تازه خبرونه
Home / اسلامي دعوت / د اختلاط حرمت او زيانونه: له قران اوحدیثه شل دلیلونه

د اختلاط حرمت او زيانونه: له قران اوحدیثه شل دلیلونه

الله پاک انسان پیدا او په ځمکه کې یې مېشت کړ او رنګارنګ غریزې یې پکې کېښودلې ، دبېلګې په توګه د مال او دنیا حاصلولو غریزه ، لکه چې وايي : « وتحبون المال حباً جماً » او تاسو مال او دنیا خوښوئ او بې اندازه مینه ورسره کوئ ، د حلال مال ترلاسه کول یې ورته روا او له حرام مال ، لکه رشوت ، غلا او سود نه يې منع کړي دي ، د ښه خوراک او څښاک غریزه یې پکې ایښې ده ، چې پاک شیان بې غمه خوره ، خو د سرکوزی غوښه مرداره … او شرابو نه یې منع کړي دي ، په نر او ښځه کې یې یو بل ته د میل او شوق غریزه ایښې ده ، چې کله الله پاک آدم علیه السلام پیدا او په جنت کې مېشت کړ ، په رنګارنګ مېوو ، خوراکونو او ډول ډول نعمتونو یې ونازاو، له دومره نعمتو سره سره یې د زړه ډاډ او خوشالۍ لپاره  نه الوتونکی اس ، نه پیشو او نه بل داسې ساعت تېری ورکړ ، بلکه د ده مېرمن حوا بي بي ورته خوښه او د دواړو په منځ کې یې خورا زیاته مینه او محبت واچاوه ، تر څو یو تر بل خوند او مزې واخلي ، الله پاک فرمایي « خلقکم من نفس واحدة و خلق منها زوجها » الله پاک تاسو له یوه نفس (آدم علیه السلام) نه پیدا کړی او له هغه نفس نه یې ورته خپله جوړه ( حوا بي بي) پیدا کړه 

د نر او ښځې د دغه شوق او میلان په وجه الله پاک څه اصول او قوانین ټاکلي چې دغه میلان به د هغو اصولو پر بنا و لاړ وي او له هغو نه به سرغړاوی نه کوي ، الله پاک فرمایي « من یتعد حدود الله فقد ظلم نفسه …» چا چې د الله له قوانینو او اصولو سر وغړاوه له ځان سره یې ظلم او زیاتی وکړ .

نو خپلو خپلوانو (محرمو) سره ، یا په روغتون کې د درملنې په وخت او یا نور د ضرورت په وخت له سړیو سره اختلاط روا دی ، خو بې ضرورته لکه په سرکاري او یا شخصي ادارو کې دندې تر سره کول او یا هم په مدرسو مکتبونو او لوړو زدکړو په مؤسسو کې د نر او ښځې اختلاط او ګډوډي ناروا ده .

او دغه اختلاط له اسلام نه مخکې په نورو ادیانو کې هم ناروا ګڼل شویدی ، موسی علیه السلام چې کله په سوک باندې یو قبطي و واژه ، نو دشیعب علیه السلام کلي مدین ته یې پناه یوړه ، په کوهي باندې ډېر زیات خلک راټول او هر سړي خپلو ګډو بزو ته اوبه ورکولې ، ګوري چې یوه اړخ ته له خلکو نه لرې دوو جينکو خپله رمه را ایساره کړې ، موسي علیه السلام پوښتنه ترې وکړه : « قال ما خطبکما قالتا لا نسقی حتی یصدر الرعاء و ابونا شیخ کبیر» څه دي تاسې لره ولې خپلې ګډې نه اوبه کوئ هغوی ځواب ورکړ : ترڅو چې ټولو شپنو ګډې نه وي اوبه کړې مونږ خپلو ګډو ته اوبه نه ورکوو او پلار مو بوډا دی ، نو بیا موسی علیه السلام رمه ورته سېرابه کړه او د یوې ونې سوري ته یې ډ ډه واچوله ، ګوري چې له هغوئ نه یوې جينۍ په پړوني کې ځان تاو کړی او په ډېره حیا د موسی علیه السلام خواته راغله « فجاءته احداهما تمشی علی استحیاءٍ قالت انَّ أبی یدعوک لیجزیک اجر ماسقیت لنا » او ورته وایي چې زما پلار دې غواړي ، چې زمونږ رمې د سیرابولو مزدوري درکړي .

