تازه خبرونه
Home / سرمقاله / د هیواد وروستي جریانات او د هغوی په وړاندې زمونږ مسؤلیت

د هیواد وروستي جریانات او د هغوی په وړاندې زمونږ مسؤلیت

افغانانو نوی ۱۳۹۴ کال  د سولې ، سوکالۍ او نیک مرغۍ په هیله پیل کړ .
هغه څه چې افغانانو ته یې د خوښۍ او نیک مرغۍ ډاډ ورکاوه هغه  له ګران هیواد افغانستان څخه  د خارجي قوتونو په وتل وه  چې د۱۳۹۳  کال  په اخیر کې پیل او په تدریج سره به  د تکامل مرحلې ته رسیدو.
خو له بده مرغه  چې د جګړه ځپلو افغانانو دا هیله هم  د دوی د نورو هیلو په څیر له خاوروسره خاورې  او د هیواد  له وروستیو جریاناتو داسې ښکاري چې خدای مکړه هیواد مو یو ځل بیا د ذات البیني شخړو او لانجو ډګر ګرځي.
مونږ تل دا ویلي چې  د افغانستان ثبات او نا امني تر نورو وړاندې لومړي ربط په افغانانو پوري لري ، دا سمه ده چې خارجي عوامل  د افغانستان په نا آمني کې رول لري  ولي  د قضیې اصلي اړخ خپله افغانان دي چې  د افغانستان د ثبات  او بي ثباتي  مسؤلیت ټول همدوی ته راجع دی .
که  دوی خپل ترمنځ وحدت او اتفاق ولري ، هيڅ خارجي قوت ته د مداخلې او لاسوهنې چانس نشي برابریدلای.
اوس چې  مو په  هیواد  کې د نا امنیو پیښې  په نوې بڼه کې رامنځته کیږي ، د هغوی په وړاندې به د افغان ولس مسؤلیت  څه وي؟
د هغوی به مخنیوی کوي او که به  یې د بې حسه او بیواکه  شاهدانو په ډول  د ژبغړانده لمبو ننداره کوي چې  د هیواد  پاتې  مادي او معنوي هستۍ  هم  یو په بل پسي sarmaqala da hewad wrosti halalt تر کومې تیري کړي؟ 
د هیواد  د وروستیو ناوړه جریاناتو له جملې نه یوه هم  د مسافرینو  ګروګان ګیري ( برمته کیدل) دي چې په نوې بڼه یې سر راپورته کړی او د افغان ولس د ملي وحدت د پاشلو لپاره ډیره خطرناکه ثابتیدلای شي.
پرعامو خلګو بمباري او په عامه لارو کې د ماینونو خښول  بل هغه آفت دی چې  زمونږ یو ډیر شمیر هیواد وال یې  شهیدان کړي او د هغوی کورنۍ او خپلوان یې  د ویر پر ټغر کینولي.
په پلازمینه کابل کې  د حوت د میاشتې په ۲۸  د فرخندې په نوم د مسلمانې دعوتګري وحشیانه وژنه  بله هغه فاجعه راوړونکې  واقعه وه چې یقینا د هر انسان ضمیر او وجدان ته یې ټکان ورکړی   او دا یې جوته کړه   چې زمونږ  ډیری خلګ  د اسلامي احساساتو او یاهم له  اسلامي مقدساتو څخه  د دفاع په نوم  څومره د  بي علمي او جهالت ښکار دي.
د پورته یادو شویو وقائعو ترڅنګ مو په هیواد کې نورې ډیرې  داسې پیښې شته  چې که يي  همدا اوس مخینوی  ونشي او  په  مقابل کې  موقف ګیري  ونشي  ښايي د وخت په تیریدو سره هغه نور ابعاد خپل او بیايي کنټرولول  ناشونی شي
پر دې علاوه  مو  هیواد  په حکومتي او اداري  برخه کې  د بحران ښکار دی.
د چار واکو د بي باوري له وجې مو نه دولتي تشکیل بشپړ دی او نه   حاکم  چارواکي  د هیواد د حاکمه قوانینو پلي کولو ته ژمن دي .
په دولتي اداروکې د اداري فساد او په ټولنه په تیره ځوان کهول کې  د اخلاقي فساد ترویج او اشاعت  بله  هغه ستونزه ده چې له اخلاقي پلوه زمونږ راتلونکې نسل ته په ډیرلوي قیمت تمامیږي.
په هیواد کې مو د مخدره توکو پریمانه  تولید ، د ښځمنو پر وړاندې خشونت ، د ځوانانو په منځ کې بې روزګاري  هغه ناخوالي دي  چې په  چارواکو کې یې د مخنیوي  روحیه نه لیدل کیږي او زمونږ  په ټولنه  کې  ورځ په  ورځ   له دغو افتونو څخه  د  رازیږیدلو ستونزو قربانیان مخ پر زیاتیدو دي.
همداراز مو  په  وطن  کې د یوه خپلواک ځواکمن او مسلط نظام د نه شتون له وجې  دهیواد ټولې ملي شتمنۍ ، دولتي املاک ، کانونه  او ټولې طبیعې زیرمې د نړیوالې مافیا له لوري تر چور او تالان لاندې دي ، څوک یې دهغوی له لاسه  د ژغورلو احساس نه کوي ، بلکي په ډیرو مواردو کې ورسره لوړ پوړي چارواکي عملا ښکیل دي 
د یخني د موسم په تیریدو سره  د هیواد په ګوټ ګوټ کې  د بي نتیجې جګړې  پیلیدل بله هغه ستونزه ده چې هیواد او ولس مو د نورې بربادۍ خواته  ټیل وهي او هیڅ داسې څرک نه ترسترګوکیږي چې دغه نه تمامیدونکې جګړه دې د یوه یا بل لوري په ګټه پای ته ورسیږي . 
د ا ټول هغه جریانات دي چې مستقیما زمونږ  له ژوند سره تعلق لري او دهغوی  منفي جریان مو  د ولس او ټولنې پر وضعیت  منفي  اثر لري .
د دغو  منفي جریاناتو اصلاح او مخنیوی   زمونږ د ټولني د هر فرد مسؤلیت دی ، باید مونږ  ټول په ګډه سره  د هغو په  اصلاح  او سم لوري سوق کولو کې کوښښ وکړو .
 اوس  زمونږ  وضعیت   دهغه  اوبو اخیستي  غرقیدونکي  شخص  وضعیت ته  ورته دی  چې   که لاس او پښوته  حرکت ور نکړي  نور یې  اوبه غرقوي  او هلاک کیږي .
مونږهم  باید  دهیواد په دې ناخوالو کې  د بیوسۍ او مایوسۍ ښکار نشو او د ځان  او ولس  د نجات لپاره  لاس په کارشو،  له ستونزو او مشکلاتو سره مقابله وکړو  او  د یوه روښانه او له جګړو خلاص  مستقبل  لپاره  هلې ځلې جاري وساتو. والسلام علیکم ورحمت الله…………

 

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*