه  دوام  پیداکړي له‍ذا چارواکوته په کار دی که هغه  په سیمه کې مسلط طالبان او که  دولتي کسان دي چې  د یرغمل شویو  مسافرینو  په راخلاصو لو او دهغوی په ژوند ژغورلو کې  خاصه  توجه  وکړي .
داچې دولتي چارواکي   په سیمه  کې  د یرغمل شویو کسانو  د ژغورنې لپاره  په پیل کړیو  عملیاتو  کې هره ورځ  د وسله والو  د وژنې خبرونه ورکوي ښايي  دا  کار  یرغمل کوونکو ته  د یرغمل  کړل شویو کسانو  د وژلو  پلمه  په لاس ورکړي . 
خو که چیرې یاده ستونزې له سوله ییزې  لارې حل  او له یرغمل کوونکو سره مفاهمت وکړای شي  ښايي  د یرغمل شوي کسانو په نجات کې مثبت رول  ولري.
دا ښکاره  خبره ده چې  دا ډول  ناګواره پیښې به  په راتلونکي کي نورې هم پیښیږي ، باید مسؤل چارواکی  قبل الوقوع  ورته  متوجه  او  تر پیښیدو له مخه  یې جلو ګیري وکړي .
ځکه  که  نن  د کندهار کابل پر لویه لاره   د شیعه اقلیت  مسافرین یرغمل کیږي  سبا به  د دې په انتقام کې  د  هیواد په بله سیمه کې  شیعه  مذهبه  هیواد وال  د سُني   مذهبه   مسافرینو په  یرغمل کولو لاس پوري کوي ، همداشان  به  پښتون  د تاجک په سیمو کې، تاجک  د ازبک   په سیمو کې  دا لړۍ پیلوي. 
خو که  مسؤل چارواکي له دې پیښې سره  مسؤلانه برخورد وکړي بیا به هم  یرغمل کوونکي او هم  د هغوي حمایت ګر حلقات   له دې  مایوسه  شي چې  دوهم  ځل پر دا ډول  ناسم عمل  لاس پوري  کړي .
له افغانستان  څخه  د خارجي قوتونو تر وتلو وروسته  شاید  د افغان دښمنه  حلقاتو لخوا په هیواد کې نورهم  ډیر دا ډول منطقوي ،مذهبي او قومي   حساسیتونه  راپورته کړای شي ، مسؤلو چارواکو ته  په کار دی   چې  هغه   عند الموقع  خنثی   او مغرضو لوروته  د دې موقع ورنه کړې  چې   د وروڼو افغانانو ترمنځ  مذهبي، منطقوي ، اوقومي  اختلافات  را وپاروي . 
والسلام علیکم ورحمةالله وبر………..

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*