da ikhtelat hormatنو له پورتنیو آیتونو د ښځو او سړیو له اختلاط او ګډوډي نه د ځان ساتلو څلور دلیلونه په ډاګه شو :

۱ ـ سړیو سره له ګډوډي (اختلاط) نه به ځان ساتي ، دا له دې ایت نه معلومیږي «و وجد من دونهم امرأتین تذودان» یعنی جدا ولاړې وې ، « لانسقی حتی یصدر الرعاء» معنی یې پورته ذکر شوې ده .

۲ ـ د ضرورت په خاطر وتل او دا له دې ایت نه معلومیږي « و ابونا شیخ کبیر » پلارمو زوړ او بوډا دی .

۳ ـ او له « امرأتین » نه دا معلومیږي چې له بلې ملګرې پرته(یواځې) به نه وزي ترڅو پرې څوک تهمت او تور و نه لګوي .

۴ ـ د حیا او پردې خیال به ساتي او دا له « فجاءته احداهما تمشی علی استحیاءٍ» نه معلومیږي .

 ۵ ـ دلیل :

الله پاک د یوسف علیه السلام کیسه کوي : « و راودته التي هو فی بیتها عن نفسه ، وغلَّقتِ الابواب و قالت هیت لک » د چا په کور کې چې یوسف علیه السلام اوسېده هغې ترینه د زنا غوښتنه وکړه ، ټولې دروازې یې وتړلې او ورته یې و ویل چې راځه زه تیاره یم ، نو انسان خو څه لوټه ، تیګه او یا بل بې سا شی نه دی ، چې میلان او شوق نلري ، بلکه یو ژوندی ، شوق او میل لرونکی مخلوق دی ، د عزیز مصر مېرمنه له دارایي ، رتبې ، عقل او هرڅه سره سره بیا هم په خپل مریې او غلام (یوسف علیه السلام) باندې مینه او د زنا مطالبه یې ترې وکړه.

۶ ـ دلیل :

الله پاک نر او ښځې دواړو ته د نظر ښکته ساتلو امر کړیدی : « قل للمؤمنین یغضوا من ابصارهم ویحفظوا فروجهم ، ذالک ازکی لهم ، ان الله خبیرٌ بما یصنعون » و وایه مؤمنانو ته چې ، سترګې (نظرونه) ښکته وساتئ ، د خپلو شرمګاو حفاظت او ساتنه وکړئ ، دا کار ستاسو د پاکۍ ضمانت کوي او الله پاک ستاسو په کړو وړو پوه دی ، بل دغه ایت « وقل للمؤمنات یغضضن من ابصارهن » دی چې په هماغه معنی دی .

نو دغه امر د پردې او ستر په وجوب دلالت کوي ، او شارع له لومړي ځل کتلو پرته نور نه معاف کوي ، لکه چې پیغمبر علیه السلام علی رضی الله عنه ته وایي : « یا علی لا تتبع النظرة النظرة ؛ فان لک الأولی ولیست لک الاخرة » ای علی ! دویم ځل مه ګوره ځکه چې لومړی کتل پروانه کوي او دویم ځل کتل نه بښل کیږي ، نو که نن سبا په دفترونو کې سره یوځای کار او دنده ترسره کوي ، نو ځان ژغورل ناشوني دي .

۷ ـ دلیل :

پیغمبر علیه السلام خبرداری ورکړی چې ښځې به له سړیو نه ستر او پرده کوي او کله چې سره یوځای شي نو شیطان یې په فتنه کې پرېباسي ، پیغمبرعلیه السلام فرمایي : « المرأة عورة ، فاذا خرجت استشرفها الشیطان » [رواه ابوداؤد و صححه الابانی] ښځه عورت ده خو کله چې له کوره و وزي ، نو کنترول او اداره یې شیطان پر غاړه واخلي .

۸ ـ دلیل :

الله پاک ښځې ته ډَول او سینګار روا کړیدی ، خو کله یې چې اواز لرونکي شیان پر ځان پورې ځړولي وي نو پښه به په زوره په ځمکه نږدي تر څو سړي د هغه شرنګی وانه وري ، الله پاک فرمایي « ولایضربن بأرجلهن لیعلم ما یخفین من زینتهن » کله چې الله پاک د شرنګي آواز حرام او ناروا و ګرځاو ، نو د ښځې خپل اواز ، خبرې ، خندا او نور خو په طریقهء اولی سره حرام دي .

۹ ـ دلیل :
الله پاک فرمایي : « یعلم خائنة الأعین و ما تخفی الصدور » عبدالله ابن عباس رضی الله عنه فرمایي : چې خیانتګرې سترګې هغوسترګو ته ویل کیږي ، چې یو سړی د چا کور ته ورشي او د کوروالاو په لا پروایي کې دهغوی د ښځو سیل کوي او کله چې د هغوی ورته پام شي نو ښکته وګوري ، او الله پاک پوه دی په هغو شومو ارادو چې په زړه کې یې پټې ساتي ، نو اختلاط خو ډېره غټه خبره ده .

۱۰ ـ دلیل :

که چېرته له پردۍ ښځې سره د خبرو او راکړې ورکړې څه ضرورت او اړتیا پیدا شوه نو بیا هم د دواړو تر منځ پرده ضروري ده ، او دا کار ستاسو د زړه د پاکوالي ذریعه ګرځي ، الله پاک فرمایي : « و اذا سألتموهن متاعاً فاسألوهن من وراء حجاب ، ذلکم اطهر لقلوبکم و قلوبهن » او دغه ایت کریمه د امهات المؤمنین (د مسلمانانو مورګانو) په باره کې را نازل شویدی ، چې پاک زړي او کلک ایمانه خلک و ، نو د نن سبا زمانې لپاره به څرنګه نه وي لازم .

۱۱ ـ دلیل :

الله پاک د ښځو لپاره په جومات کې لمونځ روا کړی دی ، مګر د دې دساتنې په موخه یې ورته په کور کې غوره ګرځولی دی ، امام احمد رحمة الله علیه په خپل مسند کې له امِّ حمید رضی الله عنها نه روایت کوي ، چې پیغمبر علیه السلام ته یې و ویل چې : یا رسول الله زما دا ډېر خوښیږي چې ستا په جومات کې له تاسره په جمع لمونځ وکړم ، پیغمبر علیه السلام ورته و فرمایل چې : زما له جومات نه ستاسو په خپل جومات ، ستاسو له خپل جومات نه ستا په کور او له کور نه هم ستا په خپله کوټه کې ستا لمونځ ډېر غوره دی .

۱۲ ـ دلیل :

امام مسلم په خپل کتاب کې یو حدیث شریف را نقلوي ، چې پیغمبر علیه السلام فرمایلي : « خیر صفوف النساء آخرها » یعني کله چې په جومات کې د ښځو او سړیو ترمنځ پرده نه وي نو اخرنی صف تر ړومبیو صفونو غوره دی ځکه چې له سړیو نه لرې دی .

۱۳ ـ دلیل :

کله چې الله پاک ښځو لپاره د جومات تګ جایز او مباح کړ، نو له ډول سینګار ،عطر او خوشبویي لګولو نه یې منع کړې ، امام مسلم روایت کوی چې پیغمبر علیه السلام فرمایي چې : « اذا شهدت احداکن المسجد فلا تمس طیباً» ای مسلمانو مېرمنو کله چې جومات ته تلئ نو خوشبویي مه لګوئ ، په بل روایت کې راځي چې « لا تمنعوا اماء الله مساجدالله ، ولکن لیخرجن و هن تفلات » رواه ابوداؤد و احمد ، تاسې د الله مینځې یعنې ښځې د الله له جوماتونو مه منع کوئ ، خو کله چې جومات ته ځي نو سینګار دې نه کوي .

۱۴ ـ دلیل :

پیغمبر علیه السلام د پخوانیو امتونو د تباهۍ او هلاکت اسباب او لاملونه ، د جهاد ، زکات پرېښودل او له ښځو سره اختلاط او ګډوډي ښوولې ده ، پیغمبر علیه السلام فرمایلی : « ان الدنیا حلوة خضره و ان الله مستخلفکم فیها ، فناظر کیف تعملون ، فاتقوا الدنیا و اتقوا النساء ؛ فان اول فتنة بنی اسرائیل فی النساء » دنیا خوږه او شنه ده او تاسې پکې الله پاک خپل نائبان ګرځولي یاست او ګوري ، چې تاسې څه کوئ ، نو له دنیا (دارایي) او ښځو نه و وېرئ ځکه د بنی اسرائیلو لومړنۍ فتنه او ازموینه د ښځو په اړه وه .

۱۵ ـ دلیل :

ابوداؤد یو حدیث شریف روایت کړی چې : یوه ورځ پیغمبر علیه السلام له جوماته را ووت ، نو هغه سړي او ښځې چې له جومات نه را وتلې وې ، په لار کې ګډوډ سره و لیدل ، نو ویې فرمایل :« استأخرن ؛ فانه لیس لکن ان تحققن الطریق علیکن بحافّات الطریق » [حسنَّه الالبانی]  پیغمبر علیه السلام ښځو ته وویل چې له سړیو نه ځان وروسته کړئ او په لاره ټمبه ټېل مه جوړوئ او د لارو په غاړه ځئ ، له هغې ورځې نه وروسته به ښځې د لارې په څنډو روانې وې .

۱۶ ـ  دلیل :

 ابوداؤد طیالیسي له عبدالله ابن عمر رضی الله عنه نه روایت کړی ، کله چې پیغمبر علیه السلام جومات جوړ کړ نو د ښځو لپاره یې بېله دروازه جوړه کړه او ویې فرمایل چې سړي به په دې دروازه نه ځي راځي ، خودغه حدیث الباني ضعیف ښودلی دی .

۱۷ ـ دلیل :

امام بخاري له ام المؤمنین ام سلمة رضی الله عنها نه روایت کوي : کله به چې پیغمبر علیه السلام له فرض لمانځه نه سلام واړاو نو ښځې به فوراً پاڅېدلې ، کورونو ته به روانې شولې او پیغمبر علیه السلام به لږ ځنډ کاوو بیا به پاڅېده ،په یو بل روایت کې راځي چې : له سلام نه وروسته به ښځې فوراً کورو ته روانې شوې او تر څو چې ښځې به کورو ته نه وې ننوتلې ، سړي به له جوماته نه را وتل .

۱۸ ـ دلیل :

مسلم شریف کې یو حدیث شریف راځي چې پیغمبر علیه السلام فرمایلي : « لا یخلون رجل بامرأة الا و معها ذو محرم » سړی به له پردۍ ښځې سره له محرم نه پرته نه یوځای کیږي ، د دې لپاره چې د هغې ساتنه او حفاظت وکړي .

۱۹ ـ دلیل :

الله پاک د نر او ښځې له اختلاط نه منع کړېده ، اګرکه واړه او وروڼه و خویندې هم وي ، په حدیث شریف کې راځي ، پیغمبر علیه السلام فرمایي : « مروا اولادکم  بالصلاة و هم ابناء سبع سنین ، واضربوهم علیها و هم انباء عشر، وفرِّقوا بینهم فی المضاجع » «حسنه الالباني» خپلو بچیانو ته امر کوئ په لمانځه سره چې اووه کلن وي ، په لس کلنی کې یې په لمونځ نه کولو پورې و وهئ او د څملاستلو ځایونه یې ور بیل کړئ  .

۲۰ ـ دلیل :

قوله صلی الله علیه وسلم « ایاکم و الدخول علی النساء» فقال رجل من الانصار: أفرأیت الحمو؟ قال «الحمو الموت» متفق علیه ، خبر دار! پردیو ښځو سره به اختلاط نه کوئ ، یوه انصاري عرض وکړ چې لېور څرنګه دی ؟ پیغمبر علیه السلام وفرمایل چې لېور مرګی دی . 

لیکنه : مولوي سیف الدین صابر

 

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*